د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان زمري لوبډلې د پښتونخوا مردان لوبډلې ته ماتې ورکړه

کرکټ څانګه 20.12.2010 06:46

         
 د افغانستان دوه لوبډلې زمری او پړانګ د پاکستان هیواد کې د الف(ای) لوبډلې لپاره د ازموینې لوبو باندې لوخت دي.

زمری د پښتونخوا او پړانګ د سند لوبډلو سره لوبه کوي، پرون افغان زمري لوبډلې د پښتونخوا مردان لوبډلې ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه.

پرون افغان زمري لوبډلې په ۴۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو پر ځای ۲۴۶ منډې جوړې کړي  د پښتونخوا د مردان ونشو کړای چې ټاکلی هدف پوره کړي، په ۴۰ اورونو کې  ۲۲۰ منډې وکړي او لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شوه.

پرون د افغان زمري لوبډله کې  عمران خان ۷۶ منډې، شفیق الل شفق ۶۰ مندې وکړي. په توپ اچونه کې نصرت الله ۳ ویکټې  او عبید کنړي د مردان دوه لوبغاړي وسوځول.

دواړه لوبډلې به شپږ شپږ لوبې کوي، همدارنګه افغان کرکټ بورډ د ننګرهار په ولایت کې څو ورځې وروسته د زونونو تر منځ سیالۍ په لاره اچوي، د پاکستان هیواد څخه چې د زمري او پړانګ لوبډلې راوګرځي او د زونونو تر منځ لوبې تر سره شي بیا به د منډو د کتاب له مخې د افغان کرکټ بورډ د غوراوۍ کمیټه د ای لوبډله غوره کوي.

نن د افغان زمري لوبډله  د پښتونخوا لوبډلې سره لوبه کوي او سبا ته به په سند کې افغان پړانګ لوبډله د لړکانې لوبډلې سره مخامخ کیږي.