د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او پرله پسې بحرانونه

محمد یعقوب وطنمل 17.08.2011 19:17

زمونږ ګران هیواد افغانستان، اوس مهال د بحرانونو له بحران سره لاس او ګریوان دي، داچي بحران څرنګه وضعیت ده، څرنګه کولای شو دا بحران مدیریت کړو او څوک کولای شي دا بحران مدیریت کړي دا به د دې مقالي په لړ کې روښانه شي.
بحران داسي وضعیت دي چي غیر معمولي او غیر متعارف شرایط په سیستم کې را منځته شي. یا په بل عبارت بحران داسي یو طبعي او غیر طبعي ناببره حادثه ده، چي د نوموړي حادثي په رامنځته کیدو سره یوه انسانې ټولنه له سختیو او کړاونو سره مخ شي، په نتیجه کې د يادي ټولني وګړي د دې حادثي پر وړاندې خپل عکس العمل او غوسه ښکاره کوې او با الاخره د ټولني وګړې د دې وضعیت نه د وتلو لپاره باید کوټلې اواساسي ګامونه واخل.
راځو اصلي موضوع ته، اوس مهال د ځینو مغرضو بهرنیو هیوادنو له خوا او د ځینو هغو کړیو لخوا چي د بهرنیو هیوادونو د ګټو ساتونکي دي، ځیني د دغو کړیو پلویان، د افغانستان په سیاسي سیستم کې داخل دي او ځیني نور یې بیا د افغانستان له سیاسي سیستم څخه بهر دي، د خپلو شومو اهدافو او اغراضو لپاره یې افغانستان د بحرانونو ګرداب ته ور ټیل وهلی دي، دغه بهرنې هیوادونه چي په سر کې یې امریکأ ده، پدې پوهیدلي دي، چي دوي نشي کولای خپلو موخو ته په افغانستان کې د نظامي لارو څخه ورسیږي، نوخپلو جنګې استراتیژیو ته تغیر ورکړ، چي یو مهال افغانستان د دوي د استراتیژیو له بحران سره، چي هر هیواد به د خپلو موخو د لاس ته راوړ لپاره په افغانستان کې، ځانګړې استراتیژی وړاندې کولي لاس او ګریوان وو، او غواړې خپلو شومو اهدافوته، د پر مختللې تفرقي له لاري چي زه ورته سیاسي تفرقه وایم، افغانستان له بحران سره لاس او ګریوان کړی او باید له دې خبرې څخه انکار ونکړو چي دوي د خپل موجودیت او د شومو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره په افغانستان کې له سیاسي تفرقي څخه کار اخلې، ځکه چي په دې وروستیو ورځو کې د ځینو هغو هیوادونو نظامي چارواکو چي په افغانستان اخره خبره کوې، له خپلو جنګې استراتیژیو څخه پرده پورته کړه او نوموړو چارواکو خوش بیني و، چي تر زیاته حده دوي په خپلو دغو پلانونو کې کامیاب او امید لري چي په کامل توګه د دوي دغه پلانونه به عملې شي.
په دغو استراتیژیو کې افغانستان په اوه سیمو ویشل شوی دي، چي هر سیمه به د افغانستان په یو ګاونډی هیواد پوري تړلی وې او بل دا چي د افغان ولس تر منځ د اربکیو له لاري تفرقه اچول ذکر شوې دي، دا چي د پردي تر شاه به نور څه وي، خدای خبر .
ځینو بهرنیو هیوادونو هڅه وکړه تر څود افغانستان د ۱۳۸۹ کال د پارلماني ټولټاکنو په پروسه کې، له بحران سره مخ کړي، هغه متل ده چي اوبو خړي کړه او کبان پکې ونیسه، چي تر زیاته حده نوموړي هیوادونه په خپل دغه کار کې بریالې وو، او د افغانانو ګډ کور پارلمان یې د ولسي مشروعیت له بحران سره مخ کړ. نوموړي هیوادونه په کرار کینه نا ستل، دوي هڅه وکړه تر څو د پارلمان په غړو کې نفوذ وکړي او دغه غړي دې ته اړ باسي چي په پارلمان(ولسي جرګې) کې چي خپله د دې پارلمان(ولسي جرګې) ولسي مشروعیت تر سوال لاندې ده، د اجرائیه او قضائیه قواو ځیني چارواکې سلب صلاحیت کړي او نوموړي د دولت دوه قوي د ولسي مشروعیت له بحران سره لاس اوګریوان کړي چي بهرنیو هیوادونو دا کارد پارلمان په غړو باندې وکړ او د اجرائیه او قضائیه قواو ځیني چارواکې یې سلب صلاحیت کړ چي د غه چارواکې په خپل وار سره د پارلمان دغه کار ندی تأیید کړی.
په مجموع کې دغو بهرنیو هیوادونو د افغانستان د دولت سیاسي مشروعیت او ولسي مشروعیت له بحران سره مخ کړی.
د افغانستان په امنیتي بحران کې هم دغه بهرنې هیوادونه لټاړدي، امریکا د نا امنیو په ځینو پیښوکې، چي د هیواد په کچه رامنځته کیږي لاس لري، دبرتانیی لوړپوړو چارواکو خو په ښکاره توکه له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې داخبره په ډاګه کړه، چي د دوي له مرستو شویو پیسو په میلونونو پونډه، د طالبانو لاس ته ورځي. ډیلي تلګراف د شنبي په ورځ په خپله تازه ګڼه کې لیکلي دي، د نړیوالو مرستو نه په سلو کې لس سلنه مرستي، طالبانو او د افغانستان فاسدو چارواکو ته د رشوت او ساتني د پیسو په نوم ورکړای شوې دي، دبرتانیا صداراعظم ډیود کامرون ژمنه کړي ده چي په راتلونکي کال که به له افغانستان سره ۷۱۰ میلونه پونډه مرسته وکړي چي اویا په سلو کې به له دغو مرستو څخه د طالبانو جیبونو ته به ولاړشي.
ایتالیا په افغانستان کې طالبانو ته باج ورکوي تر د دوي پر کاروانونو او عساکرو حمله ونه کړي. د بهرنیو هیوادونو دارنګه باجونه به د دي لامل شي چي په هیواد کې نوري ډلې د پیسو د لاس ته راوړلو لپاره جوړي شي او صحني ته را ووځي بیا به د دغو ډلو کنترول هم د نړیوالي ټولني لپاره او هم د افغان دولت لپاره ډیر ګران کاروي.
داسي ښکارې چي د بحرانونو د رامنځته کولو په اړه د ځینو بهرنیو دولتونو تر منځ همکاری،همغږي موجود وې او د بحرانونو د ویش مسله د دوي تر منځ حل شوې وي، په دې معني چي کوم هیوادپه افغانستان کې، په کوم ساحه کې اختلاف را منځته کړي
د افغانستان نوې قتصادي سیستم چي د تجربو او پخوالې لاره یې لنډه کړي وه د بهرنیو هیوادونو د غلطو مشورو او تؤطیو ښکارشو، ځینو بهرنیو هیوادونو د افغانستان اقتصادي سیستم ته ځیني کسان د اقتصادي مشاورینو تر نامه لاندې داخل کړل، تر څو د افغانستان نوی له بحران سره مخ اولاس ګریوان کړي.
په دې وروستیو کې د افغانستان دولت د طالبانو سره د سولي هلې ځلې په لاره اچولې ولې متأسفانه د همدغو بهرنیو هیوادونو، په ځانګړو توګه د امریکا او انګلیس له لخوا داسي هځي په لاره اچول شوې دي چي دا بهیر بریالی نشې او د سولي بهیر له بحران سره مخ کړي.
باوجود د دې ټولو بحرانونو، چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی، د افغانانو لپاره څه پکار دې؟ د دې سوال په ځواب کې باید ووایو، چې افغانانو له پکار ده، داسي کسان په رهبرۍ کې راولې چې شایستکی او لیاقت د رهبرۍ ولري او وکولای شي چې ولس او دولت د بحران څخه وباسې او د هیواد اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او فرهنګي چاري ښې لوري ته رهبرې کړې او د هیواد د چارو د ادارې لپاره باید داسې مدیران وټاکو، چې د دې توان ولرې چې د بحرانونو د را منځته کولو وړاندوینه وکولای شي، چې په هیواد کې څوک غواړې بحران رامنځته کړې او په کومه نقطه کې غواړې بحران را منځته کړې، او د دې توان ولري چې د بحران په رامنځته کیدو سره باید له هغه سره باید مقابله وکړې او خسارات باید تر زیاتې اندازې پورې باید ټیټ وساتې ، د افغانستان اساسي مشکل د ښه رهبرۍ نشتوالی دي، چې افغانستان ورسره مخ دی.