ننګرهار: د بټي کوټ په ولسوالۍ کې سيمه ييزه سيالي روانه ده. نيمه پايلوبه کې شينواري ايليون هزارناو مات کړ
22.07.2010 18:51په ننګرهار کې د یو سيمه ييزې سيالۍ په ترڅ کې چې د بټي کوټ ولسوالۍ د شهرا په لوبغالې کې ترسره کېږي د شینواری ایلیون او د هزارناو د کرکټ د لوبډلو تر منځ نیمه پایلوبه ترسره شوه چی د شینواری ایلیون په ګټه تمامه او پایلوبې ته یې لار ومونده.
پچه د هزارناو د کرکټ لوبډلې وګټله او شینواری ایلیون یې توپ وهنی ته راوبلل، د شینواری ایلیون د کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونوکښې د ۶ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۶۸ منډې جوړی او د هزارناو د کرکټ لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
د شینواری ایلیون لخوا لعل ګل ۷۰ او د لوبډلې کیپتان بسم الله جان ۴۸ منډی او د متقابلې لوبډلې ۴ لوبغاړی یې هم وسوزول.
په ځواب کښی د هزارناود کرکټ لوبډلی ټول لوبغاړی صرف په ۹۶ منډووسوزیدل او شینواری ایلیون په ۷۲ منډو بری تر لاسه او پایلوبې ته ورسیدل. د هزارناو د لوبډلې لخوا شمیم ۳ او اسرار ۲ لوبغاړی وسوزول. بسم الله جان د لوبې د غوره لوبغاړی اعزاز خپل کړ.
یاده دې وي چې دوهمه نیمه پایلوبه به د پنجشنبی په ورځ (د جولای په ۲۲مه ) د بټی کوټ او د کوټ (زربچېی) د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د بټی کوټ په شهرا لوبغالې کښې ترسره شي.