د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشمال نا امنۍ یا دټاپي او نورو پروژو د سقوط ښکاره انځور

ابو دانیال 29.07.2015 18:31

د آموسیند پرغاړه پراته د افغانستان ټول شمالي ولایتونه له واخان څخه نیولې بیا آن تر تور غنډۍ پورې له تېرو دوو نیموکالو را په ایسته د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي او اقتصادي ښکېلو سیالیوتارګېټ ګرځېدلي . په داسې حال کې چې پخوا دا سیالۍ د افغانستان په جنوب کې په شدت او خورا زورکې د ډېورنډ کرښې ته نږدې او د افغانستان مرکزي ولایتونوکې روانې وې ، او څلور لسیزې یې دوام وکړ ، چې متأسفانه دغه لړۍ لا هم په خورا بېرحمۍ سره په کې روانه ده . ځکه د ثور له اتمې را هیسې د افغانستان پرخاوره باندې دغه ناورینونه همداسې  روان ساتل شوي .
د ډېورنډ دکرغېړنې (۲۴۵۰) کیلو متره اوږدې کرښې پرغاړه پرتې سیمې یې په پوځي ، اقتصادي ، سیاسي او مردمي لحاظ پرله پسې وځپلې او د هغوی زور او ملي یووالی یې ور اوبه کړ . ځکه له تېرو څوکالو را هیسې د پاکستان له لوري پر هلمند ، کندهار ، زابل ، پکتیکا ، خوست ، پکتیا ، ننګرهار کونړونو . نورستان او بدخشان باندې داسې توعندیز او راکټي بریدونه او یرغلونه راروان دي چې هم یې افغان  ؤلسې او پوځي وګړو ته ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي ، او هم یې د افغانستان خاورې ( ارضي تمامیت ) ته په خورا سپکه سترګه کتلي . له چتراله تر بولانه پورې یې خپلې تاڼې له عایْقې ( صفري ) سیمې هم دېخوا را اړولې او په ځینو سیمو کې خو یې له (۱۵ ) کیلو مترو در واخله بیا آن تر (۷۵ ) کیلو مترو پورې د افغانستان خاورې ته د ننه را ننوتي او خپلې پوځي چاوڼۍ او تاڼې یې په کې جوړې کړې دي . پاکستان د افغانستان پر خاوره باندې دغه ښکاره تجاوز د استاد رباني ، طالبانو او کرزي صیب په واکمنیوکې کړی او لا هم دوام لري . خو د پاکستان ددې ښکاره تجاوز تر شا هم د امریکې او انګلیس په مشرۍ د نړیوال ایتلاف لاسونه ، مشورې ، معاملې او دوامداره اقتصادي او پوځي مرستې په ښکاره ثبوتونو سره د خپلو نړیوالو اهدافو تر لاسه کولو له پاره همدا اوس دوام لري . ځکه له معدني موادو څخه ډک ـ او دخپل ستراتیژیک موقعیت له کبله افغانستان لومړی د پخواني شوروي اتحاد له لاسه پوره ( ۱۴ ) کاله د سر او مال په تاوان اړولو سره وځپل شو . (۹ ) کاله د پاکستان ، روس او ایران له خوا د خپلمنځي جګړو له امله وځپل شو . او پوره ( ۱۴ ) کاله کېږي چې د امریکې او انګلیس په مشرۍ د ناټو ټلوالې له خوا د ځينو افغان ګاونډیانو په ملاتړ اوناروا معاملو سره ځپل کېږي . ځکه ناټو ټلواله افغانستان ته د القاعده او ترهګرو د ځپلو په پلمه د ځمکې او هوا له لارې راغله . افغانستان یې د امنیت راوستو په پلمه اشغال کړ . امریکې خپلو پوځیانو ته د ټوځې بارکونو جوړولو په پلمه خپل ( ۵۰۰ ) جیولوجستان د افغاني معدنونو د تثبیت اوکره کولو له پاره د  افغانستان په مختلفو برخوکې پلي کړل . چې په هغوکې د (۴۰۰ ) معدنونو تثبیت له افغان جیو لو جستانو سره ؤ او هغه یې هم ترې تر لاسه کړل ، خو خپله یې (۱۵۰۰ ) نورغټ او واړه  معدنونه د افغانستان په مختلفوبرخو کې کشف کړل .
انګرېزانو بیا خپل پخواني په نښه شوي لرغوني توکي له افغانستان څخه له یوې مخې ټول او غلاکړل ، او د هلمند تر ټولو آرامه سیمه یې د دیشو ؤلسوالۍ د خامو یورانیمو د غلاکولو او د تریاکو د قاچاق په خاطر ناآرامه کړه ، خپل پوځي بېز( قرارګاه ) به یې هلته په کې واچوله . چې څوڅو ځلې د دغه قاچاق پر سر جګړې هم سره وشوې . د تریاکو بوجۍ به یې په شنو ښیښه یي باډیو لونکو الوتکو کې خپلې بحري قرارګاه ته انتقالولې . یوه ورځ خو د امریکایي استخباراتو له خوا داخبره د رسنیو له لارې افشأ شوه چې : انګرېزاونو د دوو میاشتو په مینځ کې له دیشو ؤلسوالۍ څخه د (۲۵) میلیاردو ډالرو په اندازه خام یورانیم وړي . ځکه خو امریکایانو هلته خپل ( لس زره ) پوځیان ولېږل .
د کونړ د تورملینوخزانې اود پکتیا ، خوست او پکتیکا  نورې معدني ذخیرې خو بیا امریکایانو لوټ کړې او بیا یې ویل چې دلته امن دئ او زموږ ضرورت په دې سیموکې نورنه شته ، په ځینو ځایو نوکې یې خپلې پوستې د افغانستان په خاوره کې آن پاکستانیانو ته ورحواله کړې .
اوس چې د کرزي په زمانه کې د افغانستان د معدني ذخایرو اټکلي بیه ( دری ترېلیونه ډالره ) د امریکایانو له خوا افشأ او اعلان شوه . نو کرزي صیب د شمال د پطرولیمو حوزه د خپل خاص ټیم په ملګرتیا له بهرنیو دونرانو سره په بیه واچوله او له خپلو خپلوانو څخه یې یو تن د (۳۰۰ ) کسیز سپېشل فورس قووې پرځای پرځای کولو سره ریْس ورته وټاکه . دا قراردادونه اکثره له چینایي  ، هندي او نورو امریکا ضد کمپنیو سره وشول چې امریکا هېڅکله هم داسې نه غواړي ، او نه ورسره موافقه ده ، ځکه امریکا خپله دهمدې له پاره سیمې ته راغلې او دلته په افغانستان کې حضور لري ، ترځو له یوې خوا د افغانستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو زېرمې خپلې کړي ، په دې مانا چې که قراردادونه کېږي هم باید له دوی سره وشي ، خو ددوی په ګټه . ځکه دوی به بیا د خپل ضرورت وړ مواد خپله ترې یوسي ، او پاتې نور به د سیمې پر مصرفوونکو هېوادونو لکه هند او پاکستان باندې وپلوري . او له بل پلوه به د روس او چین د اقتصادي پرمختګ ماشین ور فلج کړي .
خو پاکستان دلته په افغانستان او سیمه کې د نړیوالې ټولنې له شتون څخه په سؤ استفادې سره د غلچکي کتلېست او وږي وایرس په څېر رول لوبوي ، چې هم په افغانستان او سیمه کې د نا آرامیو تعامل سریع کوي او هم خپله ناروا سؤ تغذیه په کې کوي .
ځکه پاکستان د خپل سیال هندوستان په وړاندې شکمن دئ چې که هندوستان د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د خپلو مصرفوونکو موادو تر لاسه کولو په خاطر لاره پیدا کړي ، په افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونوکې به د خپل نفوذ له لارې د پاکستان مخه ډپ کړي او پاکستان به له دې طلایي چانس څخه په کې محروم کړي . ځکه خو پاکستان د افغانستان په جنوبې ولایاتوکې د بلوچستان په خاطر ، په شمال شرقي ولایاتوکې تاجکستان ته د مفتې ترانزیتي لارې پیداکولوپه خاطر ، په شمالي او شمال غربي ولایاتو کې د ترکمنستان د ټاپې پروژې او د ورېښمو لارې جوړېدو د قراردادونوفسخه کولو په خاطر دغه نا امنۍ د انګلیس او امریکې په مرسته را مینځته کړې ، تر څو افغانستان دغه قراردادونه له خپلو نږدې او لیرې ګاونډیانو سره نهایي نه کړي .
په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ دنا امنیو دغه نوې غځېدلې لړۍ د اسامه او القاعده د سریال ترختمېدو او د داعشي خلافت د زيږېدو اود طالبانو د اسلامي امارت په بیا را ژوندي کولو او افغانستان د واک پر سر د جان کېړې د غیر متوازن وېش له وساطت سره سمه را پیل شوه . چې اوس یې بیه افغانان ، افغان حکومت او د افغانستان د خاورې تمامیت پرې کوي . ځکه د امریکې د بهرنیو چارو وزیر تر سیمه ییز او نړیوال منافقت وروسته د افغان نظام د جوړېدو په پلمه د همدې اوسني حالت د را مینځته کولو له پاره داسې منځګړتوب وکړ، چې لومړی یې افغانان یو پر بل سره بې باوره کړل ، بیا یې د افغاني قانون خلاف واک داسې سره بېل کړ ـ لکه اوبه پر ډانګ باندې .
دادي اوس یې د افغانستان په شمال او جنوب دواړو کې جګړو او نا امنیو ته زور ورکړی . ترڅو د ملي وحدت خلاف د امريکې ، انګلیس ، پاکستان او نورو ذیدخلو هېوادونو په خوښه یو تر ټولو ضعیف مرکزي حکومت په افغانستان کې را مینځته او فدرالي سیستم ته زمینه پرې برابره کړي ، تر څو غربیان او د افغانستان کینه کښ ګاونډیان په آسانۍ سره خپلې غوښنې ونډې په کې ولري .
خو زما غوښتنه له ټولو رسمي او غیر رسمي افغانانو ، مشرانو او سیاستوالوڅخه  داده چې د خدای په خاطر دې نور له خپلمنځي اختلافاتو لاس په سر شي ، افغان کورني او بهرني دښمنان یوازي د افغانانو په ملي یووالي کې د افغانستان له ګډوډیو څخه لاس اخلي . او له افغانانو سره نړیوال ملاتړ یوازې په ملي یووالي کې دئ .
که چېرې له یو بل سره لاسونه ور نه کړۍ ، نو تاسې ټول به په خپل وخت او موقع د استعماري ځواکونو په خوښه د ځانګړیو قراردادونو له مخې د لرغوني افغانستان نوزادو ګاونډیانو ته ور ووېشل شۍ او په پردیو قو مونو کې به لومړی سپک ـ او ور پسې به ورک شي .
خو بیا هم په تکرار در ته وایم چې له خپلمنځي اختلافاتوڅخه لاس واخلۍ ، د دښمنانو په نرمو او پستو خبرو او غوړو وعدو ځانونه مه تېرباسۍ او خپل وخت مه ضایْع کوۍ . دښمنانو دا مهال تاسوته له یوې خوا دانه په لمن کې اچولې ، او بل پلو یې چاړه په لاس او د شا له مو ذبحه کوي . پر خپله خاوره ، خپل نظام ، خپلو اتباعو ، خپل دین ، خپل قانون او خپل ځان باندې زړونه وسوځوۍ . خدای ته وګورۍ داسې مه کوۍ . الله دې له موږ ټولو سره یو ځای هدایت در ته وکړي .
که هدایت مو په نصیب نه وي ، نو د افغانستان له مظلوم ملت او د شهیدانو له دې پاکې خاورې پرته دې تاسو ټول له آل او عیال سره خدای پاک ځانګړي تباه او بر بادکړي . د تاسو له اولادونو څخه هم دې خاورې او دې ملت ته کوم خیر نه رسېږي . ځکه د هغوی سلولونه او حجرې هم ټولې د ملت له وینو ، ، اوښکو او حرامو جوړې دي . هغوی به هم بله ورځ د تاسې اوکرګسانوغوندې په مردابونوکې چېرې په حرامو پسې غوټې وهي او مردارې به خوري .