د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یادوم

نجیب الله آرین 05.07.2011 22:19

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

شېبې   پاتي   شوې   په   شمار   دې  هم زه یادوم

بس  چې  ته راسره څنګ  کې یې ولاړه پروا نشته
که  د ښمن  مې شي ټول ښار بیا دې هم زه یادوم

ساقي  ډکي  پیالې راوړې چې به هېرکړمه جانان
ښه   نشه   یم   ښه   خمار   بیا   دې  هم  زه  یادوم

ستا  یادونه  خو  یوازي  په  خوبونو  کې زه نه وړم
شپه   پناه   شوه   په   سهار  بیا  دې  هم  زه یادوم

که   څه   هم  په  پسرلي کې د ګلونو قدر کم شي
زما   ژوند  دې   ټول   بهار   بیا  دې  هم  زه  یادوم

وس غزل دآرین  نقش کړې د خیالونو په دفترکې
ته  مې  مه  منه  خپل  یار  بیا  دې  هم  زه