د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګلاب (دوهمه برخه)

سيدمنتظرشاه 06.09.2012 22:31

دګلونوپيدايښت اوپراختيا:
اروپايانود١٢ پيړۍ ترلومړېوپورې سور ګل نه پيژاند، دصليبي جګړو پر مهال دنوموړوجګړه مارانوله خوا له ننۍ سوريه څخه اروپا ته وليږدول شو، چې په هغه زمانه کې يې دشام دګل په نامه باله، نيالګي يې اروپاته يوړل شول، چې پرهغه يې ګال ګل نوم کيښود. ددې ګل رنګ په هغه وخت کې روښانه قرمزته ورته وخويوه بل ګل وچې ددمشق دګل په نامه يې ياداوه اوبخملي رنګ يې درلود، په زړه پورې عطريې درلودل هغه هم اروپاته انتقال شو، چې ترهغې وخته داسې په زړه پورې ګل په اروپاکې نه و چې تراوسه نوموړې ګل په اروپاکې داماسک رز يا دسوردمشقي ګل په نامه ياديږي. اصيل ګلاب چې په اسياکې دمحمدي ګل روزا ډاماسينا (Rosa damascena) اوروز ګاليکا (Rosa gallica) اويولړنوروپه نامه ياديږي پيوندشول چې اوس يې دګلونوډيره ستره کورنۍ د دوه رګه په نامه جوړه کړیده، دايمي پيوند دچاى ګل (Tea) يا روزااډراټا (Rosa odorata) سره پيوند شول چې په پايله کې يې دايمي دوه رګه منځته راغلل.
دفرانسې چاى لومړنى دوه رګه دى چې په ١٨٧٦ کې لاس ته راغى. لومړي دوه رګه نګه ژېړرنګي ګلان توليدنه کړل خو داتشه په کال ١٩٠٠ زيږد کې دجوزف پرمټ دوشر (Joseph pernet Doucher) په هلوځلولومړنى نګه ژېړ دوه رګه ګل توليد شواو مارکيټ ته يې وړاندې کړ. داکارپوهان په دې بريالي شول چې په يوبل باندی د بېلابېلوګلونو دپيوند په مرسته، په سلګونو نه بلکه په زرګونوګلونه په جلاجلارنګونو، نومونواوټاکلي کيفيت سره بازار ته واستوي.
د١٩مې زيږدې پېړۍ لومړۍ، په واقيعت کې دسروګلابودروزنې سره دمينې پيلامه وه، دښکلاييزاړخ سربيره، صنعتي اودرملييزاړخ يې خاص ارزښت وموند. په دې واټ کې په فرانسه کې ډيرزيات کاروشوچې ددې کار سترهڅوونکى دهغه وخت ستر امپراطور جوزفين (Empress Josephne) و. دی امپراطور د١٨٠٠ کال څخه لږ وروسته دګلونو مينه وال په مالمایزون (Malmaison) کې خپل باغ ته راوبلل اودهغوي په مرسته يې دګلونو نږدې ٢٥٦ نوعې راټولې اوپه خپل کليکسيون کې يې ځای پرځای اودهنرمندانويوه ډله يې دليکنې، دګل دڅېرې اورنګ له پاره راوغوښتل. ددې خلکو په ډله کې يو هم دګلونورافايل پ-ج- ريډوټ (P.J.Redoute)و،چی وروسته يې یوه ابي رنګه تابلو، په مجلوکې دګلونودسرليک لاندې (Les Roses) 1817-182 خپره شوه.
اوس دتابلوګانومينه وال دهغوي تابلوګانې دارزښتنمې شتمنۍ په توګه دڅېړنې اومطالعې لاندې نيسي. دګلونوسره دډيرې مينې په نتيجه کې دګل روزنه دپيوندکولوسبب شوه چې ډيرې نوعې ترې لاس ته راغلې. په ١٨٢٩ کال کې، د٢٠٠٠ نوعونوم دهغه زمانې په کتاب کې ليکل شوى و. د١٨١٥ څخه تراوسه پورې ١٦٠٠ نوعې منځ ته راغلې اوله منځه تللي دي.
ننى سورګل دتيرو پيړيودسروګلونوسره ډيرتوپيرلري. هغوي په رنګ، څيره، بوي، دګل دتوليدولوموده يې د دوه رګه کولو او پيوند په مرسته له خپلونيکونوسره توپيرموندلى دى يانې انساني لاسوهنو يې پورتنې ځانګړتياوې بدلې کړې دي. د١٨٠٠ زکال ټولوسروګلابوپه دوبي کې ګلونه کول پرته له چينايي ګلاب مانتلي (Monthly) چې په مني کې يې هم ګلان کول. په ټوله اروپاکې دګل دکرلو دودولواوځانګړي نندارتونونه جوړشول ولې له هرڅه وړاندې دګلونوفيستيوال په ژينو کې دى. چې هرکال په ټوله نړۍ کې جوړيږي اوبيلګه نه لري.
ډيروسليقه لروونکواودګلونومينه والوته دمراسموپه ترڅ کې په هاليوډ کې د سکارجايزه هم ورکول کيږي. له بله پلوه د سورګل نندارتون دژنيو پورې تړاو نه لري دنړۍ په ټولو هیوادونو کې نمانځل کيږي لکه په هالنډ کې دوسټ بروک پارک په ماډريډکې د ډلى پارک دايرلينډ په پلازمینې ډوبلين کې "سن"، په المان کې ډورټمونډ اونور، ١٩٨٧ ز کال کې دګلونويوه ستره سيالي د پاريس په ښارکې ترسره شوه چې په کې دګلونو ٤٠٠ بیلا بیلې نوعې شاملې وې ترسره شوه، چې په واقيعيت کې دګلونوجنت، چې عطرونويې دتماشه کوونکوذهن معطرکړ، يوډول ګل چې دڅوډوله روزګلونوپه مرسته پيوندشوى وچې دالن ميډلانټ پورې يې اړه درلوده. دهغه ګل چې دڅوډوله ګلونوڅخه پيوندشوى و دشرى ميډلنو په نامه يادشو. ددی سړي پلارداسې يوه ګل منځ ته راوړچې دسولې (Peace) په نامه يې شهرت وموند. اما يوې انګليسې میرمن چی باتوتيکه نومیده دډیروښوګلونووړونکى شوه، دډیر سترګل جايزه ددې انګليسي ګلروزنځاى پورې تړاو ونيو، هرمان دګلونويوه کوچنۍ جايزه او پلسن ډنمارکي کورنۍ عطره ييزګل لاس ته راوړ. په پایله کی جوته شوه چی دنړی په تمدن کی ګلونوډيره ستره تاريخچه پريښی او دبشر په فرهنګ کی يې ځانګړی ځای خپل کړی دی.