د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د راشد لطيف بې انصافي

هلال - مومند 01.04.2012 13:42

راشد لطيف د انګلستان د ماريلبون کرکټ کلب فيليپ هوډسن د مشر په دې اعلان غوصه شوی دی چې ګنې افغانستان ورته له پاکستانه مناسب ښکاري چې د دې کلب د کرکټ لوبډله ورولي او په افغانستان کې پرې لوبه وکړي. نوموړی فکر کوي چې دا کلب بايد پاکستان ته سفر وکړي او په دې لړ کې یې رسنيو ته له بې انصافۍ ډکې څرګندونې کړي دي.

موږ افغانان په دې خوښېږو چې بهرنۍ لوبډلې پاکستان ته سفر وکړي او پاکستان د سريلانکا په لوبډله د وسلوال غمونکي بريد څخه وروسته خپل بايللی حیثیت بېرته ترلاسه کړي. افغانانو د ورورولۍ دا احساس څو ځلې پاکستان ته ښودلی دی او په دې لړ کې یې پاکستان ته په سختو حالاتو کې څو ځلې سفرونه کړي او د ملي لوبډلې په شمول یې ډول ډول لوبډلې لېږلي دي او نړۍ ته يې په دې تاکيد ورکړی دی چې پاکستان د لوبې لپاره مناسب دی.

د پاکستان کرکټ بورډ هم د افغان کرکټ سره خپله مينه ښودلې ده، د افغان لوبډلو یې ښه ميلمانه پالنه کړې ده او له پيله یې د افغان کرکټ مرسته کړېده. خو راشد لطيف ته نه دي په کار چې د ام سي سي د مشر د څرګندونو په مقابل کې ووايي چې افغان لوبغاړي په افغانستان کې د امنيت د نه شتون له کبله په پاکستان کې تمرينونه کوي. دا له انصافه لرې ده ځکه افغان لوبغاړو په پاکستان کې ځکه کيمپ کولو چې هلته لوبغالي او د تمرين ځايونه شته دی. کله کله لوبډلې له ملکه بېرون د اب او هوا سره د اشنا کېدو په موخه هم کيمپ کوي. افغانستان روزونکو ته اسانتيا په موخه هم له هېواده بېرون کيمپونه کوي.

د کرکټ لپاره د امنيت د شتون بله بېلګه دا ده چې راشد لطيف پخپله کابل او جلال اباد کې د افغان لوبډلې روزنه کوله او مطمئن اوسېده.

موږ هيله مند يو چې په سيمه کې بې امنيتي ورکه شي، د سريلانکا په لوبډلې د مرګوني بريد په څېر بيا پېښې رامنځ ته نه شي، په پاکستان کې بېرته نړيوالې لوبې پيل شي. خو له پاکستانو وروڼو هيله لرو چې دا کار په افغانستان پسې د پروپاګند له لارې ونکړي.

په افغانستان کې دولت د افغانانو امنيت ته ژمن دی، کرکټ دښمنان نه لري تر دې چې د دولت مخالفين هم د کرکټ د لوبډلو سره کوم حساسيت نه دی ښودلی او تل یې په برياوو د هر بل وياړلي افغان په شان خوښي ښودلې ده. کرکټ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال پيل شوی او زه باور لرم چې که اړتيا شي پخپله به یې د لوبو امنيت هم ونيسي.

د افغانستان کرکټ بورډ ته په کار دي چې سمدستي د ام سي سي سره اړيکي ونيسي. د فيليپ هوډسن د څرګنونو هرکلی وکړي، ورته وليکي چې د ام سي سي د لوبډلې بشپړ امنيت نيولی شي، او په کابل يا جلال اباد سټيډيمونو کې ورسره د لوبې هرکلی کوي.