ځوانيمرګ
18.03.2011 22:30دا څنګه یاره ولې دې ویده کړل ټول خوبونه؟
د خپلو دیارانو چې دې څه کړل ټول خوبونه؟
اې ربه نو زما به درنه ولې ګیله نشي
زما د یار ځواني کښې دې ورمړه کړل ټول خوبونه
مرګیه ته به هم تر ډېره فکر کښې وې تللی
په سترګو چې دې کله وردرانه کړل ټول خوبونه
په یو څو شېبو ېي داسې دمالیار یاري شوه هېره
بورا چې د ګلانو ښایسته کړل ټول خوبونه
آرین او ستا یادونو هغه وخت اطمنان وموند
وقار سره چې مونږ ستا بدرګه کړل ټول خوبونه
د یوه ملګري په یاد چې پنځه میاشتي پس یې له مرګ نه خبر شوم.خدای دې جنتونه نصیب کړي.