د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کبيرخان د استعغا په اړه د کرکټ بورډ رسمي خبرپاڼه

کرکټ څانګه 20.08.2010 00:00

د کرکټ بورډ اجرايه مشر حامد شينواری

د افغانستان کرکټ بورډ د روزونکې کبیر خان استعفا ومنله

له څو ورځور راهیسې د ملي لوبډلې روزونکي حاجي کبیر خان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ته په تیلیفوني پیغام کې له دندې د استعفا کولو غوښتنه کړي وه، د کرکټ بورډ لوړپوړو چارواکو د کرکټ بورډ د مشر ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ  پرله پسې ناستې وکړې او په پای کې د روزونکي کبیر خان غوښتنه منل شويې اعلان کړه.

د استعفا له منلو وروسته روزونکي کبیر خان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ته په تلیفوني پیغام کې د هغه د استعفا ورکولو منلو مننه کړې او پکې یې ویلي چې(( له ستاسو څخه ډېره مننه چې زما مشکلات مو په پام کې ونیول او زما استعفا مو ومنله)).

د افغانستان کرکټ بورډ د ښاغلي حاجي کبیر خان لاسته راوړنې د کرکټ په ډګر کې ستايي او له خدمتونو یې د زړه له تله مننه کوي، کرکټ بورډ وايې چې د کبیر خان د خدمتونو څخه سترګې نه شي پټولی او همېشه یې احسان وړونکی او منندوی دی.

کرکټ بورډ وايي چې دا کار مو د ښاغلي کبیر خان په خوښه کړی ځکه چې نوموړي د کرکټ بورډ له مشر څخه په کله غوښتنه کړې و چې هیله لري کرکټ بورډ يې ستونزې په پام کې ونیسي نو همدا لامل و چې کرکټ دا فیصله وکړه.

کرکټ بورډ د ښاغلي کبیر خان له بي بي سي پښتو څانګې  سره د څرګندونو هم خبر شوی چې وايي تیلیفوني پیغام یې د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ته استولی خو دا نه مني چې استعفا یې په کې ورکړی وي، کرکټ بورډ دې ته هم تیار دی چې د ښاغلي کبیر خان دغه ټیلیفوني پیغام رسنیو سره شریک کړي.