د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولايتي سيالۍ په اړه څو يادونې

هلال - مومند 21.05.2010 16:12

په کابل کې د ولايتي سيالۍ لوبې ډېرې جالبې دي. د شمشاد تلويزيون ورته لا ډېره ښکلا وربښلي ده. تر دې چې موږ یې هم له هېواده بهر تعقيبولای شو.

همدا لامل دی چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کورني کرکټ په اړه موږ ډېر داسې ټکي چې مخکې ورڅخه خبر نه و اوس پرې خبر شو.

د نمونې په توګه:

۱. نن د بلخ درې لوبغاړي ستړي شول او يا هم د لوبې له جوګه کېدلو ووتل چې دا د دې مانا ورکوي چې لوبغاړي د پنځوسو اورونو او يا هم اوږدو لوبو کولو سره بلد نه دي ځکه په ولايتونو کې ډېری یې شل اوريزه لوبې کوي.

د بلخ او ميدان وردګ لوبډلې یواځينۍ لوبډلې وې چې له دېرشو یې زيات اورونه ولوبول. دوی هم ونشو کړای چې پنځوس اورونه پوره کړي. په کار دا ده چې توپ وهونکي په ځغاستخوا (کريز) ځان کلک کړي. یوه یوه منډه واخلي او منډې له دوه سوو واړوي. خو افغان لوبغاړي دې ته خوښ دي چې توپ لرې وولي، څلوريزي او شپږيزې ووهي چې نتيجه کې په قف (کيچ) سوځېږي.

د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ريس احمدزی سم وايي چې دې لوبغاړو ته ۵۰ اورونه ډېر دي. دوی له ۳۰ ډېر اورونه نه شي لوبولی چې د دوی په کمې تجربې دلالت کوي. دوی په سيمټي ځغاستځايونو (پيچونو) لوبې کوي. دوی چې کله په خاورين ځغاستځايونو لوبې وکړي نو بيا به وکړای شي چې ۵۰ اورونه ولوبوي. لوبغاړي بايد له دې لوبو ډېره تجربه لاس ته راوړي.

د دې لپاره په هېواد کې د کرکټ لوبغالي جوړول ډېر اړين دي.

۲. په ډېرو لوبډلو کې داسې کسان لوبه کوي چې د ولاياتو استازي دي او يا هم تر اوسه په اداري کارونو مشهور وو. دا پوښتنه شته چې ايا ولايتونه تر دوی ښه لوبغاړي نه لري او که دوی چا ته فرصت نه ورکوي.  هغو لوبډلو چې تر اوسه اداري کسان لوبولي ښه لوبه یې نه ده کړې.

۳. د منځګړي پرېکړه پرېکونکي ده او لوبغاړی بايد پرې هيڅ ډول خفګان ونه ښايي. دا سمه ده چې ځيني لوبغاړي به د منځګړو ملګري وي او سره به اوسېږي او يا به یوځای رالوی شوي وي. خو د دوی سلوک بايد د لوبې ښکلا او نظم ته تاوان ونه رسوي. نن څو ځل داسې ښکاره شول چې منځګړي به د سوځېدو ګوته جګه نه کړه نو توپ اچونکي او يا بل لوبغاړي به ورته حيران حيران وکتل او يا به یې ورته اوږې وخوځولې. منځګړی چې څه کوي، لوبغاړی بايد سر ټيټ واچوي او خپله لوبه وکړي. که نه د کرکټ بورډ بايد لوبغاړي ته مناسبه سزا ورکړي.

۴. ويناوال (کامينټيټرز) تر پخوا ډېر ښه وو او تر ډېره بريده وينا افغاني وه.  ويناوال لا اوس ډېر انګليسي ټکي کاروي چې ملامت نه دي ځکه موږ لا اوس د کرکټ د اصطلاحاتو د افغاني کولو په درشل کې یو. خو بيا هم کرکټ تر ډېره بريده افغاني شوی او موږ ورته یو شمېر ملي اصطلاحات لرو چې بايد وکارول شي. دا اصطلاحات کارول په افغانستان کې د کرکټ په خپرېدو کې ډېره مرسته کوي. که افغانان د کرکټ خپل اصطلاحات وکاروي نو افغانان به ډېر مطمین وي چې کرکټ پردی نه بلکه خپل وګڼي. ځيني اصطلاحات چې تر اوسه جوړ شوي او ويناوال ترې ګټه پورته کولای شي په لاندې ډول دي:

اوټ = سوځېدل

بال = پنډوسته، توپ

بيټنګ = توپ وهنه

رنز = منډې

شاټ = ګوذار

فور = څلوريزه

سکس = شپږيزه

شروعات، آغاز = پيل

شارټ بال = لنډکی

باونسر = ټپکی

نوبال = ناسم

وايډ = وتلی يا پراخه

بونډري = ليکه

ټيم = لوبډله

فري هټ = وړيا ګوذار

اننګ = پاڼۍ

ټورنامنټ = سيالي

ميچ = لوبه

کامنټري = وينا

کامنټيټر = ويناوال

ترو = ويشتنه

امپاير = منځګړی