د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار د ولایت د لوبډلې د غوراوۍ لومړی پړاو پای ته ورسید

کرکټ څانګه 21.08.2010 13:07

پرون د جمعې په ورځ په ننګرهار کې د کرکټ بورډ امریت په راروانو ولایتي شل اوریزو سیالیو کې د همدې ولایت د لوبډلې لپاره د غوراوۍ لومړۍ مرحله پای ته ورسوله. دا غورای د سلګونو لوبغاړو له منځه ترسره شو.

د ۲۵۰ لوبغاړو څخه زیاتود ننګرهار د لوبډلې لپاره عملي ازموینه ورکړه، لوبغاړي په دوو برخو توپ اچونکو او توپ وهونکو ګروپونو ویشل شويې وو، هر توپ اچونکي به توپ وهونکې ته له ۲۰ زیات توپونه اچول بیا به د لوبغاړو د غوراوۍ کمیټې د کرکټ د معیارونو په اساس لوبغاړی د دویمې مرحلې د غوراوۍ لپاره غوره کول.

 دویمې مرحلې ته۵۰ ښه لوبغاړي غوره شوي او له دې ۵۰ لوبغاړو څخه به سبا ته د غوراوۍ په دویمه مرحله کې د ۱۴ څخه تر ۱۷ پورې د ننګرهار لوبډلې لپاره تکړه لوبغاړي غوره کیږي.

د ننګرهار لوبډلې د غوراوي کميسيون د کرکټ د پخوانیو لوبغاړو او د کرکټ د متخصیصنو څخه د ننګرهار د کرکټ بورډ امریت تشکیل کړی وو، د ملي لوبډلې پخوانی  مرستیال روزنکی تاج ملوک عالم، فریدالله، خان الله، بشیر ابراهیم خېل د ننګرهار په ولایت کې د کرکټ پخواني لوبغاړي او د ننګرهار د ولایت د کرکټ بورډ د امریت معاون قرار عزیزي د غواروۍ د کمیټې غړي ټاکل شوي دي.

په ننګرهار کې د کرکټ بورډ امر قاري هدایت الله د لوبډلې د غوراوۍ لپاره د ننګرهار د ټولو ولسوالیو کرکټ لوبډلو او لوبغاړو ته څو ورځې مخکې خبر پاڼې استولې وې چې د ننګرها د لوبډلې په غوراوۍ کې ګډون وکړي، قاري وايې چې دا لومړی ځل دی چې د ننګرهار د لوبډلې لپاره د غوراوۍ داسې کمیټه ټاکل کیږي او دومره لوبغاړي پکې د ننګرهار د ګ ډ ګډ څخه ګډون کوي.

د ننګرهار د کرکټ بورډ امریت په پام کې لري چې د ننګرهار لپاره کومه لوبډله غوره شي هغه به پښتونخوا ته لیږل کیږي او هلته به د پښتونخوا د کرکټ د کلبونو سره سیالۍ ۴ کوي تر څو راروانو شل اوریزو ولایتي سیالیو ته ښه چمتو شي.

د ملي لوبډلې پخواني مرستیال روزونکې تاج ملوک رسنیو ته ویلي چې په رارونو شل اوریزه ولایتي سیالیو کې به د ننګرهار د لوبډلې افتخاري روزنه کوي.