د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرور احمدزی د کرکټ په اړه ناسم معلومات خپروي

کرکټ څانګه 14.12.2010 13:07

د افغانستان کرکټ بورډ په ملي لوبډله او د هغوی په لاسته راوړنو ویاړي، افغان کرکټ بورډ کوښښ کوي چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو معاشونه په راتلونکې کې د ۱۴۰۰ امریکائي ډالرو څخه   لوړ کړي.

افغان کرکټ بورډ په کلکه د سرور احمدزي هغه ناسم معلومات په کلکه ردوي چې نوموړې د فیسبوک په خپله پاڼه کې خپاره کړي دي:

((According to an agreement in principal, that has been reached between Sarwar Ahmedzai Campaign and Presidential Palace that the following benefits will be provided to Afghanistan National Cricket Team players within 30 days. Salary $1500.00, instead of $ 500.00, decent lodging facility in Kabul, 50 % of the players will be given honorary jobs in different institutions in Kabul)).

افغان کرکټ بورډ د سرور احمدزي څخه  د یو افغان په حیث مننه کوي چې د ملي لوبډلې په اړه د ښاغلي جمهور ریس حامد کرزي سره یې پرې خبرې کړي خو نوموړی دا حق نلري چې هیوادوالو ته د کرکټ ناسم معلومات وړاندې کړي ښاغلی وايي چې د ملي لوبغاړو تنخوا به د ۵۰۰ امریکائي ډالرو څخه ۱۵۰۰ امریکائي ډالره کړي خو د ډیرې مودې راهیسې افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د هرې میاشتې په سر کې ۱۴۰۰ امریکائي ډالر ورکوي.

همدارنګه افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د هر سفر د ورځې خرڅ په اروپا کې ۷۵ امریکائي ډالر او په اسیا کې ۵۰ امریکائي دالر ورکوي.

په اسیاد کې د سپینوزرو د مډال په ګټلو افغان کرکټ بورډ هر لوبغاړي ته چې په اسیاد کې یې ګډون کړی و ۱۰۰۰ امریکائي ډالر انعام ورکړ، همدارنګه د لویو وچو جام به سیالۍ کې د هرې لوبې غوره لوبغاړو ته ۱۰۰۰ امریکائي ډالر او د ټولې سیالۍ دوه غوره لوبغاړو ته چې ډیره لاسته راوړنه لرله دوه دوه زره امریکائي ډالر انعامونه ورکړل.

لوبغاړو ته د معاشونه څخه بېل افغان کرکټ بورډ افغان ملي سوداګر همیش هڅولي چې ملي اتلانو سره مالي مرستې وکړي د بیلګې په ډول د عزیزي بانک مشر او د افغان کرکټ بورډ غړي څو میاشتې مخکې چې افغان لوبغاړي شل اوریزې سیالۍ ته لاره پیدا کړه یو یو صفر کیلو میټر موټر انعام ورکړ، همدارنګه کابل بانک هر لوبغاړي ته یو یو د کابل بانک ماسټر کارډ ورکړ چې یو څه پیسې هم پکې وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو افغانانو څخه هیله کوي چې د کرکټ مینوالو او هیوادولو ته ناسم معلومات وړاندې نکړي، په حقیقت کې چې هر څوک څه لیکې باید لومړی د هغې موضوع په اړه کافي معلومات راغونډ کړي او بیا پرې لیکنه وکړي خو محترم سرور احمدزي بې له کومو معلوماتو لیکنه کړي ده.

افغان کرکټ بورډ د هغو خلکو څخه مننه کوي چې د ملي لوبډلې او د افغان کرکټ په وده او پرمختګ کې یې د کرکټ بورډ سره مرسته کړي.