د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بهرنیو ځواکونو د ماتې لاملونه او پایلې

محمد یعقوب وطنمل 06.02.2012 13:14

اروپایان او غربیان په ځانګړی توګه امریکا او فرانسې د افغانستان په جبهه کې ماته خوړلې او په دې ونه توانیدل چې خپلو ټاکلو شو موخو ته ورسیږي، دا چې دوی په ښکاره ډول په دې خپلې ماتې اعتراف نه کوي دا به بیله خبره ده ولې د جګړي ډګر بیا د دوی پر ماتې ټینګار کوي او دا چې د دوی د ماتې لاملونه څه دي، د لیکوال په باور په لومړې سر کې هغه هیوادونه چې په افغانستان کې ځواکونه لري په خپلو منځو کې اختلافات او خوابدی لري اوحتا د ځینې هیوادونو تر منځ د اختلافاتو ریښې خو، نړیوال دوهمی جګړې ته رسیږي، دوهم دا چې د افغانستان د جګړي له سر نه، نړیوالو په افغانستان کې د یو بل په موخو باندې بد ګمانه ول او د هغه هیوادونو تر منځ چې په افغانستان کې اوس مهال ځواکونه لري همکارې او همغږې نه وه نو له همدې امله دغه هیوادونه په دې ونه توانیدل چې په افغانستان کې یو استراتیژۍ او یوه پالیسۍ جوړه کړي چې په پایله کې افغانستان د پالیسیو او استراتیژیو له بحران سره مخ وه، ځینو هیوادونو خو لا په دې لس کلونو کې په وار وار باندې خپلې استراتیژۍ بدلې کړي دي حتا ځینو همسایه ملکونو او نړیوالو او سیمه اییزو سازمانونو هم د افغانستان لپاره خپلې استراتیژۍ درلودي چې دا په خپله د نړیوالو ټولنې د ماتې سبب شو، دریم دا چې په لومړې سر کې نړیوالو چې په سرکې یې امریکا ده دیپلوماسۍ ته شا کړه او له جنګې استراتژۍ نه یې کار واخستې او د وسلوالو طالبانو په وژلو پسې یې را واخستله او دا د دې لامل شو چې یو ځلې بیا هغه طالبانو چې د کابل له سقوط نه وروسته په کور کیناستل او وسله یې په زمکه ایښې وه، وسلې ته لاس کړ او غړونو ته ولاړل تر څو د خپل د ژوند ساتنه وکړي چې وروسته بیا غړونو ته تلل عقیدتي کلتوري ارزښت پیدا کړ، څلورم بهرنیو هیوادونو هر یوه ځان ته ځان ته په افغانستان کې خپلې موخې تعقیبولې او دوی هغه موخې نه تعقیبولې چې د نړۍ امنیت او ټیکاو پورې تړلې وي او داسې نور لاملونه هم شته چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ماتې لامل شوي دي، اوس چې دغه نړیوال د افغانستان په جبهې کې له ماتې سره مخ شوي دي او غواړې چې د خپلو ځواکونو د ویستلو لپاره داسې سراب ګونه بهانې پیدا کړي چې هم افغانانو ته د منلو وړ وي او هم یې خپل ولسونو ته قناعت ورکړی وي د مثال په ډول هغه هیوادونه چې غواړې خپل حربي ځواکونه له افغانستان نه له وخت نه وړاندې وباسي د دوی لخوا نه داسې بهانې را پورته کیږي چې په افغانستان کې دښمن خو پر ځای پریږده حتا د دوستانو له لوري هم زمونږ ځواکونه وژل کیږي او زمونږه هڅې په افغانستان کې بیځایه دي، دغه هیوادونه په دې بهانه غواړې چې په افغانستان کې خپل حربي ځواکونه د جنګ له ګرم میدان نه وباسې او غواړې یو ځلې بیا د تیر په شان افغانستان یوازې پریږدې، او د ځینې هیوادونو ولسمشران خو د خپلو شخصی ګټو لپاره او د دې لپاره چې یو ځلې بیا د قدرت پر ګډی باندې پاتې شي، غواړې د نړۍ امنیت او ټیکاو د ګواښ سره مخ کړي، دغه هیوادونه د خپلو دې هڅولپاره غواړې له مختلفو لارو چارو نه ګټه واخلې او د خپلو خلکو لپاره داسې وښیې چې په افغانستان کې د جنګ ګرم سنګر له ماتې سره مخ شوی دی، د دغه هیوادونو له ډلې نه یو هم د فرانسې هیواد دی چې په لومړې ځل یې اعلان وکړ چې خپل حربي ځواکونه به له افغانستان نه له ټاکل شوي مودې نه وړاندې باسې، فرانسې دغه اعلان هغه مهال وکړ چې یو افغان عسکر د فرانسوي ځواکونو څلور سرتیرې ووژل او اتلس نور یې ټپیان کړه چې وروسته د فرانسې ولسمشر سرکوزي اعلان وکړ چې فرانسه امکان لري خپل حربي ځواکونه له افغانستان نه په لیزبون کې د ټاکل شوې مهال ویش نه وړاندې وباسې، نوموړې دا هم وویل چې فرانسې ته دا دې منلو وړ نه دی چې سرتیري یې د خپلو متحدینو له لوري نه ووژل شي، دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه دا معلومه شوي نه ده چې چې دغه کس طالب وه او یا هم نه ولې د لیکوال په اند د فرانسې د هیواد دغه پریکړه به برسیره د شخصي ګټو او د قدرت د مسلې کیدای شي ځینې نور لاملونه هم دخیل وي، له بلخوا ناټو وړمه ورځ د افغانستان د وسلوالو ځواکونو په منځ کې د طالبانو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات په لاره اچولې دي، په داسې حال کې چې ناټو په افغان ځواکونو کې د وسلوالو طالبانو په شتون باندې اعتراف کوي نو څنګه کولای شو چې دا کس افغان سرتیری معرفی کړو، امریکا هم چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړي علمبردار وه اعلان وکړ چې خپل ځواکونه به د ټاکل شوي مودې نه وړاندې وباسي او خپل حربي ماموریت به د مشورې او روزنې پر ماموریت بدلوي، دغه هیوادونه غواړې خپلو خلکو ته داسې وښیې چې نور نو تروریستانو او وسلوالو طالبانو په افغانستان کې ماته خوړلې ده او په افغانستان کې زمونږه شتون ته اړتیا نه شته دی، دا په داسې حال کې ده چې د ناټو په یو پټ راپور کې چې د ریوټر او بي بي سي ته په لاس ورغلی دی ویل شوي دي چې طالبانو سره په پاکستان کې د دغه هیواد د استخباراتي ګړۍ، آی.اس.آی له لوري نه مرسته کیږي، په نوموړې راپور کې دا هم ویل شوي وه چې طالبان غواړې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو نه وروسته په افغانستان کې قدرت په لاس کې واخلې، له بل لوري نه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره، حنا ربانی کهر وروسته له دې نه چې له افغانستان نه خپل هیواد ته ستنیږي په خپل یو مطبوعاتی کنفرانس کې خبریالانو سره په خبرو کې وایې چې افغانستان سولې ته په مخ کې اوږده لاره لري او طالبانو هم د یوې اعلامي په خپرولو سره اعلان وکړ چې د بندیانو د تبادلې د مذاکراتو تر څنګه به خپل جګړیزو عملیاتو ته هم ادامه ورکوي، د وسلوالو طالبانو او د ګاونډیو هیوادونو د څرګندونو او کړنو او باالاخره د افغانستان اوسنې شرایطو ته په پام سره، آیا نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې مخکې له دې نه چې افغان ځواکونه په خپلو پښو نه وي درلیدلې، د جنګ ګرم سنګر یوازې افغانانو ته په میراث پریږدې او بیچاره افغان ولس به د دې میراث مزه څکې، د دغو هیوادونو د وتلو پریکړه هم د افغانستان لپاره او هم د نړیوالې ټولنې لپاره ناوړه پایلې ولري، له یوې خوا به د دغو هیوادونو د وتلو پریکړه به وسلوالو طالبان به د جنګ په میدان کې زړور کړي، د دوی د بریالیتوب غوټۍ به په غوړېدو شي او دوی ته به دا انګیزه ورکړي چې نور نو نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د جنګ په سنګر کې په ماتیدو دي او د خپلو وتلو لپاره لارې چارې لټوي او بله دا چې هغه وسلوال به هم د طالبانو لیکو ته ستانه کړي چې وړاندې تر دې یې له جګړو لاس اخستی وي او افغان حکومت سره یوځای شوي وي، د دغو هیوادونو د وتلو پریکړه به د ناټو د غړو هیوادونو پر ولس به هم ناوړه اغیزه وکړي او د ناټو غړو هیوادونو ولسونه به په خپلو حکومتونو باندې به فشار را ولې چې د دوی ځامن خپل کورنو ته را ستانه کړي او له بلخوا د دغو هیوادونو د وتلو پریکړه به پاکستان هم و هڅوي چې له وسلوالو طالبانو سره خپلې مرسته لا هم زیاتې کړي او غښتلې یې کړي تر څو د بهرنیو ځواکونو له وتلو نه وروسته چې په افغانستان کې د قدرت پر سر کورنی جګړه شروع کیږي، باید وسلوال طالبان د نورو ډلو نه د جنګ په ډګر غښتلی او قوي وي او په پای کې قدرت په افغانستان کې لاسته راوړي چې د ناټو وروستی پټ راپور د دې خبرې څرګندوی دی، په پای کې د لیکوال په باور د دغو هیوادونو له وخت نه وړاندې وتل او دا چې تر اوسه افغان وسلوال ځواکونه هم په خپلو پښو نه دې دریدلې او نه هم په مدرنو وسلو سنبال شوي دي، د نړۍ امنیت او ټیکاو او په پایله کې سیاسي ثبات له ګواښ سره مخ کړي چې نه یوازې به د هغه هیوادونو ولسونه به چې په افغانستان کې حربي ځواکونه لري له ګواښ سره مخ کړي بلکه د هغه هیوادونو ولسونه به هم له ګواښ سره مخ کړي چې په افغانستان کې حربي ځواکونه نه لري او یا هم د افغانستان په روان کړکیچ کې شامل نه دي چې بیا به د دې ګواښ له منځه وړل نه د افغانستان لپاره ممکن وي او نه هم د نړیوالې ټولنې لپاره.