د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان زمري او پړانګ لوبډلې په پاکستان کې لوبه کوي

کرکټ څانګه 18.12.2010 13:37

                  

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان هیواد ته د الف(ای) لوبډلې د غوراوۍ لپاره دوه پیاوړې لوبډلې واستولې.

افغان کرکټ بورډ نوموړې دوه لوبډلې د زمري او پړانګ لوبډلو په نوم نومولي دي، د زمري لوبډله به په پښتونخوا کې د خپلو سیالو لوبډلو سره او د پړانګ لوبډله به په سند کې د خپلو سیالو لوبډلو سره لوبه کوي.

د دې لوبډلو لپاره افغان کرکټ بورډ په تېرو ۵۰ اوریزو او ۲۰ اوریزو سیالیو کې د کتاب له مخې ۳۰ لوبغاړي غوره کړي دي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورد په پلان کې لري چې د همدې میاشتې په پای کې د ننګرهار په ولایت کې د کرکټ د پنځو زونونو تر منځ سیالۍ په لاره واچوي.

افغان کرکټ بورډ پتیلې چې د زمري او پړانګ لوبډلې د پاکستان هیواد څخه راستنې او د زونونو تر منځ سیالۍ په ننګرهار کې  ترسره شي نو له هغې وروسته د کرکټ د اصولو سره سم د ځلیدلو لوبغاړو څخه د ای(الف) لوبډله تشکیلوي.

د پړانګ او زمري لوبډلې به شپږ شپږ ۵۰ اوریزه لوبې کوي او بیا به خپل هیواد ته د اتو ورځو وروسته راستنیږي.