د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شومه دم

سيدمنتظرشاه 05.02.2011 23:30

وخت شومرورد تورو شپو تر سلسلو
خداى زده چې پخلاشي د سپېدو تر سلسلو
پېيمه شوګېرۍ به د پېړېو شومه دم کې 
نور ژوند به زنګومه دکلو تر سلسلو
چې کښه يې زما په خيال کې دپېمخو يو انځور
بس توبې به ماتومه د توبو تر سلسلو
يوځلې راخوره شوې په زخمي سينه مې ګرانې
شېبه شېبه دې ستايم د مودو تر سلسلو
دوزخ دې پېمانه کړه محتسبه چې يې واخلم
دا پاتې ښکلي وړم د جنتو تر سلسلو
شوه ورکه رانه لاره د طالب نظر سفرکې 
خود سترګې ډېوې ږدم به د دورو تر سلسلو

١-١٢-١٣٧٦
جلالکوټ-ننګرهار