د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بي باوره کرښه

سيدمنتظرشاه 31.05.2013 19:05

بې باوره کرښه
کلونه وړاندې ،
زموږ د زاړه ښوونځي هه خام ټولګي ته،
د ختيزلورنه له کوچنۍ دريڅې
د لمرکمکۍ زرينه وړانګه راتله
ښه مې په يادشي
چې د ټولګې له هه کوچنۍ دريڅې
ګردۍ ګردۍ کړۍ کړۍ وړانګې
زموږ په هيلووريدې خوريدې
موږ به لاسوکې رانيوې
خو هه به تلې رپيدې
هغه رنګينې پاروونکې شېبې،
تل به هغې ته
د لومړي ساعت ښوونکی
دپای ټکي ايښود
ما په لومړي ځلې يو درد وڅښه
ومې ژړل،
زما کتاب، زما مضمون
زما د ټولګي واړه کوچنيوملګرو
راسره وژړلې
تراوسه نه پوهيږم
چې موږهغې شيبې ته ولې ژړل،
خو
هغې لمرينې شېبې
لکه پرديس لاروی
زما د ژوند پرواټ تصويرپريښی دی
په هاغه ورځ زما ماشوم زما کمکي ملګري
خپله کمکۍ ژبه کې
تعريف داوښکې له استاده وغوښت
هغه ژړا اوهغه اوښکې زموږ ،
د مالګې تريو
د اوبوتړم ترکيب
استاد تعريف راته د اوښکې وکه
سرله هماغې شيبې
يوه بيکاره
يوه تته بې باوره کرښه
زما، د ټولګي اود استاد ترمنځه
تيره شوله
د هه کمکي مهاله
ان بيا ترننه پورې
د تتې کرښې پر ټټرباندې انځور وينمه
يوه کمکۍ يوه ماشومه هيله
چې،
د تړمواوښکو په کمزوري کاروان
د خپل دادا جنازه
زموږ د کلي هديرې پورې وړي
دې نه منونکي تعريف
زموږ ترمنځه يو واټن پرانيست
له دې نه پس
نه مې استاد نه مې زړګۍ
دا فيصله منله
بس له هماغې مهال
زه د کيمياپه لوست کې پاتې يمه

ليندۍ ‍‍‍‍‍۱۳۹۱
احمدشاه بابا مېنه- کابل