د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مري د سولې د خبرو اترو پروسه

محمد یعقوب وطنمل 30.07.2015 10:46

افغان حکومت د خپل د کار له هماغه لومړی ورځې راهسې له وسلوالو طالبانو څخه همیشه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان لانجه دې د خبرو اترو له لیارې حل و فصل کړي نه د وسلوالې جګړې له لارې. ځکه تاریخ ثابت کړي ده چې په افغانستان کې شخړي همیشه د خبرو اترو او جرګو لیارې حل و فصل شوي دي نه د جګړي له لیارې. جکړه نه یوازې د افغانستان د بربادۍ سبب ګرځي بلکه د وسلوالو طالبانو لپاره هم ګټه نلري او دوی د خپلو خلکو او خپلوانو څخه لري ساتي.
د افغان حکومت د همدې غوښتنې پر اساس د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت تر منځ له هیواد څخه بهر په بیلابیلو هیوادنو(قطر، دوبی، متحده امارات، جرمنی اورنچې) کې په غیر مستقیم ډول او مقدماتي خبرې اترې تر سره شوي او په ځېنو وختونو کې د دواړو غاړو لخوا یا هم د ځېنو دوستو هیوادونو لخوا هڅې شوي دي چې په مستقیم ډول په هیواد کې د نن بین الافغانی خبرې اترې تر سره شي ولی د ځېنو مغرضو داخلي او بهرني کړیو لخوا دغه هڅې له خاورو سره خاورې شوي او د افغانانو امیدونه په اوبو لاهو کړي دي. ښه بیلګه یې د استاد ربانی د شهادت وو.
وروسته له څوارلس کالنې جګړې او د سولې لپاره د افغان حکومت څوارلس کلنې هڅې، د لومړي ځل لپاره د طالب او افغان حکومت د با صلاحیت استازو تر منځ د سولې په اړه د مستقیم خبرو اترو، مقدماتي پړاو د پاکستان، چین او امریکا هیوادونو د استازو په ګډون، منځګړتوب او هڅه او د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت د استازو په ګډون د پاکستان په پلازمنه اسلام آباد (د مري په ښار) کې د روان لمریز ۱۳۹۴ کال د چنګاښ پر شپاړلسمه نیټه د تر سره شوي.
سره له دې چې په دې خبرو کې تمه کیده چې د اوربند په اړه د طالب او افغان حکومت د استازو تر منځ هوکړه وشي ولي کومه هوکړه ونشوه. یاده وړه خبره دا ده چې د خبرو میز ته د طالب مشرانو تشویقول او د دوی تر منځ د افغانستان په مسایلو باند خبرې اترې، په خپل ذات کې د افغان حکومت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه او د دیپلوماسۍ په ډګر کې یو ستره بریا وه. تمه کیږي چې د سولې د خبرو اترو د لومړي پړاو په دوهمه جلسه کې د اوربند په اړه د دواړه لورو ترمنځ یو هوکړه وشي.
د مري خبرې اترې د سولې د خبرو اترو لومړی پړاو وو او په کار وه چې دواړو خوا له دې خبرو اترو څخه زیاته تمه نلری. دواړه لورې او افغان ولس باید د سولې د خبرو اترو له دوهم پړاو څخه باید هیله او امید ولري ځکه چې د سولې خبرې اترې په خپل ذات کې څلور پړاو لري؛ د سولې د خبرو اترو مقدماتي پړاو، د سولې د خبرو اترو د توافقاتو پړاو، د سولې د خبرو اترو د هوکړه لیک د تنظیم پړاو او د سولې د خبرو اترو د هوکړه لیک د پلي کیدو پړاو.
د سولې د خبرو اترو مقدماتي پړاو، ډیر حساس پړاو دی. د سولې د خبرو اترو په دې پړاو کې کوشش کیږي چې د مرکچي ټیم غړي مشخص شي؛ د دواړو غاړو استازي کوشش کوي چې خپل استازیتوب ثابت کړي؛ د سولې د خبرو اترو موخې مشخصي کړي؛هغه معلومات چې له مقابل لورې سره شریک نشي او هغه معلومات چې له مقابل لورې سره باید شریک شي، مشخص شي او دواړه لورې هڅه کوي چې د اعتماد فضاء رامنځته شي. همدارنګه د سولې د خبرو اترو په مقدماتي پړاو کې د اوربند په اړه هم د مخالف لورو تر منځ د سولې د خبرو اترو د بریا لپاره هوکړه کیږي.
د سولې د خبرو اترو په مقدماتي پړاو کې، د دواړو لوریو استازي شاید په ځلونو له یو بل سره لیده کاته ولري ولی زما په عقیده دغه لیده کاته باید د شمیر له پلوه کم وي ترڅو د دغه فرصت څخه چې دواړه لورو (طالب وسلوال او افغان حکومت) تر لاسه کړی، له لاسه ورنکړي او باید هڅه وشي چې دغه فرصت په ښه ډول مدیریت شي او بل دا چې د هر دوو جلسو تر منځ زماني فاصله باید کمه وي. ځکه چې ځېنې مغرضي کړۍ شاید هڅه وکړي چې دغه بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.
طالبان او افغان حکومت باید زیات کوشش وکړي چې د مرکچي ټیم غړي د شمیر له پلوه کم وي. دا کار د ټیم د غړو تر منځ د خپل منځې اختلافاتو او د نظرنو د ټکر مخ نیسې. د ټیم غړې باید داسې کسان وي چې په خبرو اترو باید باور او عقیده ولري او د امتیازاتو په ورکولو کې د اعتدال لاره خپله کړي. په مرکچې ټیم کې نباید داسې کسان عړیتوب لاسته راوړي چې د امتیازات په ورکړه کې خلاص لاس لري او یا هم د امتیازاتو په ورکړه کې بې ځای مقاومت له خپل ځانه څخه ښیې. طالبان او افغان حکومت باید د خپلو استازو لپاره سري کرښې چې له هغو څخه تیریدل د استازو لپاره مجاز نوی
په کار داوه چې وسلوالو طالبانو او افغان حکومت د سولې د خبرو اترو د مقدماتي پړاو په لومړی جلسه کې چې د پاکستان په پلازمنه اسلام آباد (د مری ښار) کې تر سره شو، باید خپل استازي یې ټاکلي وای. اوس باید کوشش وشي چې په راتلوونکي جسله کې د خبرو اترو لپاره خپل با صلاحیت استازي مشخص کړي او همدارنګه وسلوال طالبان او افغان حکومت باید د خپل استازو صلاحیتونه مشخص او معین کړي.
دوهمه موضوع چې باید د سولې د خبرو اترو په مقدماتي پړاو کې حل شي، هغه د خبرو اترو موخه یا موخې دي. د سولې د خبرو اترو موخې باید واقع بینانه او د لاسته راوړلو وړ وي. همدارنګه باید وسلوال طالبان او افغان حکومت سري کرښې باید مشخصي کړي. وسلوال طالبان او افغان حکومت باید هڅه وکړي چې د خبرو اترو څخه خپلې موخې مشخص او اولویت بندي کړي او د مقابل لورې موخې یاداشت کړي. په دې معنی چې آیا د سولې د خبرو اترو موخه د جګړې پای ته رسول دي او که د جګړې پای ته رسول او په سیاسي پروسه کې د وسلوالو طالبانو شریکول دي او که د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو اترو موخه مشخص نشي دا به د سولې د خبرو اترو پروسه د مشکلاتو سره مخ کړي.
وروسته له دې چې د سولې د خبرو اترو موخې په دقیق ډول مشخصي شي، د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت استازي باید کوشش وکړي چې د اختلاف مشترک ټکي په هر برخه کې مثلاً په اقتصادي برخه کې، په سیاسي برخه کې او په نورو برخو کې مشخص کړي او حل لاري ورته پیدا کړي.
دواړه خواو ته په کار ده چې د مقدماتي خبرو اترو څخه د زیاتو نتایجو انتظار ونکړي. په دې پړاو کې اکثراً دواړه خواوې کوشش کوي چې مسایل مطرح کړي او یو بل سره شریک کړي چې په راتلوونکو خبرو اترو کې به پرې تمرکز کیږي. دا پړاو ډیر حساس پړاو دي ځکه چې د اعتماد د فضاء را منځته کول ډیر مشکل کار دی او که د دواړه تر منځته دغه فضاء را منځته نشي، ممکنه نده چې د سولې خبرې اترې دوهم پړاو ته ور داخل شي.
د مذاکري دوهم پړاو، پر اساسي موضوع باندې د دواړو خواو د استازو تر منځ د خبرو او اترو پړاو دی. یا هم د سولې د خبرو اترو دوهم پړاو هغه پړاو دي چې د دواړو خواو ترمنځ د راکړې او ورکړې او د امتیازاتو د اخستلو موضوع مطرح کیږي.
په دې پړاو کې د دواړو خواو استازي کوشش کوي چې د خپلې ډلې لپاره زیات امتیازات لاسته راوړې او په مذاکرې کې د دواړو خواو استازي د قانون تابع نه دي دا په دې معنی چې مرکچیان قاضیان نه دي چې خپل فیصله د قانون پر اساس صادره کړي، دوی کوشش کوي چې له هرې لارې څخه چې وي د خپلې ډلې لپاره زیات امتیازات لاسته راوړي.
د سولې د خبرو اترو په دوهم پړاو ګې باید په دې ټکي باندې د دواړو لورو تر منځ توافق رامنځته شي چې وسلوال طالبان دې خپلې اسلحي او مهمات افغان حکومت وسپاري او په مقابل کې یې افغان حکومت د وسلوالو طالبانو ټول زندانیان خوشي کړي.
په مذاکره کې دواړو خواوې (طالبان او افغان حکومت) ته په کار ده چې د سولې د خبرو اترو لپاره په کار پوه، با تجربه او له مذاکراتو سره اشنا استازي یا کسان انتخاب او معرفی کړي.
د مذاکرې دریم پړاو، د هوکړه لیک د امضاء پړاو ده. په دې پړاو کې دواړه خواوې کوشش کوي هغه موارد چې د مذاکرې په دوهم پړاو کې پرې توافق شوی دی، په یو حقوقي سند کې درج کړي. ځکه چې شفاهی توافق او یا هم د رسنیو مخته د استازو راڅرګندیدل، دواړه خواوې د یو او بل پر وړاندې نه مکلفوي. دواړه خواوې هغه مهال د یو او بل پر وړاندې مسؤولیت پیدا کوي چې د دوی دغه توافق په یو حقوقي چوکات کې تنظیم شي. دا حقوقي چوکات فرق نکوي چې د د سولې هوکړه لیک وي او یا هم د کوم بل عنوان تر لاندې.
دا پړاو په خپل ذات کې مسلکي او با تجربه استازو ته اړتیا لري او وسلوال طالبان او افغان حکومت دې باید کوشش وکړي چې هوکړه لیک په ساده او واضحو کلمات، عباراتو او جملاتو سره تنظیم کړي تر څو په راتلوونکي کې دواړه خواوې وکړای شي چې له دې تنظیم شوي حقوقي سند څخه ښه او مؤثر استفاده وکړي.
بل موضوع چې باید په سولې په هوکړه لیک کې واضح شي، هغه د هوکړه لیک د تفسیر موضوع ده. په دې سند کې باید دا واضح شي چې د سولې په هوکړه لیک کې د ابهام او اغماض د رامنځته کیدو په صورت کې کومه مرجع د تفسیر صلاحیت لري.
او ډیره مهم موضوع چې باید چې باید د سولې هوکړه لیک درج شي، هغه د داسې یو بنسټ مشخص کول دي چې د سولې د هوکړه لیک پر تطبیق دایمی نظارت وکړي.
د سولې د خبرو اترو څلورم پړاو، د سولې د هوکړه لیک د پیلي کیدو پړاو دي. د سولې د هوکړه لیک د پیلي کیدو د پیل نیټه باید مشخص شي. دواړه خواوې؛ یعنې وسلوال طالبان او افغان حکومت باید د سولې د هوکړه لیک پیلي کیدو ته ژمن وسي او له دواړه خواوو څخه داسې کړه او وړ تر سره نشي چې د مقابل لورې لخوا د هوکړه لیک نقض وګڼل شي.
لیکوال
محمد یعقوب «وطنمل»
۰۷۷۰۴۱۰۶۶۵