د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ بورډ په ويبپاڼه له ايرانه بريد شوی

کرکټ څانګه 20.03.2012 21:08

 د افغان کرکټ بورډ په ويبپاڼه نن بريد شوی دی او هيک (غلا) شوې ده.  په ويبپاڼه بريد له ايران څخه شوی دی او ښکاري چې د افغانستان دښمنانو ته د کرکټ د لوبډلې برياو زور ورکړی دی.

يو افغان انجنير چې د دې غلا څرک یې لګولی دی وايي چې دا بريد د ايران په پلازمينه کې له شرق څخه د کرج په نامه سيمه کې له دريم سړک څخه شوی دی. انجنيران وايي چې دې هيکر په ځان د افغان اکسپلويټرز ټيم نوم ايښی دی او په سلګونه نورې ويبپاڼې يې هم غلا کړي او له منځه وړي دي. متخصصين وايي چې دا هيکر فارسي ژبی دی او په يوه ويبپاڼه یې له هيک کولو وروسته په فارسي ليکلي دي چې ((سربلند باد افغانستان عزيز)). خو دوی وايي چې امکان لري دا فا رسي ژبی هيکر د پام اړولو په موخه د افغان نوم کاروي خو کار له ايرانه کوي.

هيکرانو د افغان کرکټ بورډ ويبسايټ له غلا کولو او له منځه وړلو وروسته په ويبپاڼه د نوي فارسي کال ۱۳۹۱ مبارکي ليکلي ده او همدا راز یې ويلي دي چې ويبپاڼه کوکاينو جنګياليو غلا کړې او له منځه وړې ده.

د يادونې ده چې د افغانستان کرکټ په تېرو څو کلونو کې بې ساري لاسته راوړنې لرلي دي او د افغانستان جنډه یې په بين المللي لوبغالو کې جږه رپولې ده. همدا لامل دی چې د افغانستان دښمنانو په افغانانو دا بري او سرلوړي نه پيرزو کېږي.

د افغان کرکټ بورډ ويبپاڼه له ډېر خواريو وروسته د يو شمېر مخلصو ژورناليستانو په هڅو د ندا شرکت له خوا جوړه شوه خو دا چې په يو عادي پروګرام کې جوړه شوې وه نو ځکه یې غلا کول اسانه و. هغه ويبپاڼې چې په ځانګړې کمپيوتري ژبه وليکل شي مصرف یې ډېر خو سيکورټي یې پياوړې او غلا کول او له منځه وړل یې سخت وي.

د افغانستان په کرکټ ويبپاڼه دا دويم بريد دی. په ۲۰۱۰ کال کې هم په دې ويبپاڼه بريد شوی و. په ويبپاڼو دا ډول بريد په افغانستان کې د ويبپاڼو د سيکورټي په اړه هم ګڼې پوښتنې راولاړوي چې افغان حکومت او د مخابراتو وزارت د ويبپاڼو د ساتنې لپاره څه ډول پروګرامونه په کار اچولي دي!.

د دې بريد په اړه د کرکټ د پرمختګ يو څارونکی او ليکوال هلال مومند وايي چې دا ډول بريدونه د افغان ولس د دښمنانو ناکامه هڅې دي. دا ډول بريدونه به افغانان سره نور هم یو موټي کړي او هوډ به یې پياوړی کړي چې د کرکټ د لوبې تر څنګ د ژوند په نورو برخو کې هم سرلوړي شي او د هېواد نوم او نښان لوړ کړي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دوبۍ کې د شل اوريز نړيوال جام په غواري کې پايلوبې ته بريالۍ شوې ده او ډېره هيله ده چې نړيوال جام ته به لار ومومي او د هېواد دښمنان به نور هم وسوځوي.