د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نجیب الله آرین 19.06.2011 17:13

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

چا ته مې ونه ژړل هر چاته مې خندا ورکړه
دا مې پښتو وه چې اغیار ته مې پناه ورکړه

دا چې کاروان مې بې منزله مزلونه وهي
ما هر ساروان ته د منصور غوندې سزا ورکړه

څوک چې د میني د ننګونو لېوني لټوي
هغو نادانو ته خو ذکر لږ زما ورکړه

د زړه بیلونکو په دوا او دعا کار ونشو
اې لویه خدایه ته له خپلي لوري شفا ورکړه

دغه شېبه ده بدنصیبه که نېکمرغه ده
چې مې اشنا مخي ته راغی نو ما ساه ورکړه

نور خو آرین له شېخه څه ګیله په زړه نه لري
بس سوله غواړي له سولي ډکه پښتونخوا ورکړه