په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د سولې په نامه سيالي ترسره کېږي
02.08.2010 22:25د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته وويل چې د کورني کرکټ د پياوړې کولو په ترڅ کې یې د ګردیز په ښار کې د سهر سپورتي ټولنې لخوا د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ د کرکټ د سولې په نوم سيالي په لار اچولې ده چې ځانګړي موخه یې په هیواد کې سوله او ارامي غوښتل دي.
د سهر کلتوري، فرهنګې او سپورتي ټولنې غړي ګل کریم سهر د سولې د کرکټ د سیالو د جام په جوړولو ډیر خوښ دی، سهر وایي چې په هر کال کې د سهر ټولنه د کرکټ درې سيالي جوړول په پام کې لري، د سهر د ټولنې په سپورتي اساسنامه کې باید د کرکټ سيالي د هیواد د ملي شخصیتونو به نوم ونومول شي خو په دې وخت کې د ټولنې ټولو غړو نظرونه وړاندې کړل چې هیواد په دې ورځو کې د سولې درملو ته اړتیا لري همدا لامل و چې دغه جام مو د سولې د کرکټ جام په نامه ونوماوه.
سهر وایې (( ځوانان د دواړو خواوو کورنيو جګړو او خپلو منځو تاو تریخوالي ښکار کیږي، دغه پکتیا په زړه کې د سولې د کرکټ د سیالیو ټورنمټ همدا یوه موخه ده چې په هیواد کې سوله غواړو، نور ښکلي ځوانان په اورونو کې وژل نه غواړو، راځﺉ چې د هیواد په ګوډ ګوډ کې د سولې پیغام خپور کړو، راځﺉ چې د سولې لاسونه ورکړو)).
سهر وايي چې په هیواد کې پکتیا او ننګرهار د کرکټ د پرمختګ زانګو ده خو ګيله یې وکړه چې ((د کرکټ سټډیم څه چې د کرکټ لوبغالی هم نه لرو)). نوموړی زياتوي چې د کرکټ د پرمختګ په وړاړندې دا لویه ستونزه ده، د هیواد سوداګر او چارواکو څخه د دې ستونزې د حل کولو لپاره جدي پاملرنه غواړم.
څو ورځې مخکې د پکتیا په ولایت کې ولسې جرګې ته نوماندې او د سهر د ټولنې غړې شریفې زرمتۍ د مالي وزیر او د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخیلوال سره ژمنه کړي چې د یو لوبغالي جوړو ته په پکتیا کې تیاره ده.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري په پکتيا کې د کرکټ بورډ د استازي سره اړیکې نیولي چې د سولې د جام د سیالیو ګدونکونکو لوبډلو ته چې ۳۲ ته رسیږي د کرکټ د یونیفارم جوړ کړي.
د سولې د کرکټ د ټورنمټ ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوي او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې ځای لري.
د سولې کرکټ سیالیو دوه دیرشو لوبډلو ګروپ ویشنه:
(ا) ګروپ لوبډلې: پوهنتون، اتحاد مهلند، دولت زی، جهاد مېنه.
(ب) ګروپ لوبډلې: لیسه، اتفاق، سعادت ګردیزی، شهید ډاکټر نجیب.
(ج)ګروپ لوبډلې:سوپر سټار، خیبر، شاهین، عیسی زوی.
(د) ګروپ لوبډلې: رود احمدزی، خوازک، تاند سهر، زمزم.
(ه) ګروپ لوبډلې: نیازالله احمدزی، افغان، تاند، عبدالشکور رشاد.
(و) ګروپ لوبډلې: زرمت، تېره، اسلام قلا، پښتونخوا.
(ځ) ګروپ لوبډلې: تندر قلې اردو، اتل احمدزی، زرمت نیازی، احمد اباد.
(ح) ګروپ لوبډلې: سید کرم، دولت زي، شرکت عزیز یار، نیاز الله احمدزي (ب) لوبډله.
د سولې د کرکټ ټورنمنټ د زمري په شپږمه پېل شوی چې تر اوسه پکې درې ګروپونو او د څلورم ګروپ دوو لوبډلو لوبې کړي چې په لاندې ډول دي:
ګټونکې لوبډله |
لوبډلې |
ګروپ |
پوهنتون |
اتحاد مهلندXپوهنتون |
الف |
جهاد |
جهادXدولت خپلواک |
الف |
لیسه |
اتفاقXلیسه |
(ب) ګروپ |
سعادت ګردیزي |
شهید ډاکټر تجیبXسعادت ګردیزی |
(ب) ګروپ |
خیبر |
خیبرXسوپرسټار |
(ج)ګروپ |
عیسی زوی |
عیسی زویXشاهین |
(ج)ګروپ |
لا معلوم نه دی |
خوازکXرود احمدزی |
(د) ګروپ |