د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ بورډ د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ژور اصلاحات راولي

کرکټ څانګه 15.12.2010 10:55

د افغانستان کرکټ بورډ د ځینې ولایتونو د کرکټ د استازو دندې ځنډولي تر څو د هغو د لاسته راوړنو او په هغه ولایت کې د کرکټ د ودې او پرمختګ سروې مکمله شي.

افغان کرکټ بورډ په خپل اصلاحي پلان کې چې د دوو میاشتو پرې کار روان دی لومړی د کرکټ وده او پرمختګ د هیواد په ټولو ولایتونو کې مطالعه کوي چې په هغه ولایت کې د کرکټ مسؤلینو د کرکټ لپاره څه کړي دي.

د کرکټ ځنډول شويو مسؤلینو باندې د هغې ولایت د کرکټ مینوال نیوکې لري چې د هغې ولایت د کرکټ مسؤلین په نوموړي ولایت کې نه اوسیږي، د هغې ولایت د کرکټ مینوال  او دولتي چارواکي وايي چې د کرکټ مسؤلین په خپل ولایت کې نه اوسیږي نو څنګه به په هغه ولایت کې کرکټ وده او پرمختګ وکړي؟.

په همدې اساس افغان کرکټ بورډ د ولایتي استازو لپاره معیارونه ټاکلي چې اول معیار یې دادې چې د هر ولایت د کرکټ استازی باید د همغه ولایت اوسیدونکی وي، د کرکټ پوهه ولري او همدارنګه په لیک او لوست پوه شي.

افغان کرکټ بورډ د ټولو ولایتون سروې پېل کړي چې ډیر ژر به یې د کرکټ مینوالو او ټولو هیوادوالو ته وړاندې کړي.

افغان کرکټ بورډ چې د کومو ولایتو استازي له دندو ودرولي په دوی باندې دا نیوکې هم شته چې په ولایتونو کې نه اوسیږي او یوازې د کرکټ بورډ د تنخوا ګانو لپاره کار کوي.

د ځنډول شویو کرکټ استازو د کار په اړه به افغان کرکټ بورډ وروسته د سروي غور کوي او همدارنګه هر هغه استازی چې د کرکټ بورډ د ولایتونو د استازو معیارونو ته ژمنه وی هغه به بیا په خپل کار پېل کوي.

ځنډول شويې کرکټ ولایتي استازي:

Maidan Wardag, Kapisa, Panjshir, Samangan, Balkh, Paktia, Paktika, Ghazni,
 Noristan, Baghlan, Herat, Zabul, Hilmand, Takhar, Jozjan

همدارنګه افغان کرکټ بورډ د کابل د کرکټ مسؤل عزیز الله فضلي دوه ورځې مخکې له دندې ګوښه کړی دی، د فضلي له دندې ګوښه کولو لاملونه د کرکټ بورډ د اصولو او قوانینو خلاف کړنې او کرکټ بورډ ته احترام نلرل دي.

افغان کرکټ بورډ محترم فضلي ته په بار بار د هغې د غلطو او د کرکټ بورډ خلاف کړنو په اړه ویلي و خو اخیر یې د کرکټ بورډ د مسؤلین مجبور کړل او نوموړی یې له دندې ګوښه کړلو.

افغان کرکټ بورډ به د ځنډول شویو استازو په اړه روسته د سروې غور کوي او په سروې کې چې کوم معلومات په څو ورځو کې راټول شي معلومات هیوادوالو ته وړاندې کړي.