د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ څانګه

21.04.2012 16:57    |   کرکټ څانګه حامد شینواری د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس شو

د افغانستان د ماليي وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د دې برسیرې نورې پرېکړې هم کړي دي. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې چې د کرکټ بورډ په رسنیزه غونډه کې د ښاغلي زاخېلوال د ګمرکاتو مشاور ګل پاچا ولوستله داسې راغلي و :(( د کرکټ سرپرست اجرایوي رئيس نسیم الله دانش به د کرکټ بورډ مرستیال اجرایوي رئيس وي او حامد شینواری به د کرکټ بورډ اجراوئيوي رئیس او له نن پس د ټولو اجرائيوي پرېکړو مسؤل وي)).

23.03.2012 22:46    |   کرکټ څانګه افغانستان نن د خالي په ورځ د غوراوي پايلوبه کوي

نن د خالي په ورځ افغانستان د ناميبيا او ايرلينډ د لوبې د بريالۍ لوبډلې سره د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پایلوبه ترسره کوي. افغانستان له دې مخکې په لومړۍ پايلوبه کې ناميبيا ته په ماته ورکولو نړيوال جام ته لاره موندلې ده.

20.03.2012 20:08    |   کرکټ څانګه د کرکټ بورډ په ويبپاڼه له ايرانه بريد شوی

و افغان انجنير چې د دې غلا څرک یې لګولی دی وايي چې دا بريد د ايران په پلازمينه کې له شرق څخه د کرج په نامه سيمه کې له دريم سړک څخه شوی دی. انجنيران وايي چې دې هيکر په ځان د افغان اکسپلويټرز ټيم نوم ايښی دی او په سلګونه نورې ويبپاڼې يې هم غلا کړي او له منځه وړي دي. متخصصين وايي چې دا هيکر فارسي ژبی دی او په يوه ويبپاڼه یې له هيک کولو وروسته په فارسي ليکلي دي چې ((سربلند باد افغانستان عزيز)). خو دوی وايي چې امکان لري دا فا رسي ژبی هيکر د پام اړولو په موخه د افغان نوم کاروي خو کار له ايرانه کوي.

04.03.2012 14:50    |   کرکټ څانګه افغانستان د ۲۰۱۵ نړيوال جام غوراوي کې په ۶ نمبر دی

افغانستان په د مارچ په مياشت کې د هالينډ سره د ۲۰۱۵ کال د نړيوال جام غوراوي په سيالۍ کې دوه نورې يو ورځنۍ لوبې کوي. دا سيالي د ICC World Cricket League Championship په نامه يادېږي چې افغانستان په کې تر اوسه څلور لوبې کړي دي او تېر کال اماراتو ته د دوه لوبو په بايلودو دا مهال د ايرلينډ، سکاټلينډ، اماراتو، هالينډ او کينيا څخه وروسته په شپږم نمبر په دې سيالې کې ځای لري. افغانستان له دې څلورو لوبو پرته لس نورې لوبې هم لري چې که چېرته په کې ښې نمرې ترلاسه کړی نو امکان لري چې د دې غوراوي په دوه بهتره لوبډلو کې ځای خپل کړي او د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام ته لاره ومومي.

21.12.2010 08:26    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ بورډ په کندوزکې معیاري کرکټ لوبغالی او کرکټ اکاډمۍ جوړوي

افغان کرکټ بورډ په کندوز ولایت کې معیاري کرکټ لوبغالی او کرکټ روزنیزه اکاډمۍ جوړوي د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې ډیر ژر د کندوز په ولایت کې د کرکټ معیاري لوبغالی او د کرکټ روزنیزه اکاډمۍ جوړوي.

20.12.2010 09:25    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ بورډ د زونونو سیالۍ په ننګرهار کې ترسره کیږي

افغان کرکټ بورډ د روانې میاشتې (ډیسمبر) په ۲۵ نېټه د زونونو تر منځ دوه ورځنۍ سیالۍ د ننګرهار مارکو شهرا په لوبغالي کې پېل کوي. په دې سیالۍ کې به د افغانستان کرکټ پنځه زونونو لوبډلې برخې اخلي، د مارکو شهرا لوبغالي په ځغاستځای(پیچ) باندې کار روان دې، د دې ځغاستځای لپاره افغان کرکټ بورډ خاوره د پاکستان ګچران والي څخه راغوښتې ده.

20.12.2010 05:46    |   کرکټ څانګه افغان زمري لوبډلې د پښتونخوا مردان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان دوه لوبډلې زمری او پړانګ د پاکستان هیواد کې د الف(ای) لوبډلې لپاره د ازموینې لوبو باندې لوخت دي. زمری د پښتونخوا او پړانګ د سند لوبډلو سره لوبه کوي، پرون افغان زمري لوبډلې د پښتونخوا مردان لوبډلې ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه.

18.12.2010 12:37    |   کرکټ څانګه د افغان زمري او پړانګ لوبډلې په پاکستان کې لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان هیواد ته د الف(ای) لوبډلې د غوراوۍ لپاره دوه پیاوړې لوبډلې واستولې. افغان کرکټ بورډ نوموړې دوه لوبډلې د زمري او پړانګ لوبډلو په نوم نومولي دي، د زمري لوبډله به په پښتونخوا کې د خپلو سیالو لوبډلو سره او د پړانګ لوبډله به په سند کې د خپلو سیالو لوبډلو سره لوبه کوي.

15.12.2010 13:34    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ بورډ د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله وروسته د څو ازموینو او تمرینې کمپ څخه اعلان کړه. نن په کابل کې د نوموړې ملي لوبډلې ۱۰ ورځینی تمریني کمپ پای ته ورسید او د فبروري څخه مخکې به دا لوبډله د تمریني لوبو لپاره د پاکستان یا هندوستان هیواد ته واستول شي.

15.12.2010 09:55    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ بورډ د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ژور اصلاحات راولي

د افغانستان کرکټ بورډ د ځینې ولایتونو د کرکټ د استازو دندې ځنډولي تر څو د هغو د لاسته راوړنو او په هغه ولایت کې د کرکټ د ودې او پرمختګ سروې مکمله شي.

14.12.2010 12:07    |   کرکټ څانګه سرور احمدزی د کرکټ په اړه ناسم معلومات خپروي

د افغانستان کرکټ بورډ په ملي لوبډله او د هغوی په لاسته راوړنو ویاړي، افغان کرکټ بورډ کوښښ کوي چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو معاشونه په راتلونکې کې د ۱۴۰۰ امریکائي ډالرو څخه لوړ کړي.

09.12.2010 10:04    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته انعامونه او ستاینلیکونه ورکړل

کرکټ بورډ ملي لوبډلې ته انعامونه ورکړل

08.12.2010 05:22    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ ملي اتله لوبډله هیواد ته د تود هرکلي سره راستنه شوله

پرون ماښام افغان کرکټ ملي اتله لوبډ د کابل نړیوال هوائي ډګر د سروزرو او سپینوزرو مډالونه سره هیواد ته راورسیدله. په هوائي ډګر کې د افغان ملي لوبډلې د هرکلي لپاره ګڼ شمېر افغان مخور او ډیر افغانان د تاریخ جوړونکو د کرکټ اتلانو د سروزرو او سپینو زرو د مډالونو د ویاړ د لمانځنې لپاره راغلي و.

05.12.2010 16:10    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ ملي اتله لوبډله د سې شنبې په ورځ هیواد ته راستنیږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په اسیاد کې د سپینوزرو د مډال او د لویو وچو یا انټرکانټینټل جام د اتلولۍ ګټلو سره هیواد ته د سې شنبې په ورځ چې د ډیسمبر ۷ نېټې سره سمون خورې د ماسپښین ۳: بجې راستنیږي.

04.12.2010 14:18    |   کرکټ څانګه افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو

د افغانستان ملي لوبډلې د سکاټلینډ هیواد لوبډلې ته په ۸ وبکټو د لویو وچو د جام په پایلوبه کې ماتې ورکړه او د لویو وچو د جام یا انټرکانټینټل د سیالۍ اتل شو.

03.12.2010 12:40    |   کرکټ څانګه د لویو وچو جام په پایلوبه کې افغان ملي لوبډلې په دویمه پاڼۍ پېل وکړ

د لویو وچو جام په پایلوبه کې افغان ملي لوبډلې په دویمه پاڼۍ پېل وکړ

02.12.2010 08:04    |   کرکټ څانګه د افغانستان ملي لوبډلې په دوبۍ سټډیم کې د سکاټلینډ سره لوبه پېل کړه

نن په دوبۍ کې ۹:۳۰ بجې د دوبۍ په وخت د افغانستان او سکاټلینډ لوبه پېل کړه چې پنځه ورځې به دوام وکړی. پچه د سکاټلینډ لوبډلې وګټله او په توپ وهنه یې پېل وکړ.

01.12.2010 17:09    |   کرکټ څانګه نوروز منګل د لوبو وچو جام بابد وګټو

د یو بل خبریال په پوښتنه کې وویل چې ایا تاسو به دا لوبه وګټۍ او که نه؟ نوروز وویل ((لوبه کې ګټل او بایلل وي خو د افغان لوبغاړو فټنس اوس مهال ښه برابر دی او همدارنګه لوبغاړي په ذهني شکل هم ښه پیاوړي دي نو ویلا شم چې موږ به دا لوبه خپل هیواد او افغانانو ته ضرور ګټو)).

01.12.2010 17:02    |   کرکټ څانګه افغان ملي لوبډله په دوبۍ کې سبا ته د لویووچو دجام پایلوبه کوي

افغان ملي لوبډله اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې د ۲۰۰۹-۲۰۱۰ز کال د انټرکانټینټل جام د پایلوبې لپاره تمرینونه بشپړ کړل او سبا ته به د دوبۍ د کرکټ په نړیوال کرکټ سټډیم کې لوبه کوي.

27.11.2010 13:00    |   کرکټ څانګه د انټرکانټینټل جام پایلوبه په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي

د انټركانټينينټل جام بشپړ لوبغاړي او مهال ویش اعلان شول

27.11.2010 12:54    |   کرکټ څانګه د کابل غازي ښونځي لوبډله د ښونځیو د کرکټ سیالۍ اتله شوه

دا پرتمينه غونډه پرون چې د روان زيږديز كال نومبر له ۲۶ نيټې سره سمون خوري د افغانستان كركټ بورډ او مسلم هنډز موسسې لخوا په صافي لنډ مارك هوټل كې ونمانځل شوه چې پكې د هيواد مخورو او د كركټ ګڼ شمير مينه والو ګډون کړی و.

26.11.2010 09:36    |   کرکټ څانګه افغانستان په آسياد کې د کرکټ د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ

بنګلدیش افغانستان ته ماتې ورکړه او په اسیاد کې د سرزو مډال خپل کړ

25.11.2010 18:01    |   کرکټ څانګه افغان ملي لوبډله د بنګلدیش هیواد سره سبا ته لوبه کوي

افغان ملي لوبډله د بنګلدیش هیواد سره سبا ته لوبه کوي

25.11.2010 17:53    |   کرکټ څانګه د کرکټ بورډ مشر زاخېلوال د چین ګوانجو ته روان شو

د کرکټ بورډ مشر زاخېلوال د چین ګوانجو ته روان شو

24.11.2010 05:08    |   کرکټ څانګه افغانستان هانګ کانګ ته په ۸ ویکټو ماتې

افغان ملي لوبډلې هانګ ګانګ ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه د افغانستان ملي لوډلې هانګ کانګ ته ډیره خطرنانکه ماتې ورکړه او د نن ورځې برې د ۸ ویکټو او ۳۸ توپو په لرلو سره خپل او نیمه پایلوبې ته یې د اسیاد په لوبو کې لاره پیدا کړه.