د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ګلاب جغرافياوي خپرېدنه (دريمه برخه):

سيدمنتظرشاه 31.10.2012 18:24

دسورګل اصلي منشاسهيل ختيځه اسياپه تيره بيا ايران او افغانستان ذکرشوي دي. افغانستان معتدله اوځينی سيمی يی سړه هوالری، اصيل ګلاب په دی هيوادکی معمولا دپسرلی په موسم کی توليديږی خو نورګلاب په نورو موسمونوکی هم ترسترګوکيږی.
نن سورګل دنړۍ په ټولوهيوادونوکې کرل کيږي، چی وروسته دنړۍ ټولوهيوادونوته يی دتوليدلمن پراخه شوه. ډيره ستره برخه يې دبالکان په هيوادونو، فرانسه، ترکيه، مراکش اوايران کې توليديږي اونوروهيوادونوته استول کيږي. په افغانستان اوايران کې يې کرنه له پخوانيوزمانوڅخه دود ده. زموږ په هيوادکې يوازې د ديرو، حجرو، بڼونو، پارکونو، ماڼيو، دولتي موسساتوکې کرل کيږي په دی وروستيوکی ګلابو ورو، ورو دصنعتی واټ لاره نيولی ده يانی د خلکوپام اوس دی ټکی ته راګرځيدلی دی چی له ګلونو څخه په صنعت کی کار واخلی خونوموړی چاره په هيوادکی ډيره کمزوری پرمخ روانه ده. کيدايشی په نژدې راتلونکی کې په عايداتي محصول بدل شى خوپه ايران کې په دې وروستيو کلونوکې دګلونود راټولو صنعت د بڼوالۍ د غوره محصولاتو څخه ګڼل کيږي اومحصول يې دکال په ټولوفصلونوکې مارکيټ ته عرضه کيږي.

د ګلابواقتصادي ارزښت

کله چې يوه غوښتنه داړتياله مخې په فرهنګي ارزښت بدله شي او په راکړو ورکړوکې ځاى ونيسي د زمان په اوږدوکې په اقتصادي ارزښت بدليږي چې ددې واټ پرګوډونوکې دولت، اقتصادي بنسټونه (خصوصي سکتور، مدنې ټولنې او يا نورې ورته اقتصادي بيلګې) هڅونه، روزنه اوپانګونه کوي.

د ګلابود روزنې، توليداومحصول د لاس ته راوړولوپه واټن کې بېلا بېل خلک په کارګمارل کيږي، چې يو لړيې دکرلواو روزنې پروسه څاري، بله ډله يې د محصولاتوپه راټولوکې ونډه اخلي، درېمه ډله يې د پروسس چارې سرته رسوي اوڅلورمه ډله سوداګردي چې نوموړى محصول د نړۍ بازارونوته وړاندې کوي اوپه پايله کې يې هېواد ته بهرني اسعار راستنيږي چې د ملې اقتصادپه پياوړتياکې بشپړه ونډه اخلي.

لکه څنګه چې طبيعي لورېنې ډاډ راکوي چې افغاني ګلونه به د نړۍ د ټولوګلونوسره دسيالۍ مزي ټينګ کړي اوپردی واټ به اړوندو ماهرينوته د وړتياوو د لوړولوچاره برابره اودهيوادد ودی اوپر مختګ له پاره به لاره اواره شی. پانګه وال به وهڅول شي چی د ګلونود محصولاتوپه پروسس کې پانګونه وکړي. د هيواد د تفريحي ځايونوارزښت به لوړاوسيمه به د ښکلي چاپيريال په درلودلوسره د نړۍ د سيالانيانوله پاره په سيالځاى اوتفريحځاى بدله شي.
ګلابونه نه يوازې په طبابت، ښکلا،وچوپاڼواو نورو فرهنګی چاروکې کارول کيږی بلکې کله چې د ګلابو تيل لاس ته راشي نوپه بېلابېلو صنعتي چاروکې ور څخه کار اخيستل کيږي، تيل يې دلوړ کيفيت لروونکي دي چې د خپل ارزښت له مخې په لاندينيوتوکوکې کارول کيږي:

الف- خوراکي توکي:
ګلاب د خوراکي توکود خوند، ښه بوي ، رنګ او څه ناڅه کيفيت په لوړولواود نوموړو توکوله پاره د مارکيټ په موندلوکې ځانګړى رول لري. ګلاب په چکليټونو، خوږو، مرباو، چايو، ککو، بسکيټ، کيکونو او دايسکريم په جوړولوکې په زړه پورې رول لوبوی.

ب- سينګار
ګلاب د ښکلي رنګ اوعطروپه لرلوسره د مخ، لاسونواو پوستکي په کريمونو،عطرونو،صابون، شامپو او نورو کې په کاراچول کيږي. د صنعتي توکود جوړولوترڅنګ، وچې پاڼې يې د بالښتونواو ښکلا (Decoration) په طرحه کولواو جوړولوکې ځانګړى رول لري.
ج- درمل
د اوږدو زمانوراپه دې خوا ګلان په يوناني او مدني طبابت کی د درمل په توګه دبېلابېلوناروغيو د درملنې له پاره کاريدلي او دا چاره لاپه پرله پسی توګه روانه ده.

د ګلابروزنی د تکنالوژۍ پربنسټ د ګلابود لوړحاصل د ټولولو فصل د مياشتی په اوږدوکې پای ته رسيږی چی له يوهکتارځمکې څخه ٣٠٠٠ کيلوګرامه ګلپاڼې لاس ته راځي چې له نوموړوپاڼوڅخه له ٠،٨-١ ليټرو پورې تيل لاس ته راځي چې د٢٠١١ کال د راپورله مخې د اروپا په بازارکې يوکيلوګرام عضوي تيل مبلغ ٥٧٠٠ ايرو اوپه نوموړي مارکيټ کې يوکيلوګرام غيرعضوي تيل مبلغ ٤٧٠٠ ايرو پلورل کيږي.

ګڼه دګلپاڼوحاصل په يو هکتار ځمکه کې په کيلوګرام داستحصال شووتيلو مقدارپه يوليټرکې په نړۍ وال مارکيټ کې د ګلابوديو
ليټر تيلو قيمت په اېرو ديوليټرتيلوقيمت په افغانيو
١ ٣٠٠٠ ٠،٨-١ ٤٠٠٠ ١٩٥٢٠٠-٢٤٤٠٠٠

که چېرې په نوموړې يوهکتارځمکه کې غنم وکرل شي نوپه ٢٠١١ کال کې ديوهکتارځمکې دغنمود حاصل عايدمبلغ ١٠٥٠٠٠ افغانۍ کيږي چې دګلابودمحصولاتوعايد دغنمودعايدڅخه نږدې درې ځلې لوړدى. همداراز دګلابو اوبه ځانته پرخپل ځاى ارزښت لري چې يو ليټريې سږکال په ٥٠ افغانۍ پلورل شوي دي.

پخواتردې زموږپه هيوادکې دګلابو روزنه يوځانګړى اوشخصي فن و چې دبازارموندنې په موخه ترې کار نه اخيستل کېده، خواوس، اوس چې په شغل بدل شوى، په لسګونوهکتاره ځمګه دګلابروزنې په موخه کرل کيږي په بيلابيل ډول پرې پانګه اچونه شوې ده اوپه يونوي اقتصادي مهارت بدله شوې ده، چې پټيو، باغونو، پارکونو اوښارونوترڅنګ په ګلخونو، شنوخونو،ګلدانونواونوروکې دګلونو کرل د ګلونوداقتصادي ارزښت پخلى کوي.

دګلابوفرهنګي اوښکلاييزارزښت
(Cultural and Ornamental Value of Roses):

دتاريخ په اوږدوکې ګلابونه دنړۍ له ډيرو منل شووګلونوڅخه ګڼل شوي دي چې دژوند په بيلابيلو اړخونوکې د هنرمندانو، ګلروزونکو، شاعرانواومليارانوله خوا کارول شوي، ستايل شوى اود خوښېو، ښادېو، مذهبي او ملي مراسموپه لمانځلوکې ورځينې کاراخيستل شوى دى.

دانساني ژوندله پيل سره جوخت اويا د ډيرو پخوانېوزمانوڅخه راپه دېخوا دګلونوکرل او روزل ، پېل شوي دي، دګلونوکرله زيږدې پېړۍ څخه لږترلږه ٥٠٠ کاله وړاندې په مديترانه يې هېوادونوکې پيل شوي دي.

ګلاب له انساني فرهنګ سره يونه شلېدونکى تړاولري چې دانساني ژوندله پيله دټولونسلونوسره جوخت تردې دمه را رسېدلى اوديوهوسا، ارام او سوله ييز ژوند د دوام اوپايښت له پاره د يوترکيب په بڼه يې د انساني ژوندسره همغاړيتوب کړى دى.

ګلاب دهغونباتاتوله ډلې څخه دى چې دانسانانوله ژوند څخه يې وړاندې شتون درلود وروسته انسانانو دخپلواړتياوو له کبله دخپل ژوندانه په چاروکې په پراخه کچې سره را ونغاړه. دطبيعت د لورينوله برکته د ژوندپه هره ګوښه کې ېی ستاېنه او يادونه وشوه تردې چې زموږ دهېوادله فلکلوري هنره نېولې بياان تردې دمه په بېلابېلوهنرونوکې يې کارونه دود ده.

ګلاب دفرهنګي، ښوونيزاوهنري اهميت لرونکې دي، دشعر، موسيقۍ، انځوراونوروثقافتي چاروپه شان يوهنراومهارت دى. بايدپه يادولرو، هرګلاب چې تاسويې په ګلځاى، شنه خونه اويا ګلدان کې وينئ دطبيعت دڅوميليونوکلونو، دماهرينو، فيلسوفانو دنوښت، ذوق، هوښ اوڅيړنې څوزره کلن محصول دى.

ګلابونه زموږ دافغاني فرهنګ يوه بيلګه اوځانګړنه ده چې افغانانوسينه په سينه تردې دمه راوړي ، وده يې ورکړې ده دفرهنګ په بيلابېلواړخونوکې لکه شعر، لنډۍ، چستان اونوروکې يې پېېلى دي لکه په دې بيت کې:
دريې کړم په لاس کې چې منګل دې شي پرې ډکه
يوه ښه غونچه دګلوچې شاهان يې بويه وي.

د لرغونوزمانوراهسې دګلابو کرنه دطبيعي زرغونتياترڅنګ په فرنګي توګه زموږ په هيوادکې دود ده اوزموږ دفرهنګ سره اوډل شوې ده چې افغاني فرهنګ په هيوادکې دګلونودمنشااوهست شاهد دى چې يوه پيغله يې ديوه زلمي سره دمينې په دود داسې ثابتوي.
سپوږميه سروهه راخيژه
جانان دګلولوکوي ګوتې رېبينه
خداى پوهيږي چې پورتنې لنډۍ به زموږ دټولنې دکوم تاريخي پير پورې تړلې وي، ځانګړې نيټه يې نه ده معلومه ، ويناوال يې هم نه دى روښانه خودومره ويلاى شوچې ويناواله يې يوه پښتنه پيغله ده چې موږ ته دګلونولرغونوالى، زموږوالى اوافغاني والى راښيي.

ګلاب له اوږده مهاله دديرو، حجرو،پارکونوپه جوړولو، دښار پر شااوخوا دګلونواوشنودیوالونو، د لويو لارو پرواټونو، سيال ځايونو،ددولتي ادارو،ماڼيو، دشخصي اوخصوصي لوړپوړو ودانيو څخه راچاپير ښکلا ييزې احاطې اونورچې د چاپيريال د ښکلا له پاره ستره اډانه ده، زموږ دټولنې په کوټلى دود بدل شوى دى.

همدارازدګلونو پاڼې چې په تخينکي ډول وچې شوي وي دکورنو، ميلمستونونو، ماڼيو، تالارونو، حجرو، هوټلونواو نورو ښکلاييزو ځايونو ښکلا (Decoration) له پاره کارول کيږي يانې په داسې لوښو کې چې منظمه ښکلاولري اچول کيږي چې له امله يې دښکلا ترڅنګ په نوموړوځايونوکې دښه بوي لامل هم ګرځي.

ګلاب په ټوله کې په ژمي کې پاڼې تويوي يوازې لږيې چې دسهيل لويديزی اسياڅخه يې سرچينه اخيستې تلسمسوردي، لکه مخکې چې په سريزه کې يادونه وشوه دګلونودښکلا ، بيلابيلورنګه ګلونو، دځينوتلسمسوري، ددې سبب شوې چې دګلونوپه طبيعت کې لاسوهنه وشي، په ښکلا، پاڼو، تيلې، عطره ييزه مرکباتو، دګلونو او ګلپاڼوپه پرله پسې والي اودګلونودموسم په اوږدوالي کې منظم اوپه زړه پورې بدلون راشي نوپه همدې مناسبت په ١٩ مه پيړۍ کې يو فرانسوي ګلپوه امپريس جوسيفين (Empress Josephine)له خوا چې په ملماسون (Malmison)کې اوسيده په خپل باغ کې يې دلومړي ځل له پاره دګلونونسلګيري ترسره کړه اود ګلونو دوه رګه کولواو تنوع له پاره يې لاره هواره کړه چې د لومړي ځل له پاره دګلابوپه ډولونوکې يوه علمي اوفرهنګي لاسوهنه وشوه چې اوس د ګلونوپه نوعو باندې دهنري او ښکلاييزو پروګرامونوترڅنګ د نسلګيرۍ پوهنييزې اوعلمي څيړنې پرمخ روانې دي، چې دهرې څيړنې وروسته دځينوځانګړوموخوله پاره دګلابونو نوي ورايټي منځته راځي اود ښکلاييزو نباتاتوپه ليکه کې دريږي. ددې سره سره په انساني فرهنګ کې د ګلابونو د روزنې له پاره يوه نوى فرهنګي لاره هواره شوه.

ګلابروزنه که له يوې خوا مهارت دى له بله پلوه د روحي اورواني ناروغيود مخنيوي لامل، دکارموندلو يوه ښه بيلګه ، دژوند د چاپيريال ښکلا اودبشري ټولنې داوسيدونکوله پاره دسوله ييز ژوند يوتلبهانده پيغام دى.

نور بيا