د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نجیب الله آرین 14.08.2011 22:32

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

زړه له غمه شین دی ټپه مې په خوله نه رازي
نور د خوشحالۍ کومه نغمه مې په خوله نه رازي

ته په یوه جفا پسې کړۍ د نورو وتړې
زما وفا ته ګوره چې ګېله مې په خوله نه رازي

زړه تشول غواړم خو پښتو مې مخته ودرېږي
ځکه خو د میني دا قیصه مې په خوله نه رازي

ما خو د ساقي د هر یو جام نه پس توبه کړله
وس ګوره د شېخ په خوله توبه مې په خوله نه رازي

زه آرین بېوسه له هر چا سره سیالي کوم
دا مې دی پښتون فطرت چې نه مې په خوله نه رازي