د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نن په لوبه کې د خفګان کار وشو

هلال - مومند 24.03.2012 23:34

تاسو به واياست چې ګنې زه د کرکټ په لوبه کې بايلات يادوم. نه زه په بايلات خفه نه يم ځکه چې نړيوال جام ته مو لاره موندلې ده او ننۍ لوبه کې موږ ډېره خواري وکړه خو چې ايرلينډ ښه لوبه وکړه، د ګټلو حقدار هم وو. بله دا چې موږ افغانان بايد په کرکټ کې د برياو تر څنګ بايلات ومنو. که نه نو بيا خو موږ يوه لوبه هم نشو کولای. زه په لوبه کې په بله پېښه خفه شوم.

خفه کونکی کار د يو احمق ټيل وهل و چې څو نورو ملګرو سره یې د ايرلينډ او افغانستان په لوبه کې د ايرلينډ په مخکښتوب او برياو افغان تماشاچيانو ته د پاکستان جنډه خوځوله او افغانانو ته به یې طعنې غوندې ورکولې. دا یې خپل حماقت خو خفه په دې شوم چې يو څو افغانانو حوصله له لاسه ورکړه او هغه کسانو پسې ورغلل، يو یې ديکه راديکه کړ او نور ترې وتښتېدل.

دې کس يا کسانو تاوان ونه کړ. تاوان موږ وکړ چې که دا پېښې تکرار شي په راتلونکي کې به د دوبۍ کرکټ سټيډيم بيا په دې لوبغالي کې د افغانستان لوبې نه مني. امنيت به هم سخت وي او افغان تماشاچيان به د ډول ډول ستونزو سره مخ وي. يو شمېر فعاله افغانان به هم په ډاډه زړه نه شي کولای چې افغانان لوبو ته راوغواړي ځکه چې له امنيتي ستونزو او مسوليتونو به ويرېږي.