د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار هارډ بال کرکټ ټورنمټ مارکوشهرا لوبډلې وګټلو

کرکټ څانګه 10.08.2010 11:12

په ننګرهار کې د هارډ بال ټورنمټ چې پرون یې پای لوبه ترسره شوه د مارکوشهرا لوبډلې له شینواري۱۱ څخه وګاټه.

پرون د ماسپښین ۳:۰۰ بجې پچه شینوارې۱۱ وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، په ۱۷ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۳۱ منډې هدف مارکوشهرا لوبډلې ته وټاکه.

له اوبو څښلو دمې وروسته مارکوشهرا لوبډلې په توپ وهنه پېل وکړ، ټاکلی هدف یې مخالف لوبډلې ته په ۱۴ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوزیدو پوره کړ او ټورنمټ ګټه یې د خپل ځان پسې ولیکله.

د پای لوبې غوره لوبغاړی د مارکوشهرا لوبډلې تکړه لوبغاړی تاج ولي شو چې په ۳۱ توپونو يې ۵۳ منډې وکړي.

د ټول ټورنمټ غوره لوبغاړی هم د همدې لوبډلې تکړه توپ اچونکی شهنواز شو چې په ټول ټورنمنټ کې د مخالفو لوبډلو ۱۳ لوبغاړي سوزولي و.

پای لوبې ته پرون د دې ولایت لوړپوړي چارواکي او په دې ولایت کې د کرکټ بورډ د امريت مسؤل عزیز قرار هم ورغلی و.

د ننګرهار د هارډ بال ټورنمټ مسؤل او اداره کوونکي تحصیل خان شینواری وايي چې په دې ټورنمټ کې تکړه لوبغاړو خپل استعداد وښوولو، په ننګرهار کې د کرکټ بورډ د مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې په راروانو ولایتي سیالیو کې د ننګرهار لوبډله له تکړه لوبغاړو جوړه کړي.

د ټورنمټ مالي لګښت ډاکټر رحمت ګل شینواري ورکړی و، پرون ښاغلي شینواري په خپل لاس د ټورنمټ ګټونکو لوبډلو،لوبغاړو او نورو مستحقینو ته کپونه ورکړل.