د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څه ډول کرکټ بورډ ته اړتيا ده! دويمه برخه

هلال - مومند 15.04.2012 17:07

پورته د ايرلينډ د کرکټ بورډ جوړښت دی چې په ويبپاڼه یې خپور شوی دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لومړۍ برخه دلته ولولﺉ

دويمه برخه: اجرايه هيئت, اساسنامه او مالي رپوټونه

اجرايه هيئت

په تېره برخه کې مو د کرکټ بورډ د حکومتدارۍ او مديره هيئت په ارزښت خبرې وکړې چې د کرکټ بورډ د څارنې او مهمو پرېکړو لپاره حياتي ارزښت لري او له لارې یې کولای شو په اجرايه هيئت د هر ډول فساد، ديکتاتورۍ، او سليقوي پرېکړو مخه ونيسو. خو تر مديره هيئت لا ډېر مهم اجرايه هيئت يا د کرکټ بورډ اداره ده. اجرايه هيئت د کرکټ بورډ د ملا تير دی، ورځني کارونه یې پر مخ وړي، حکومتداري، د کرکټ بورډ اساسنامه تطبيقول، ستراتيژي جوړول او د هغې له مخې د کرکټ پرمختګ لپاره کار کول، د لوبډلو جوړول او چمتو کول، د لوبغالو جوړول او د هغې ساتنه، د کرکټ کولو يا ټورنامنټونو جوړښت دا ټول د اجرايه هيئت دندې دي چې ترسره کولو لپاره یې بېلابېلې ادارې او کميسيونونه جوړوي.

د ۲۰۱۰م کال په پای کې چې حامد شينواري استعفا وکړه، په مبهمه توګه نوی موقت اجرايوي مشر وټاکل شو  چې لکه د سرپرستو وزيرانو یې دنده تر نن ورځې وغځېده. د ټاکنې سره سم اداره بدله شوه. د لوبډلې سره غير اړين سفرونه بيا پيل شول. ډلبازۍ بيا پيل شوې، د کرکټ بورډ چارې شخصي شوې، سياست په کرکټ کې زغرده دخيل شو تر دې چې اوس ډېر لوبغاړي هم د پارلمان د غړو د پېژندنې او ملګرتوب هڅې کوي، په کرکټ بورډ کې د دندې ډېر غوښتونکي د پارلمان د وکيلانو پسې ګرځي چې مرسته ورسره وکړي.

په کرکټ کې د سياست د دخالت کچه به درته له دې معلومه شي چې يو ملګري راته ويل: ستا خو ښه وړانديزونه دي، راځه يو وکيل خو زه  او ته هم پېژنو، د هغه له لارې دا وړانديزونه په چيرمين پلي کړو. ما ورته وويل چې زه په کرکټ کې د سياست د دخالت مخالف یم او ته راته وايي چې وکيل واسطه کړم!

د سرپرست اجرايوي مشر د ټاکنې سره شفافيت له منځه ولاړ تر دې چې څارنوالان کرکټ بورډ ته ولېږل شول چې د نوي اجرايوي مشر له ټاکنې وروسته د کرکټ بورډ مصرفونه وڅېړي او سپارښتنه یې دا وه چې د کرکټ بورډ چارواکو د تدارکاتو قانون نه دی پلي کړی او په ناسمه توګه یې مصرفونه کړي دي، کرکټ بورډ د لوبغاړو قرضداری شو او د لوبغاړو په پيسو ورکولو کې پاتې راغی، او د رسنيو سره کرکټ بورډ دښمني پيل کړه. د جلال اباد او کابل د سټيډيمونو پروژې چې پيل شوې وې، بشپړې شوې خو کرکټ بورډ ونشو کړای چې د دې لوبغالو د سمې ساتنې لپاره باکفايته کارمندان وروزي.

د مالي وضعيت سره د کرکټ بورډ اداري وضعیت هم خراب شو تر دې چې د ۲۰۱۲ کال د شلو اورونو نړيوال جام د غوراوي لپاره په دوبۍ کې د لوبډلې جامې په معيار چمتو شوې نه وې، په بورسونو یې کميسونه ورته رنګ کړل، له کابله څو ورځې وروسته د دويم ځل لپاره جامې ورواستول شوې، هغه هم په معيار برابرې نه وې. په دې سفر کې د يو رپوټ له مخې درې چارواکي بې له ضرورته په سفر تللي و چې کابو ۲۵ زره ډالر یې بې ځايه مصرف کړي دي. هغه ۱۳۰ زره ډالر چې حامد شينواري هر کال له بې ځايه سفرونو بچت کول، کرکټ بورډ بيا مصرفول پيل کړل. په ۱۳۰ زره ډالر په هېواد کې څلور لوبغالي په نړيوال معيار جوړېدای او د دوه کالو لپاره په ښه توګه ساتل کېدای شي. دا ډول کړو وړو کرکټ بورډ مفلس کړ ترې چې کرکټ بورډ دا مهال د ځينو لوبغاړو کابو هر يو تر لس زره ډالرو ډېر پوروړی دی.

څه کول په کار دي؟

د اجرايه هيئت په سر کې داسې کس په کار دی چې هم په کرکټ پوه شي او هم په اداره کې اوږده تجربه ولري. يو ملګري کيسه کوله چې د کرکټ بورډ له اجرايوي مشرانو ورته يو د يوې نړيوالې لوبې په مهال ويل ((چې په پنځوسو اورونو کې خو ۳۰۰ توپونه دي. له خيره ۶۰۰ منډې خو په کې کولای شو.)) نو داسې اجرايه مشر چې د کرکټ په الف او با خبر نه وي کرکټ بورډ نه شي چلولی. کرکټ بورډ ډېر پراخېدونکی دی او داسې مشر ورته په کار دی چې لږ تر لږه یو ستره اداره چې په سوونو کرکټ کلبونه چې په کې په لسګونه زره لوبغاړي کرکټ کوي اداره کړی شي. که په کور کې داسې يو مدير وموندل شي ښه ده خو که نه موندل کېږي، بده نه ده چې له بهره په کار پوه خارجي اجرايوي مشر راوستل شي. زه باور لرم چې په اوه زره ډالر مياشتني معاش چې اوسنی سرپرست اجرايوي مشر یې اخلي له بهره په اداره او کرکټ پوه کس - چې زموږ کرکټ اداره راجوړولی او رغولی شي - موږ سره کار کوي.

د کرکټ بورډ اجرايه هيئت بايد د سياسي کشمکشونو او فشارونو په پايله کې ونه ټاکل شي. اجرايه هيئت بايد په کرکټ کې د سياست او سياستوالو رول ختم کړي. د کرکټ بورډ په چوکاټ کې اصول وضع کړي چې هغه کسان چې سياسي دندې لري، سياستوالو ته کمپاينونه کوي او يا یې کړي دي، په بېلابېلو جرګو کې غړيتوب کوي او يا یې کړی دی، د پارلمان غړي او يا نور سياستوال واسطه کوي، په کرکټ بورډ کې دنده نه شي کولای.

 اساسنامه

د يو ښه اجرايوي مشر له ټاکلو وروسته بايد نوموړی د کرکټ بورډ جوړښت سم کړي.  څومره زر چې کېږي اساسنامه یې چمتو او اعلان کړي. جالبه دا ده چې په هېواد کې د یوې کمپنۍ د جوړښت لپاره دا شرط دی چې له راجستر کېدو مخکې بايد اساسنامه ولري، خو کرکټ بورډ چې د هېواد استازي توب کوي او د لسګونو زرو لوبغاړو لپاره سپورتي ارګان دی تر اوسه اساسنامه نه لري. شايد علت یې همدا وي چې کابو د کرکټ بورډ د ټولو اوسنو چارواکو په اساسنامه کې زيان دی ځکه اساسنامه د کرکټ بورډ د مديره هيئت او اجرايه هيئت، ولايتي ادارو، زونونو، کلبونو، او د کارمندانو مسوليتونه ټاکي. او چې اساسنامه نه وي نو بيا  په هره اداره کې د ديکتاتور ماما خوښه ده چې څه یې زړه وي هغه وکړي.

د اساسنامې برڅېره که د اداري جوړښتونو تر څنګ په نورو برخو کې کميسيونونه (کميټۍ)  په کار وي هم جوړې کړي. د نمونې په توګه د سيليکش يا غوراوي کميسيون تر څنګه د ستراتيژۍ او د هغې د پلي کولو کميسيون جوړ کړي، د مارکيټنګ او د مالي چارو ګډ کميسيون جوړ کړي چې د مارکيټنګ پلان په دومداره توګه چمتو او د پيسو د مصرفولو ارزيابي او د مالي څانګې څارنه وکړي، د کرکټ لوبغالو او اکاډميانو جوړولو او د هغې د سمې ساتنې کميسيون جوړ کړي، او همداراز د کارمندانو د ټاکنې کميسيون جوړ کړي چې د کارموندنې عريضې ورته وړاندې کېږي او په شفافه توګه د اجرايه هيئت له لارې مديریه هيئت ته سپارښتنې وکړي.

افغان کرکټ لومړي ګامونه اخلي، کرکټ بورډ بايد د کرکټ د پرمختګ لپاره رسنيز پلان جوړ کړي چې له لارې یې نړيوالو ارګانونو او په کور کې دننه چارواکو او د کرکټ مينه والو ته د کرکټ پرمختګونه او د کرکټ بورډ پلانونه په سمه او اغېزمنه توګه وړاندې کړي. دا مهال ای سي سي له دې هم خبر نه دی چې ګنې افغان کرکټ بورډ ويبپاڼه هم لري. د ټولو هېوادونو ويبپاڼو ته یې په خپله ويبپانه اشاره کړې ده خو د افغاستان په برخه کې یې څو کرښې ليکلي دي او لا خبر کړای شوي نه دي چې افغان کرکټ بورډ هم اوس ويبپاڼه لري، دا ځکه چې متاسفانه زموږ په کرکټ بورډ کې داسې څوک نشته چې ستراتيژيک فکر وکړي او غور وکړي چې د کرکټ له لاسته راوړنو د کرکټ نړيوال ارګانونه څنګه په اغېزمنه توګه خبر کړي. ډېری یې فکر کوي چې ملي لوبډله ښه لوبه وکړي، دنيا پخپله خبرېږي. دا سمه نه ده او دا پورته د ويبپاڼې کيسه یې ښه دليل دی چې نړيوال ارګانونه له ځينو لاسته راوړنو خبر نه دي او افغان کرکټ بورډ ته اوس هم د يو بې نظمه او غيرشفاف ارګان په نظر ګوري.

مالي رپوټونه

 دا مهال افغان کرکټ بورډ نه يواځې دا چې مالي رپوټونه نه خپروي بلکه په وخت د هغو پيسو حساب د کرکټ نړيوالو ادارو او سپانسر کونکو شرکتونو ته نه شي چمتو کولی چې کرکټ بورډ ته پيسې ورکوي. همدا لامل دی چې نړيوالې ادارې ورڅخه د رپوټونو د وروسته والي له کبله يو اندازه پيسې د جريمې په توګه ګرځوي او شرکتونه ورباندې باور نه کوي چې د سپانسرشپ پیسې په اسانۍ ورکړي يا یې ورته زياتې کړي.

 مالي رپوټونه خپرول د روڼوالي په مانا دي او د ښې حکومتدارۍ برخه ده. په دې مانا چې په کرکټ بورډ کې څوک مستقيمه غلا (لکه شوکه او پيسې پټول) او هم غير مستقيمه غلا (لکه بې ځايه خريداري، بې ځايه سفرونه) نه شي کولی. ښه کرکټ بورډ لکه د ايرلينډ او سکاټلينډ خپل مالي رپوټونه په وخت اعلانوي. د نمونې په توګه تېره مياشت د سکاټلينډ کرکټ بورډ د ۲۰۱۱ کال رپوت اعلان کړ. په کې راغلي و چې تېره کال په ګټه کې روان و يانې د لوبغاړو قرضداری نه و، بله کومه مالي ستونزه یې نه لرله، د ښه مديريت له کبله یې بچت هم کړی و.

 افغان کرکټ بورډ هم بايد  په ويبپاڼه او رسنيو کې په فصلي او کالنۍ توګه مالي رپوټونه خپاره کړي. د کرکټ نړيوالې شورا، آسيايي شورا، د کرکټ سپانسر کونکو شرکتونو، ولايتي کرکټ ادارو او نورو اړينو خواو ته یې ولېږي. کرکټ بورډ بيا کولای شي په کور کې دننه او بهر د ادارو او شرکتونو زيات ملاتړ تر لاسه کړي او دا باوري کړي چې افغان کرکټ کې فساد نشته او د دې وړ دی چې په نړيواله کچه وپېژندل شي.

 د جورج ډوبل غوښتنې په بل عبارت تکراروم: که غواړو چې د اسوسيټ امتياز ترلاسه کړو او د بشپړ غړيتوب جوګه شو، يو ښه کرکټ بورډ رامنځ ته کول اړين دي چې د اساسنامې او تګلارو له مخې په سيستماتيک ډول مخکې ولاړ شي، په کار پوهه اداره ولري چې ستراتيژي جوړه او پلي کړای شي او د کرکټ د بېلابېلو برخو د چلولو کفايت ولري، مديره هيئت یې دوامداره غونډې وکړي او د ادارې څارنه وکړي، مالي رپوټونه په رڼه توګه خپاره او اړينې خواوې (په ځانګړې توکه د کرکټ نړيواله او آسيايي شوراګانې) ترې خبرې شي او باور پرې وکړي.

 په پای کې هېوادوالو ته توفيق غواړم چې يو ښه کرکټ بورډ ولري. او ښه کرکټ بورډ ته توفيق غواړم چې د هېوادوالو ارمانونه پوره کړي او هغه سرښندنې چې لوبغاړي یې په لوبغالو کې کوي د اداري سرښندنو سره يو ځای شي او په لږ وخت کې افغانستان ته بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.

ومن الله التوفيق 

پای