د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د تجزیې پلانونه تل اشغالګرو جوړ کړي

ابو دانیال 28.05.2012 00:22

د افغانستان د تجزیې پلانونه د تاریخ په هره مقطع کې لومړی اشغالګرو جوړ کړي ، او بیا یې د عملي کېدو له پاره کورنۍ او بهرنۍ سیاسي وسیلې ( لوبغاړي  او کرېکټرونه ) ور ته موندلي ، هغوی ته یې د بېلتانه ځانګړي پټ ټرېنېنګونه ورکړي ، او بیا یې پر سر ، سینه ، پښو او اړخونو باندې په سیمه کې سیالو زبر ځواکونو ترخپل منځ د جوړ جاړي په پلمه داسې نامقدسې غیر قانوني کرښې را کښلې دي چې تر اوسه یې پرته له دارو درمله په سیمه او انساني نړۍ کې درد محسوس دﺉ . ځکه هر ښکېلاکګر او نیواکګر په خپله خوښه د ملت د ارادې خلاف په دې هېواد کې داسې رژیمونه منځته راوړي چې یواځې د استعمارګرو استخباراتي ګټې به د خپلو ملي ګټو او یو والي پر ضد ور سره خوندي وې او بس .
سکندر ، چنګېز ، هندي واکمنو ، ګورګینیانو ، انګلیسانو ، روسانو او امریکایانو همدا کار په افغانستان کې کړي ، او استعمار پلوه رژیمونو تر ننه پورې په کې د استعماري کرېکټرونو رول لوبولی ، دیني او ملي مقدساتو او شتمنیو ته یې سختې ضربې ورکړې ، او خپلواکي  ګټونکي غورځنګونه یې له ټولو مالي اوځاني قربانیو سره سره د نا مقد سو ایتلافونواو پټو معاملو په بد ل کې  د وخت د استعمار د ګټو پرسیند ورلاهو کړي دي ، خو زموږ په هېواد کې تش په نامه د پښتون ؤلسمشر د واکمنې ادارې په پلمه  همغه له هراړخیز فساد او وراني ډ که لړۍ همداسې غځېدلې په میراث را پاتې ده ، چې رېښو ته یې نیواکګرو او ځبېښاکګرو په خپل نوبت سره د حیات اوبه ورکړې دي .
انګرېزانو د تزاري روسانو په توافق عبدالرحمن خان کابل ته راؤست . د پېرنګي استعمارضد سترستر  مجاهدین یې د بالاحصار په تورو څاګانو کې د شمال د هغو اوزبېک ملېشوپه لاس پرې وغورځول ، شهیدان یې کړل ، او له غلجي پښتنو مشرانو یې کله منارونه  جوړکړل چې مشري یې  د آمو له سیند نه آخوا د یوه پردي اجیرقوماندان ( زینخان ) پرغاړه وه . زینخان هغه مهال کټ مټ داسې کردارادأ کړی لکه څنګه چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستاني کرنیل امام  د افغانستان د ؤلس پر ضد رول لوبولی ؤ . پېرنګي استعمار په افغانستان کې پرافغانانو باندې دومره ظلمونه وکړل چې تر ډېرې مودې پورې یې د افغانانو په ستوني کې د آزادۍ نارې ور بندې او استعمار ته پراته خنډونه یې پرې لېرې کړل ،  له انګرېزانو سره یې د افغانانو پر سینه را کش کړې د ډېورنډ ناروا مصنوعي کرښه لاسلیک کړه ، انګرېزانو آن پر همغه مهال افغانستان سره وېشلی ؤ . خوعبدالرحمن خان یې په بد ل کې خپل ځان او خپل زوی ته  په اوسني ارګ کې د عیاشیو او فحاشیو زمینه پرې برابره کړه ، ترڅو خپل لمسی یې ( غازي امان الله خان ) د خپل نیکه پردغه ملي خیانت وشرمېد ، پر خپل پلار باندې یې کود تا وکړه ، او د انګرېزانو په وړاندې یې خپله آزادي اعلان کړه ، خو وروسته له لسو کالو انګرېزان د یوه سقاو په لاس د امان الله خان د حکومت پر ړنګولو و توانېد ل ، او د آزادۍ له اتلانو یې غچ واخیست .
انګرېزانو د خپل استعمار پر مهال لومړی دا کرښه د هندو کش او بابا د غرونو پر سررا کشوله ، خو ناکام شول . او روسانو بیا پر داؤد خان باندې خپله کود تا د هند سمندرګي ته د رسېد و له پاره وکړه . روسانوغوښتل چې د ډېورنډ کرښه بېرته پاکستان ته ور ټېل وهي ، خو ونه توانېد ل . اوغربیانو بیا د پاکستان په مستقیم ملاتړ طالبان آن د آمو پرغاړه  ور ته ودرول .
ولې دا ځل ناټو د انګلیس او امریکې په مشرۍ بل ډول لوبه پیل کړې ، او هغه دا چې دا لس کاله یې له  ترورېزم سره د جګړې په پلمه په افغانستان کې خونړۍ نا انډوله جګړه یواځې پر پښتون مېشتو سیمو باندې پیل کړې ، دا لس کاله په جنوبي ، جنوب غربي او جنوب شرقي سیمو کې افغانان ، د افغانانو مشران ، ښځې او ماشومان د طالبا نو، القاعده او ترورېست په نومونو وژل کېږي ، بمباردېږي ، نیول کېږي ، او شړل کېږي ، خو تر اوسه پورې په افغانستان کې طالب ، القاعده او ترورېست سم تعریف نه شو .
مخکې هم غرب د منځنۍ آسیا زېرمو ته د رسېد و له پاره هڅې کړې دي ، خو د پخواني شوروي اتحاد غوړېد لي لمڅي د انګلیس او امریکې د  تبر خولې نیولې وې . اوس یې چې  (۴۹) هېوادونه له ځان سره په دې جګړه کې لتاړ کړي غواړي د افغانستان زیرمې لوټ ، او له دې لارې د منځنۍ آسیا د هېوادونو او کسپین سمندرګي زېرمو ته خپل ځان ورسوي . خو د لته  روسان امریکا ته  د شک په سترګه ګوري ، او وېره لري چې د چیچین او ازبېک تباره القاعده غړو په پلمه به د منځنۍ آسیا هېوادونو ته  خپل پوځي ماشین د افغانستان په څېر ور د ننه کړي . او د هغو زېرمه لرونکو هېوادونو پر ځمکنیو زېرمو به د خپلې تېکنالوجۍ اقتصادي نېشونه ښخ کړي چې دا مهال ځانونه آزاد ګڼي او نور د کمونېزم ترجادو او منتر لاندې نه دي . افغانستان هم دا مهال د روسانو له لاسه یو وتلی هېواد دﺉ .
خوامریکا وارله مخه په ترکمنستان او ازبېکستان کې د خپلو کمپنیو فعالولو له پاره خپلې پانګې اچولې وې . په همدې تړاو مې  د (۱۳۹۱) لمریز کال د جوزا په شپږمه په ( محور) ورځپاڼه کې یو مطلب ترسترګو شو چې عنوان یې ؤ ؛ (( یک مقام دولتی: در مورد امنیت پروژهْ تاپی با ( طالبان توافق شده است ) )) . که څه هم پخوا ایران نه غوښتل چې دغه نل لیکه دې د افغانستان له لارې هند ته وِځېږي ، او د ایران له لارې یې پرته له امریکایي شرکت څخه دا معامله په ځانګړې توګه له هند سره کوله ، خو بر یالی نه شو . ولې امریکا پخوا له هند سره د ترکمنستان د ګازو پر سر توافق ته رسېد لې وه . خو خنډ یې پاکستان ؤ . او اوس یې له پاکستان څخه هم د توافق سند ترلاسه کړی چې دغه نل لیکه به د افغانستان او پاکستان له خاورې هندوستان ته ورغځېږي . پخوا به پاکستان طالبان هڅول چې دا نل لیکه هندوستان ته ور پرې نه ږدي . هدف یې داؤ چې کله امریکا له افغانستان څخه ووځي ، پاکستان به په خپله منځنۍ آسیا ته پر افغانستان باندې ور وخېژي ، او ددې زېرمو را سپړل او سوداګري به د ځان کړي ، خو اوس چې امریکا له طالبانو سره دا هوکړه کړې ، مانا یې داده چې نور نو طالبان هم د پاکستان په خوله نه کوي . اوکېدی شي چې د غازو ددغې نل لیکې د حفاظت په بد ل کې به امریکا طالبانو ته یو څه منلي وي . خو په افغانستان کې د ایران دغه مذ بوحانه هلې ځلې ، پر افغان سرحدي سیمو پر له پسې تېری ، کلتوري یرغلونه او د افغان پارلمان یوه غړي ته (۲۵) میلیونه ډا لررشوت ورکول چې د پارلمان پرنوروغړو یې د سترا تیژیک سند د نه لاسلیک کولو په موخه ووېشي ، هم څه ځای نه نیسي . ځکه له امریکې سره سترا تیژیک تړون هم افغان پارلمان په یوه خوله و مانه ، تر څو تر (۲۰۲۴ ) میلادي کال پورې امریکا او ملګري یې په افغانستان کې پوځي حضور ولري .
که تېرو ترخو تجربو ته وګورو نو عامه افغانان په عام ډول دا دری نیمې لسیزې ، او افغان حکومت او پارلمان دا لس کاله په خاص ډول ، د ایران او پاکستان له بربنډ و لاسوهنو تر سپنګو پورې رسېدلي . افغانستان همدغو دوو ګاونډیانو په دوستۍ دوستۍ کې ړنګ ، بې وسلې ، بې ثباته ، بې تعلیمه ، بې وسلې ، بې واکه او د نورو په ؤلکه کې ورکړی . د افغانستان د نیواک او ځبېښاک زمینه نورو ته همدغو دوو ګاونډیانو برابره کړه . اقتصادي او تولیدي نظام یې ور تباه کړ . اوس یې زړه دﺉ چې د خپلو بې کیبفیته توکو پلورلو په مارکېټ یې بد ل کړي ، او افغانستان ددوی د توکو تر ټولو غټ مصرفوونکی او محتاج وروسته پاتې هېواد شي .
ایران او پاکستان په افغانستان کې دومره ناروا لاسوهنې وکړې چې آخر له هرې خوا ور ته د نا امنیو مخه شوه ، نړۍ یې نا آرامه کړه ، او دلته ور پسې راغله ، او د نا امنیو عاملین بېرته د پخوانیو لاملونو پر خوا ور مات ، اوافغان ګاونډ یان خپله  د غوړېد لي جال په لومو کې بند شول ، چې اوس دوی له خپلو کورنیو نا امنیو سره لاس او ګرېوان دي . پاکستان خو د افغانستان د بې ثباته کولو او ړنګولو په هدف امریکا ته  د اکمالاتي کتارونو لاره ورکړه . افغانستان ددوی په مرسته اشغال شو . خو خپل سیاسي مشران او حکومتي او ځمکنی ثبات یې هم په دې لوبه او سترا تیژیکه ملګرتیا کې له لاسه ورکړ.
((غربي نړۍ د امریکا په مشرۍ  افغانستان ته د ثبات او ټیکاو راوستو له شعار سره را غله . خو په څنګ کې یې داسې عناصر و ته هم دندې سپارلې وې چې د کومک او همکاریۍ په نامه یې د افغانستان په وېشلو او تجزیه کولو کې خپل منافقانه مهارتونه په کار واچول . د دوی لومړی اغېز په هلمند کې د انګرېزانو په قرارګاه کې د (۲۰۰۰) طالبانو د جلا حکومت جوړولو ، روزلو او تمویلولو څخه را څرګند شو چې د وخت والي اسدالله وفا یې  راز افشا ، او خپله دنده یې هم په کې له لاسه ور کړه .
د انګرېز او امریکې دوهم اغېز د یو ناما ، او درېیم اغېز یې د امریکا له ګانګرس څخه را څرګند شو چې په ښکاره یې له افغان بېلتونپالو عناصرو سره د افغانستان د تجزیې تارونه غړل .  
د افغانستان له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ریچارډ هولبروک ، په افغانستان کې د یوناما پخوانی مشر کای آیْده ، او د هغه مرستیال پیتر ګالبرېت ، اوفلېپ موریان او نور چې د بوسینا د مسلمانانو په وژلو او وېشلو کې ښکېل ، او نه یې غوښتل چې د اروپا په زړه کې دې یو مسلمان هېواد وجود ولري ، او هغوی یې په خپلو کې سره ووېشل ، او بیا یې د سره وېشلو د سپېشلېستانو په نوم افغانستان ته په قصدي ډول را ولېږل ، خو له دوی سره امریکایي سناتوران لکه رورا باکراو د انګلیس د مکناټن لمسی پډي اشډاون او په هند کې د امریکې پخوانی سفیر هم ملګري دي . خو رورا باکر څو څو ځله  په همدې موخه افغانستان ته هم را غلی ، او افغاني بېلتون غوښتونکي یې جرمني او نورو ځایونو ته ورغوښتي ، مشورې او د وېش پرو ګرامونه او پیسې یې ورکړې . د سیمې د ګاونډیو هېوادونو ځینې ذي علاقه کړۍ یې د دې کار تېزولو له پاره هڅولې ، او تر اوسه پورې دې کار ته لمن وهل کېږي ، عطا محمد نوراو د شمال ټلوالې نورغړي یې ریاست جمهورۍ ته د کاندیدۍ له پاره ساتلی اوهڅولی دﺉ . بلخوا په مرموزه توګه په پښتنو ځینو کړیو کې د ژبني تعصب زیاتولو کارکوي ، ترڅود افغانانو تر منځ کرکه او نفرت نور هم درځ پیدا کړي ، بل لور ته یې له افغانستان سره سترا تیژیک سند لاسلیک کړ چې تر (۲۰۱۴) میلادي کال وروسته هم په رسمي او قانوني شکل امریکا او ور سره ټلواله ( لس ) کاله نورهم په افغانستان کې تر(۲۰۲۴ ) میلادي کال پورې د پښتون قام د ځپلو او ضعیفولو له پاره پاتې شي ، تر څو بله ورځ د دري ژبو په وړاندې د پاڅون او ملي یو والي وس په کې پاتې نه شي . نو کله چې په (۲۰۲۴) میلادي کال کې له افغانستانه خپلې پښې سپکوي ، د افغانستان د شمال ځمکنۍ زېرمې به یې هم ټولې ور سره وړې وي . بیا به  افغانانو ته ووایي چې شمال بېل او جنوب بېل دوه هېوادونه موږ په رسمیت پېژنو .د هندوکش او بابا غرونو پر سر به د خپلې خوښې کرښه راکش کړي ، او خپله به د منځنۍ آسیا پرلورترې وخوځېږي . دوی د همدې له پاره پرافغان مجبورو چارواکو باندې دا سترا تیژیک سند لاسلیک کړ .
خو اوس خبره د سیمې د هېوادونو او ګاونډیانو ده چې هغوی د افغانستان تجزیه کېدل مني که څنګه ؟ !!! که چېرې افغانستان پرشمال او جنوب سره ووېشل شي ، نو د ګاونډ یانو او د سیمې د نورو هېوادونو تجزیه هم سمه ور سره تړلې ده ، ځکه د ګاونډیانو او د سیمې د نورو هېوادونو وېشل او یا په خپل حال پاتې کېدل به له افغانستانه پیلېږي . نو باید د سیمې ټول هېوادونه او د افغانستان ګاونډ یان په ګډه ددغه یهودي وېش مخه ونیسي . ځکه په افغانستان کې ملي وحدت اصلاً په سیمه او ګاونډ یانو کې د یووالي ، او وېش یې د ګاونډ یانو اود سیمې د نورو هېوادو د وېش په مانا دﺉ . ښه داده  چې ګاونډ یان او د سیمې نورهېوادونه د افغانستان د تخریب او بې ثباته کولو پرځای باید خپل ټول قوّت د افغانستان د ثبات ، ملي یو والي ، هوسا او بسیا کېد و پرلارو چارو په کار واچوي . ترڅو ګاونډ یان ، سیمه او نړۍ ورسره     هو سا ، بسیا اوبا ثباته شي . ))
خو د افغانستان د تجزیې پلانونه هر وخت  لومړی اشغالګرو جوړکړي ، او بیا یې عملي کړي هم دي . چې زموږ ګاونډ یان باید هېڅکله هم  له پردو سره د افغانستان د تجزیې پلان عملي کول ونه مني .که نه دوی به هم تجزیه کېږي او ورکېږي .