د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانانو ته ولې د سولې مشرې نه ورکول کیږي

محمد یعقوب وطنمل 29.01.2012 12:31

بهرنیان په ځانګړې توګه امریکایان دې ته لیواله نه دي چې د قطر د سولې د بهیر مشرې، افغان حکومت ته ورکړي، د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي، ګروسمن د اېټالیا په پلازمینه روم کې د افغان ولسمشر سره د لیدنې نه وروسته، له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې افغان حکومت ته به په قطر کې د وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بهیر په دوهم پړاو کې ونډه ورکړل شي، د ګروسمن له دې څرګندونو نه داسې ښکاري چې امریکا نه غواړې چې د قطر د سولې د بهیر مشرې، افغانانو ته وسپاري، دا خو به پر ځای پریږدو چې امریکا د سولې د خبرو اترو مشرې افغان حکومت ته نه سپاري، حتا داسې هم ویل کیږي چې د سولې په بهیر کې د افغانانو د ګډون په اړه هم ځینې ستونزې له امریکا سره شته دا ځکه چې امریکایي چارواکې په دې باور دي چې افغان ډلې ټپلې د وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه په یو عقیده او محور سره نه څرخې، که په ټولیزه توګه دا پوښتنه مطرح کړو چې ولې افغان حکومت ته د قطر د سولې د بهیر مشرې نه ور کول کیږي او یا هم د قطر د سولې د بهیر یو لوری نه منل کیږي؟ نو په دې اړه ویلای شو چې ځینې دلایل شته چې افغان حکومت ته د قطر د سولې د بهیر مشرې نه ورکول کیږي او یا هم د قطر د سولې د بهیر د یو لوري په توګه نه منل کیږي، اول دا چې کله د سولې د عالې شورا مشر، استاد برهان الدین ربانی د وسلوالو طالبانو له لوري نه په یو ځانمرکې برید کې چې ځانونه یې د وسلوالو طالبانو د استازیو په توګه معرفی کړي و، ووژل شو، نو هغه مهال افغان ولسمشر اعلان وکړ چې نور نو مونږه له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې اترې نه کو ولې افغان حکومت په دې نه پوهیده چې په سیاست کې همیشه دوست نه وي اونه هم همیشه دښمن، طالبانو د افغان ولسمشر د دې څرګندون په اړه خپل عکس العمل وښوده او د یوې اعلامې په ترڅ کې یې اعلان وکړ چې مونږه د سولې خبرو اترو ته تیار یو ولې مونږه غواړو چې د سولې خبرې اترې په مستقیم ډول د امریکا وکړو نه د افغان حکومت سره، او د دوی په اعلامیه کې افغان حکومت ته هیڅ اشاره نه ده شوي، دا مسله له یوې خوا او له بلې خوا د افغان حکومت او امریکا تر منځ هم ځینې ستونزې په دې وروستیو کې را ولاړې شوي وي، افغان ولسمشر، حامد کرزي به همیشه په بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه په امریکایي ځواکونو باندې ټکونه کول او ویل به یې چې امریکایي ځواکونه خود سره عملیات کوي، ملکی وګړي وژنې، د افغانانو کلتور ته درناوی نه لري چې د ولسمشر اشار د شپنیو چاپو ته وه، یو ځل خو افغان ولسمشر، حامد کرزي حتا وویل چې که چیرې دا ځلې امریکایي ځواکونه خپل سرې عملیات په هیواد کې تر سر کړي نو دوی به په افغانستان کې د یر غلګرو په توګه وپیژندل شي او همداسې نور مسایل لکه د افغانستان او امریکا تر منځ د استراتیژیک تړون پر سر ځینې جنجالونه د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ را پورته شوي دي او امریکا غواړې په دې لوبه کې د وسلوالو طالبانو نه د فشار د آلې په توګه استفاده وکړي تر څو افغان حکومت دې ته اړ باسې چې د امریکا پوځې دایمې اډو ته لبیک ووایې، داسې هم ویل کیږي چې امریکا غواړې د قطر د سولې په خبرو اترو کې طالبانو ته ځینې امتیازات ورکړي او که په دې بهیر کې افغان حکومت ته چې په کې د شمال ټلوالي مهم چارواکې ونډه لري او دغه ډله نه غواړې چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې اترې وشي، امتیازات خو پر ځای پریږده چې شمالی ټلواله یې وسلوالو طالبانو ته قایل نه دي، نوموړې ډله حتا نه غواړې چې له وسلوالو طالبانو سره دې د سولې خبرې اترې وشي، شاید د سولې خبرې اترې له خنډونو سره مخ شي، همدا لامل و چې کله په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو اوازې ګرمې شولې نو د شمالی ټلوالي ځینې مشران د امریکا د کانګریس د ځینو غړو په بلنه برلین ښار ته ولاړل او د شمال ټلوالي، دغو مشرانو په برلین ښار کې په افغانستان کې د فیدرالی نظام د را وستلو غوښتنه وکړه چې دا یو ډول د شمالی ټلوالی، سیاسي ډګر ته د وسلوالو طالبانو د را تلو پر وړاندې ښکاره عکس العمل و.