د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دګلاب جغرافياوي خپريدنه (دريمه برخه)

سيدمنتظرشاه 09.12.2012 19:23

دګلاب جغرافياوي خپرېدنه:

دسورګل اصلي منشاسهیل ختيځه اسياپه تیره بيا ايران او افغانستان ذکرشوي دي. افغانستان معتدله اوځینی سیمی یی سړه هوالری، اصیل ګلاب په دی هیوادکی معمولا دپسرلی په موسم کی تولیدیږی خونورګلاب په نوروموسمونوکی هم ترسترګوکیږی.
نن سورګل دنړۍ په ټولوهیوادونوکې کرل کيږي، چی وروسته دنړۍ ټولوهیوادونوته یی دتولیدلمن پراخه شوه. ډیره ستره برخه يې دبالکان په هیوادونو، فرانسه، ترکيه، مراکش اوايران کې توليديږي اونوروهیوادونوته استول کيږي. په افغانستان اوايران کې يې کرنه له پخوانیوزمانوڅخه دودده. زموږ په هیوادکې يوازې ددیرو، حجرو، بڼونو، پارکونو، ماڼیو، دولتي موسساتوکې کرل کيږي په دی وروستیوکی ګلابو ورو، ورو دصنعتی واټ لاره نيولی ده يانی دخلکوپام اوس دی ټکی ته راګرځيدلی دی چی له ګلونو څخه په صنعت کی کارواخلی خونوموړی چاره په هيوادکی ډيره کمزوری پرمخ روانه ده. کيدایشی په نژدې راتلونکی کې په عايداتي محصول بدل شى خوپه ايران کې په دې وروستیوکلونوکې دګلونودراټولو صنعت دبڼوالۍ دغوره محصولاتو څخه ګڼل کيږي اومحصول يې دکال په ټولوفصلونوکې مارکيټ ته عرضه کيږي.


دګلابواقتصادي ارزښت

کله چې يوه غوښتنه داړتياله مخې په فرهنګي ارزښت بدله شي او په راکړو ورکړوکې ځاى ونيسي دزمان په اوږدوکې په اقتصادي ارزښت بدليږي چې ددې واټ پرګوډونوکې دولت، اقتصادي بنسټونه (خصوصي سکتور، مدنې ټولنې اويانورې ورته اقتصادي بيلګې) هڅونه، روزنه اوپانګونه کوي.

دګلابودروزنې، توليداومحصول دلاس ته راوړولوپه واټن کې بیلا بیل خلک په کارګمارل کيږي، چې يولړيې دکرلواوروزنې پروسه څاري، بله ډله يې دمحصولاتوپه راټولوکې ونډه اخلي، دریمه ډله يې د پروسس چارې سرته رسوي اوڅلورمه ډله سوداګردي چې نوموړى محصول دنړۍ بازارونوته وړاندې کوي اوپه پايله کې يې هیواد ته بهرني اسعار راستنيږي چې دملې اقتصادپه پياوړتياکې بشپړه ونډه اخلي.

لکه څنګه چې طبيعي لورینې ډاډراکوي چې افغاني ګلونه به دنړۍ دټولوګلونوسره دسيالۍ مزي ټينګ کړي اوپردی واټ به اړوندو ماهرینوته دوړتیاوودلوړولوچاره برابره اودهیوادد ودی اوپر مختګ له پاره به لاره اواره شی. پانګه وال به وهڅول شي چی د ګلونودمحصولاتوپه پروسس کې پانګونه وکړي. دهیواددتفريحي ځايونوارزښت به لوړاوسیمه به دښکلي چاپیريال په درلودلوسره د نړۍ دسيالانيانوله پاره په سيالځاى اوتفريحځاى بدله شي.
ګلابونه نه یوازې په طبابت، ښکلا،وچوپاڼواونوروفرهنګی چاروکې کارول کیږی بلکې کله چې دګلابوتيل لاس ته راشي نوپه بیلابیلو صنعتي چاروکې ور څخه کار اخیستل کيږي، تيل يې دلوړ کيفيت لروونکي دي چې دخپل ارزښت له مخې په لاندينیوتوکوکې کارول کيږي:

الف- خوراکي توکي:
ګلاب دخوراکي توکودخوند، ښه بوي ، رنګ او څه ناڅه کيفيت په لوړولواودنوموړوتوکوله پاره دمارکيټ په موندلوکې ځانګړى رول لري. ګلاب په چکليټونو، خوږو، مرباو، چايو، ککو، بسکيټ، کيکونو او دايسکريم په جوړولوکې په زړه پورې رول لوبوی.

ب- سينګار
ګلاب دښکلي رنګ اوعطروپه لرلوسره دمخ، لاسونواوپوستکي په کريمونو،عطرونو،صابون، شامپو اونورو کې په کاراچول کيږي. دصنعتي توکود جوړولوترڅنګ، وچې پاڼې يې دبالښتونواو ښکلا (Decoration) په طرحه کولواو جوړولوکې ځانګړى رول لري.
ج- درمل
داوږدوزمانوراپه دې خوا ګلان په يوناني اومدني طبابت کی د درمل په توګه دبیلابیلوناروغیوددرملنې له پاره کاريدلي او دا چاره لاپه پرله پسی توګه روانه ده.

دګلابروزنی دتکنالوژۍ پربنسټ دګلابودلوړحاصل دټولولوفصل د مياشتی په اوږدوکې پای ته رسیږی چی له يوهکتارځمکې څخه ٣٠٠٠ کیلوګرامه ګلپاڼې لاس ته راځي چې له نوموړوپاڼوڅخه له ٠،٨-١ ليټرو پورې تيل لاس ته راځي چې د٢٠١١ کال دراپورله مخې د اروپا په بازارکې يوکيلوګرام عضوي تيل مبلغ ٥٧٠٠ ایرو اوپه نوموړي مارکيټ کې يوکيلوګرام غيرعضوي تيل مبلغ ٤٧٠٠ ايرو پلورل کيږي.

ګڼه دګلپاڼوحاصل په يو هکتار ځمکه کې په کیلوګرام داستحصال شووتیلو مقدارپه يوليټرکې په نړۍ وال مارکيټ کې دګلابوديو
ليټر تيلو قيمت په اېرو ديوليټرتيلوقيمت په افغانيو
١ ٣٠٠٠ ٠،٨-١ ٤٠٠٠ ١٩٥٢٠٠-٢٤٤٠٠٠

که چيرې په نوموړې يوهکتارځمکه کې غنم وکرل شي نوپه ٢٠١١ کال کې ديوهکتارځمکې دغنمود حاصل عايدمبلغ ١٠٥٠٠٠ افغانۍ کيږي چې دګلابودمحصولاتوعايد دغنمودعايدڅخه نږدې درې ځلې لوړدى. همداراز دګلابو اوبه ځانته پرخپل ځاى ارزښت لري چې يو ليټريې سږکال په ٥٠ افغانۍ پلورل شوي دي.

پخواتردې زموږپه هیوادکې دګلابو روزنه يوځانګړى اوشخصي فن و چې دبازارموندنې په موخه ترې کار نه اخيستل کیده، خواوس، اوس چې په شغل بدل شوى، په لسګونوهکتاره ځمګه دګلابروزنې په موخه کرل کيږي په بیلابیل ډول پرې پانګه اچونه شوې ده اوپه يونوي اقتصادي مهارت بدله شوې ده، چې پټیو، باغونو، پارکونو اوښارونوترڅنګ په ګلخونو، شنوخونو،ګلدانونواونوروکې دګلونو کرل د ګلونوداقتصادي ارزښت پخلى کوي.