غزل
31.05.2011 21:19یوه لړۍ د تورو شپو او د تیارو ده راروانه
پښتنو ډیوې کړۍ بلي په پښتو ده راروانه
یم مجبوره چې مې ویر ملګری کړی
خوشالۍ نه رارسېږي په پلمو ده راروانه
زه بېوسه د سترګو جنګ کولی نشم
دا په شوخ نظر له لري په کتو ده راروانه
قتل عام به یې د زړونو بیا په لاره کې وي کړی
سترګي توري ، باڼه برند په نخرو ده راروانه
نور به څه بیان آرین د دردونو درته وکړي
دا قیصه یې وس د اوښکو په څپو ده راروانه