د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانان د شل اورونو نړيوال جام ته بريالي شو

هلال - مومند 22.03.2012 22:35

افغان کرکټ لوبډلې نن د شل اورونو نړيوال جام لپاره د غوراوي په پړاو کې ناميبيا ته سخته ماته ورکړه او د دويم ځل لپاره د شل اورونو نړيوال جام ته چې د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر په مياشت کې به په سريلانکا کې ترسره کېږي بريالي شول. افغانستان د افيليټ او اسوسيټ په هېوادونو کې لومړی هېواد دی چې د غوراوي په روان پړاو کې دې جام کې د لوبو کولو جوګه کېږي.

د افغانستان په تاريخ کې دا دويم ځل دی چې افغانستان د شل اورونو نړيوال جام ته بريالی کېږي.

افغان کپتان نوروز منګل پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه ځکه چې ځغاستځای د منډو لپاره مناسب و. پرېکړه یې سمه وه او توپ وهنه یې په کريم او جاويد احمدي پيل کړه. کريم او جاويد ښه ملګرتيا وکړه خو د نامنيبيا ښه توپ اچونې افغان توپ وهونکي مجبوره کړل چې ورو منډې جوړې کړي. کريم په ۲۸ منډو په داسې حال کې وسوځېد چې افغانستان په اوم اور کې منډې ۵۷ ته رسولې وې چې ښې منډې ښکارېدې او د ويکټو د ساتلو سره وروسته دا منډې زياتول ښه پلان و.

ورپسې جاويد احمدي په ۲۴ منډو په اتم، نوروز په ۳ منډو په لسم، او شهزاد په ۱۴ منډو په ديارلسم اور کې وسوځېدل.

افغانستان پتيلي وه چې د دوبۍ د نړيوال کرکټ د سټيډيم په پچ به د ۱۷۰ او ۱۸۰ شاوخوا منډې کوي خو د ناميبيا ښه توپ اچونکو وکړای شول افغان لوبغاړي په ۲۰ اورونو کې په ۱۴۶ منډو وسوځوي. د سميع الله ۱۲، د اصغر ۱۹، د محمد نبي ۱۸، د عزت الله ۶، د دولت ۴ او د ګلبدين ۲ منډو د افغانستان سره مرسته وکړه چې په  ۱۵م اور کې له ‍۱۰۵ منډو د افغانستان منډې په شلم اور کې د ۱۴۷ منډو هدف ته ورسوي.

د افغانستان توپ اچونکو ته ډېره هيله وه ځکه چې افغانستان له خپل ټاکلي هدف څخه په ۱۵ منډو کم ښکاريده. هماغه و چې دولت ځدراڼ په لومړي توپ د ناميبيا پيلونکی وان شچور صفا بولډ کړ او د ناميبيا دويمه ويکټه یې په همدې اور کې په پنځم توپ واخيسته. په ناميبيا له پيله فشار پيل او له افغانستانه ليرې شو.

په لوبغالي کې په زرګونو افغانان د لوبې سيل ته راغلي وو او د لومړي ځل لپاره په کرکټ کې په پښتو د څلوريزو، شپږيزو، او وسوځولو عنوان لاندې لوحې یې هم چاپ کړې وې.

دولت ځدراڼ درې ويکټې او يو ښکلی کيچ واخيست خو ډېرې ويکټې د افتاب عالم وې چې ويې کړای شول چې د ناميبيا څلور ويکټې په مهمو مرحلو کې وغورزوي. عزت الله هم يوه ويکټه واخيسته. د ناميبيا دوه ويکټې په منډه وسوځېدې.

د ناميبيا ټوله لوبډله په نولسم اور کې په ۹۹ منډو وسوځېده. افغانستان نړيوال جام کې د ګډون څوکۍ خپله کړه او ناميبيا يو بل چانس هم لري چې د ايرلينډ او هالينډ تر منځ د کېدونکي سبانۍ لوبې د بريالي سره د خالي په ورځ لوبه وکړي او د برياليتوب په صورت کې په نړيوال جام کې د غوراوي لوبو دويمه څوکۍ خپله کړي.

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی دولت ځدراڼ و چې په ۳ اورونو کې يې ۵ منډې ورکړې وې او درې ويکټې یې اخيستې وې.

د يادونې ده چې د دې سياليو يو اخري پايلوبه به د افغانستان او د بل بريالي هېواد ترمنځ د شنبې په ماښام شپږ بجو د دوبۍ نړيوال کرکټ سټيډيم کې ترسره کېږي. د پايلوبې ګټونکې لوبډله به په نړيوال جام کې د استراليا او ويسټ انډيز سره په ګروپ کې او پاتې لوبډله به د هندوستان او انګلستان سره په ګروپ کې لوبه کوي.