د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حنا ربانی راتګ افغانستان ته څه اهمیت لري؟

محمد یعقوب وطنمل 31.01.2012 11:00

اټکل کیږي د چهار شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره، حنا ربانی کهر د یو پلاوې په مشرۍ، افغانستان ته را شي، د ۲۰۱۱ د می له میاشتې نه وروسته، د استاد ربانی وژل کیدل او بیا د مومندو ایجنسۍ تر پېښې پورې چۍ د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو باندې د ناټو ځواکونو هوایي برید وکړ د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې خرابې شوي، دا چې ولې د پاکستان او افغانستان اړیکې د دې پیښې نه وروسته خرابې شوي وي، دا په داسې حال کې چې برید د ناټو ځواکونو له لوري شوی وه ولې اغیزه یې د پاکستان او افغانستان پر اړیکو پریوته، لامل یې څه ده، د پاکستان هیواد هغه مهال ویلي وه چې د مومندو اینجنسۍ په پیښې کې د افغانستان د اوردو یو برحاله قومندان مهم رول لوبولی دی او له بلخوا پاکستان دعوا کړي وه چې د پاکستان حاکمیت د افغانستان د خاورې نه تر پښو لاندې شوی دی، او دا د سولې د عالې شورا د مشر، استاد برهان الدین د وژل کیدو نه وروسته لومړی لوړ پوړی پاکستانی چارواکې ده چې افغانستان ته سفر کوي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې، حنا ربانی کهر په راتګ سره افغانستان ته، د دواړو هیودونو په اړیکو کې او له وسلوالو طالبانو سر د سولې د خبرو اترو په بهیر کې به یو نوی باب پرانستل شي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره به د افغان چارواکو سره د سولې پر مسلې خبرې اترې وکړي، د سیاسي چارو شنونکې په دې باور دي چې دا ځلې پاکستان دې ته تیار شوی دی چې د افغانستان د سولې د بهیر سره د زړه د کومې مرسته او همکارې وکړي، دغه شنونکې د خپلو خبرو د تایید لپاره دوه دلیله را وړې او دا چې پاکستان ډاریږي دا ځلې د کویټې شورا د اسامه بن لادن له سرنویشت شره مخ نه شي دوهم دلیل چې شنونکې را وړې چې که پاکستان نه غوښتلی نو شاید د طالبانو هغه کسان چې د پاکستان له خاورې نه قطر ته ولاړل نیول شوي به وای لکه چې ملا برادر په ۲۰۱۰ میلادی کال که هغه مهال چې نوموړې غوښتل په هیواد کې د شخړو د پای ته رسولو په خاطر له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي، دغه مهال نوموړی د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري نه ونیول شو خو دا ځلې پاکستان غواړې چې له ډیر مهارت نه کار واخلې چې له یوې خوا نه په افغانستان کې موجوده بحران د سولیزې لارې نه حل کړي او له بلې خوا پاکستان غواړې چې په خپل دې کار سره وکړای شي چې د امریکا نه امتیازات واخلې پاکستان غواړې چې افغانستان سره یو ځای د امریکا په مقابل کې د سولې د بهیر په اړه یوه بله دوازه خلاصه کړي چې ویل کیږي په دې اړه خبرې اترې هم د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ مخکې په اسلام آباد کې شوي دي، ویل کیږي چې په دې خبرو اترو کې د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر، عمرداودزی ګډون کړی وه، د روانې اونۍ په سرکې داسې خبرونه خپاره شول چې افغان حکومت غواړې له وسلوالو طالبانو سره په سعودې عربستان کې خبرې اترې وکړي او یا هم د ترکیه په هیواد کې ویل کیږي چې دا کار د پاکستان په مشوره سره کیږي، دا چې د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د عربستان او ترکیې هیوادونه غوره کړل شوي دي، اول خو دا چې ترکیې د د پاکستان او هندوستان د جګړې پر مهال له پاکستان هیواد سره د خپل سفارت له لاري نه په اسلام آباد کې د هند پر وړاندې مرسته او همکارې کوله او عربستان د پاکستان چارواکو لپاره ډیر نږدې هیواد دی او همیشه چې په دوی باندې کو مشکلات راځې نوموړې د مشکل د حلولو لپاره عربستان ته ځې او د عربستان له چارواکو نه مشوره اخلې او افغان دولت هم غواړې چې پاکستان په دې پروسه کې شریک کړي دا ځکه چې په افغانستان کې د تروریزم مسله یوه سیمیزه او کو مو مبالغه نه وي کړي، ویلای شو چې د افغانستان مسله یوه نړیواله مسله ده چې سیمیز او نړیوال حل ته اړتیا لري او په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې راتګ افغانستان ته ډیر مهم دی.