د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لومړی ډويژن: ايرلينډ له افغانستان څخه په ۳۹ منډو وګټله. ICC وايي چې له افغان توپ وهونکو ډېره تمه کېده

کرکټ څانګه 03.07.2010 13:07

متل دی چې کيچونه ګټي ميچونه. دا متل د دې لوبې په اړه سم و. ايرلينډ کيچونه ونيول او لوبه یې وګټله، افغانستان شپږ کيچونه وغورزول او لوبه یې بايلوده.

 د افغانستان او ايرلينډ په لوبه کې ايرلينډ پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. ايرلينډ لومړی ورو روان و او افغان توپ اچونکو او په ځانګړې ډول خالقداد نوري اوشاهپور ځدراڼ وکړای شول چې د ايرلينډ منډې کابو کړي. خو وروسته ايرلينډ وکړای شول چې منډې زياتې کړي. ايرلينډ وکړای شول چې په ۵۰ اورونو کې د ۹ کسانو په سوځېدو ۲۳۷ منډې وکړي او افغانستان ته له تمې پورته هدف وټاکي. په دې منډو کې افغانستان ۱۵ وړيا منډې ورکړي دي.

د کپتان نوروز منګل د توپ اچونکو غوره کول ډېر بريالي نه و په ځانګړې توګه اخري دوه اورونه یې په داسې حال کې محمد نبي ته ورکړل چې د ځلېدلي توپ اچونکي خالقداد نوري دوه اورونه پاتې وو. محمد نبي په اخري دوه اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې چې دوه پکې شپږيزې وې. د محمد نبي په اخري دوه اورونو کې د ايرلينډ دوه ويکټې هم وغورځېدې چې یوه په کې په اخري توپ په منډه وسوځېده.

د افغانستان لپاره خالقداد نوري دوه ويکټې واخيستې چې خورا ارزښت یې درلود او د ايرلينډ د منډو یې مخه په سر کې ونيوله. خالقداد په ۸ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې. حميد حسن ۳ ويکټې واخيستې او په لسو اورونو کې یې ۵۳ منډې ورکړې. محمد نبي یوه ويکټه واخيسته او په لسو اورونو کې یې ۵۵ منډې ورکړې. شاهپور او سميع الله هم یوه یوه ويکټه واخيسته.

د افغانستان چې وار راغی دپاسه پرې باران راغی. افغانستان توپ وهنه پیل نه کړه او د هالينډ تر ۶:۳۰ مازديګر پورې لوبڅارو انتظار وکړ خو باران ونه درېد او د افغانستان توپ وهنه سبا ته پاتې شوه. په سبا د هالينډ په وخت د سهار په ۱۱ بجو د (کابل په وخت د ماسپښين یوه نيمه بجه) د افغانستان توپ وهنه پيل شوه.

د تمې سره سم په افغان توپ وهونکو فشار و چې د ۲۳۸ هدف پوره کړي خو فشار هغه وخت نور هم زيات شو چې افغانستان د نور علي ويکټ په لسم اور کې له لاسه ورکولو سمدستي وروسته د شهزاد محمدي ويکټ په دوه او د نوروز منګل ويکټ په صفر له لاسه ورکړه.

د شبير نوري نسبتا خو منډو او د محمد نبي او اصغر ملګرتيا او منډو رنګ رانه وړ چې دواړه په ځغاستځای کافي موده پاتې نه شو او توپ وهنه توپ اچونکو ته پاتې شوه.

سميع الله شينواري خپله خواري وکړه خو بخت ورسره ياري ونکړه. خالقداد او حميد حسن په ګډه ۳۷ منډې وکړې خو دواړه په ۴۷م اور کې سر په سر وسوځېدل او افغانستان ايرلينډ ته دا لوبه په ۳۹ منډو بايلوده چې ورسره دوه ارزښتناکې نمرې هم د افغانستان له لاسه ووتې. دا مهال افغانستان د نمرو په جدول کې ۲ نمرې لري، په داسې حال کې چې ايرلينډ او سکاټلينډ دواړه څلور څلور نمرې لري.

د کرکټ نړيواله شورا وايي چې له افغان توپ وهونکو له دې ډېره تمه کېده خو د ايرلينډيانو د توپ اچونې سره یې اموخته کېدو کې ناکام شول.

د کرکټ نړيواله شورا زياتوي چې د حيرانۍ خبره دا وه چې افغانستان پاور پلی ۴۶م اور ته ساتلې وه په داسې حال کې چې په ۴۶م اور کې افغانستان اته لوبغاړي له لاسه ورکړي و او ۱۸۸ منډې یې کړې وې چې په ۳۰ منډو یې ۵۲ منډو ته اړتيا لرله چې یواځې ۱۰ یې ترې په ۱۳ توپونو وکړې. امکان لري افغان لوبډلې دا پرېکړه ځکه کړي وي چې له پرله پسې لوبغاړو له سوځېدو یې تر پايه د ويکټ ساتلو کوښښ کاوه.

افغانستان به سبا ته د کينيا سره لوبه کوي چې د کرکټ د نړيوالې شورا او ESPN STAR په ويبپاڼو به په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي. سبا به یې ټول افغان انټرنټي تړاو خپور کړي. سبانۍ لوبه د هالينډ د سهار په ۱۱ او د کابل په ۱:۳۰ بجه پيل کېږي.

د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه د لوبې شمېرپاڼه

د کرکټ نړيوالې شورا دا انځورونه خپاره کړي دي:


شاهپور ځدراڼ توپ اچوي. نوموړي نن ښه توپ واچاوه خو لکه د پخوا په شان دقت ته اړتيا لري. که ښه روزنه یې وشي دا ويړکی ډېر ښه توپ اچونکی دی. بيلنس ساتلو او دقت ته اړتيا لري. ښه به وي چې کوم پخوانی نړيوال تېز توپ اچونکی یې روزونه وکړي. مثلا وسيم اکرم. کرکټ بورډ بايد د دې غم وخوري.

د خالقداد نوري راوستل د لوبډلې د غوره کونکې کميسيون سمه پرېکړه ثابته شوه. دا درېمه لوبه ده چې نوموړی په کې ځلېږي. خالقداد چې دا دومره وخت په لوبډله کې نه و نو هره ورځ به جيم ته تللو او تمرين به یې کاوه. نوموړي ډېره خواري کړې ده چې هر لوبغاړي ته ښه پيغام لري چې که خواري وکړي نو په ملي لوبډله کې د شاملېدو چانس لري. نن تر هرچا خالقداد ښه توپ واچاوه.

په اعلان کې راغلي و چې شهزاد ويکټ ساتونکی دی خو په انځورونو کې کريم خان صادق ښکاري.

افغانان نن هم د ملي لوبډلې ملاتړ ته راغلي و خو د عربي نړۍ افغانانو ريکارډ لا چا نه دی مات کړی.

د ايرلينډ توپ وهنه د منځ لوبغاړو ښه کړه ګنې په پيل کې یې پښې ښويدلې وې. افغانستان ته یې په پای کې د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه چې سبا ته به له افغان توپ وهونکو څخه ډېر زور وغواړي. که نوروز منګل د تېرې لوبې په شان وځلېږي نو افغان لوبډله به لږ تشویش ولري. محمد نبي، نور علي، شهزاد، کريم صادق او اصغر ته به د ټولو سترګې وي.

د ايرلينډ انډريو پواينټر چې نن یې ايرلينډ بېرته په پښو ودرولو او ۷۸ منډې یې ورته جوړې کړې.

د ننۍ لوبې د نورو انځورونو لپاره په لاندې انځور کېکاږئ چې د کرکټ يورپ په ويبپاڼه انځورونه وګورئ.

په ننۍ لوبه کې افغان لوبډله:

نور علي، شبير نوري، محمد شهزاد، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، کريم صادق، محمد نبي، سميع الله شينواری، خالقداد نوري، حميد حسن او شاهپور ځدراڼ

نن په لوبډله کې دولت احمدزی، ميرويس اشرف، افتاب عالم او جاويد احمدي نشته

د تبصرو لپاره دلته ټک ورکړئ.