د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نجیب الله آرین 29.04.2011 22:41

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

مونږه په یون د سباوون روان وو
د ورکي مینې په لټون روان وو

نه یې یاران لیدل نه ښه وختونه
کاروان په بیړه د ژوندون روان وو


راته خصلت د افغان نشو معلوم
د شپون جامه کښې افلاطون روان وو


چا قدمونه تر ازغو اړول
څوک په ګلونو کښې ګلګون روان وو


خمارو سترګو آرین وغورزاوه
کنې قدم په قدم درون روان وو‍