د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خلک،‌زاڼې

سيدمنتظرشاه 18.01.2013 19:57

غازي وطن، شهيد يې کلي او زما ښکلي خلک
زما په ذهن کي انځور دي د وخت څلي خلک
مورې ! له چا دې د کنډو بچيو پوښتنه وکړم
خدایه ! په تا مې مور سپارلي وو ښاغلي خلک
بوډا دادا مې راته ويلي وو، ماپنځه وخته کې
له الله هیله وه بچيه ! خپل ویاړلي خلک
د ژوند سفر کې تا له پښوڅه له لاسو واچول  
هغوې له تا سلامت غوښتي وو سپیڅلي خلک
رضا دې منمه په سترګوخو ليمونه مې ګران
ما د شعرونوپه شپيلۍ کې دی ستایلی خلک
یوه ګيله مودرته پښو کې د سپیدو ایښې ده
چا په رڼا چا موپه شپوکې دي وژلي خلک
موږه د ستورو په جرګو کې شومه دم غندلی
هم مو په ویښه هم په خوب کې دي لمانځلي خلک
موږ دهر غله پسې د شپې یوځلې تړه کړې
ما په سلګیوما په  سرني دی پاڅولي خلک
د یو مړوند د تاویدو وس يې منګل کې وینم
که له اوږده خوبه راپاڅی په خوب تللي خلک
سيدمنتظرشاه
احمدشاه بابا مېنه- کابل
۱۲-۱۰-۱۳۹۱ یا ۱-۱-۲۰۱۳



زاڼې
د یو ښکلي سین ترغاړې
د جانان کیږدۍ ولاړې
په ډالۍ کې رانه غواړي
زما زرغونې سترګې دواړې
د سپوږمۍ ترسیوري لاندې
یو دوه هیلې تاندې واندې
څو تبجنې شیبې شمیري
د بیلتون پر دښتې شاړې
یو څوستورو لا غوږ ایښی
زما د مات رباب کیسې ته
یو ادم سترګي په لار دی
چې یو شپه درخو رانغاړې
دلته جوش دی بټ خوټیږي
سرنه سر په کې ويشيږي
هلته هسک اسمان ویده دی
دلته تاندې کونډې واړې
هلته پاس ستوري اتڼ کا
چې سپوږمۍ راځي ګودر ته
دلته تاندې سپوږۍ مړې دي
وخته څه له موږه غواړې
هلته ټول پیروني مست دی
هلته ټوله خپلواکي ده
دلته چوپ ولس روان دی
ځه په څه بلا به واوړې
هلته دټولو مخ ته یو دی
لکه مخکې یې یوه زاڼې
دلته ټول یو مخکې کړي
ځکه ټولې کيسی لواړې
هلته ميني کرل کيږي
هلته زړونه اباديږي
دلته وينې مينی چور شوی
هه درنې خبرې ولاړې
دلته ټوله بلواکي ده
دلته ټوله بیګاړي ده
خيردی ،خير دې شه وطنه
ته په څه غمو لتاړې
ټول که ستوري شئ رڼاشئ
د تيارو دغم دوا شئ
شئ یوموټی یو امساشئ
هرمورچل کې به یوکاړې

جلالکوټ
۱۳۸۲