د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کبيرخان په اړه پرېکړه اخري ده

کرکټ څانګه 21.08.2010 20:47

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايه مشر وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې پخواني روزونکي په اړه د کرکټ بورډ پرېکړه اخري ده او بيا په کې بدلون نشي راتلی.

ډاکتر حامد شينواري چې ټول افغان سره له کابله د ټيلي فون په ليکه خبرې کولې وايي چې لا تر اوسه یې د بل روزونکي د ټاکلو په اړه پرېکړه نه ده کړې خو ښاغلي راشد لطيف ته یې د ملي لوبډلې ټولې واګې ورکړي دي او په راتلونکي کې غواړي چې د ملي لوبډلې لپاره د بالنګ ښه روزونکی ولري چې په دې برخه کې کوم کمی محسوسېږي هغه پوره کړي. نوموړي دا خبره پرون د امريکا غږ سره هم په يوه مرکه کې کړې وه.

له بله پلوه روزونکي کبيرخان په فيس بوک په خپله پاڼه خپلو مينه والو ته په يو پيغام کې ويلي دي چې ((زه د افغانستان کوچ يم او که نه، دا څه غټه خبره نه ده، اصله خبره د افغانستان مستقبل دی. زما له هيچا نه ګيله نشته، د هر کار يو اخر وي، او زما به هم دومره ټايم و دلته. د الله هر کار کې مصلحت وي. د کرکټ بورډ لپاره به روزونکي ډېر وي او ما له کارونه خو افغانستان زما وينه او زړه کې دی.))

د کبيرخان وخت د افغان کرکټ بورډ سره تېره اونۍ پوره شو چې کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د کبيرخان استعغا یې ومنله خو کبيرخان وويل چې استعفا یې نه ده کړې.

اوس نو دواړه په دې باور ښکاري چې د کرکټ بورډ سره د کبيرخان روزنيزې اړيکې پای ته رسېدلي دي.