د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسنيو سره د کرکټ بورډ غېر مسلکي چلند

هلال - مومند 25.03.2012 14:55

دې سياليو کې ټول افغان خبريالان د کرکټ د پوښښ لپاره په شخصي مصرف او داوطلبانه توګه راغلي وو.

په دوبۍ کې د شل اوريزو نړيوال جام د غوراوي د پايلوبې (چې د افغانستان او ناميبيا ترمنځ وه) له پايه مخکې د کرکټ نړيوالې شورا له ټولو رسنيو وغوښتل چې ورسره لوبغالي ته کوز شي او د لوبې له پای ته رسېدو وروسته د لوبغاړو، روزونکي، او کپتان سره مرکې وکړي. له افغاني رسنيو ورسره زه، د ټول افغان ټکی کام خبريال، او د سلام وطندار راديو خبريالان لوبغالي ته کوز شو.

دولت ځدراڼ سره چې د بهرنيوتلويزيونونو مرکې پای ته ورسېدې، د کرکټ د نړيوالې شورا يوې مامورې د افغان کرکټ لوبډلې مدير ته وويل چې سلام وطندار - چې يواځېنۍ افغاني رسنۍ وه چې د افغانستان ټولو ولايتونو ته یې په ژوندۍ بڼه له لوبغالي نېغ په نېغه کامنټري کوله – غواړي دولت ځدراڼ سره مرکه وکړي. د لوبډلې مدير ورته وويل چې د سلام وطندار سره د مرکې اجازه نه لري. ځکه په دې کار به دندې ګوښه کړای شي.

زه د کرکټ بورډ په دې چلند ودردېدم ځکه اکثره افغاني رسنۍ د کرکټ سره د ميرې چلند کوي او هغه يتيمې رسنۍ چې له سلګونه کيلومتره لرې دوبۍ ته په شخصي مصرفونو او داوطلبانه توګه راځي چې د کرکټ په ډګر کې برياليتوبونه تر هېوادوالو ورسوي، د کرکټ ځينې چارواکي بيا ورسره داسې چلند کوي چې په نړيوالو محفلونو کې د دې بورډ نامسلکيتوب او بې پروايۍ روښانه کوي. د بورډ دا ډول پرېکړې د کرکټ بورډ بااستعداده غړي (لکه اوسنی مدير) هم د داسې چيلنج کونکو دريځونو سره مخ کوي چې د افغان کرکټ په ګټه نه تمامېږي.

اصل کيسه دا ده چې د سلام وطندار ځينې ژورناليستان د افغان سکورټکی کام په نامه ويبپاڼې سره هم مرسته کوي. د افغان سکور رپوټونه به د کرکټ بورډ نه خوښېږي ځکه لکه د نورې نړۍ د رسنيو په شان د ويبپاڼې چلونکي د کرکټ په اړه تبصرې کوي او خپل اندونه هم په کې ليکي. خو کومه ورځ به کرکټ بورډ رسنيو ته خبرپاڼه لېږلي وي چې پاکستان ورسره هوکړه کړې ده چې افغان لوبډلې سره به لوبه کوي. د افغان سکور ټکی کام ادارې به د پاکستان له کرکټ بورډ سره اړيکه نيولې وي چې له پاکستانه هم د دې خبرې پخلی وکړي. پاکستان به ورته ويلي وي چې دا خبره سمه نه ده. د خبرپاڼې او د پاکستان د بورډ د څرګندونو له خپرولو وروسته کرکټ بورډ خپلې غلطۍ ته متوجه کېږي خو د افغان سکور ټکی کام سره دښمني پيلوي چې ولې یې د دوی عجله او نامسلکيتوب رسوا کړ. وروسته کرکټ بورډ په افغان سکور ټکی کام په څارنوالۍ کې عريضه وکړه. څارنوالۍ پوه کړل چې دا په اطلاعاتو او کولتور وزارت کې د رسنيو د سرغړونې د کميسيون دنده ده. هلته ولاړل. د افغان سکور ټکی کام د چلونکو په وينا کميسيون ورته وويل چې افغان سکور ټکی کام ټول رپوټونه سم دي، د دوی ترمنځ یې سوله وکړه، او کرکټ بورډ څخه يې غوښتنه وکړه چې د افغان سکور ټکی کام سره همکاري وکړي. خو کرکټ بورډ دښمنۍ ته دوام ورکړ او دا دښمني وغځېده، سلام وطندار سره هم پيل شوه. همکاري یې ورسره ونه کړه چې د پاکستان سره د لوبې لپاره په شارجه کې د خپرونې حق ترلاسه کړي. سلام وطندار بيا د دوه نيم زره ډالرو په مقابل کې د پاکستان د کرکټ بورډ له لارې دا حقوق ترلاسه کړل.

وروسته خبره دې ته ورسېده چې د کرکټ نړيوالې شورا په مخ کې یې هم دا رسوايي وکړه. هغوی ته یې هم وښودله چې د افغان کرکټ بورډ چارواکو سويه دومره ټيټه ده چې دوی لا د بيان د ازادۍ حق، د رسنيو د فعاليتونو حق، او سمو معلوماتو ته د ولس د لاس رسيي حق نه پېژني. د دې پرځای چې کارونه په سمه توګه سرته ورسوي، خپل اهليت لوړ کړي، او په کرکټ بورډ کې سليقوي چلند ته د پاي ټکی کېږدي، د رسنيو د چپ کولو بې ځايه هڅې کوي.

ما د کرکټ بورډ ځينو چارواکو ته وويل چې د رسنيو سره دښمني مه کوئ. د رسنيو سره دښمني د هغو کسانو کار دی چې په شفافه توګه کار نشي کولای.  ژورناليستان خپل رپوټونه له ويبپاڼو، د تماشاچيانو له څوکيو، له تلويزيونونو، او ډېرو نورو لارو هم چمتو کولی شي. تاسو پرېږدۍ چې دا يو څو افغاني رسنۍ چې کرکټ سره مينه ښيي، د کرکټ په خپرولو کې مرسته وکړي. دا يو څو يتيمې رسنۍ په افغانستان کې د خپل ملي احساس له مخې د کرکټ پوښښ کوي. دا سخته نه ده چې دا څو رسنۍ هم لکه د اکثره رسنيو د کرکټ برياوې له پامه وغورزوي او د ډېرو په شان د کرکټ افتخارات د ټول ملت پرځای د يو قوم برياوې وګڼي. خدای پاک دې داسې ورځ نه راولي چې دا څو په وطن مينې رسنۍ دې کار ته مجبوره شي ځکه ګټه به یې يواځې هغو کرکټ چارواکو ته ورسېږي چې په رڼا کې له فعاليته ويرېږي، خو هغه ورځ دې راولي چې د کرکټ بورډ غيرمسلکي او سليقوي چلندونه په مسلکي او ملي هغه واوړي.

پاتې د رسنيو تبصرې او نيوکې شوې: ټوله نړۍ کې رسنۍ څلورم ځواک دی او په ټولنه کې د ښو او بدو څارنه یې دنده ګرځېدلې ده. د رسنيو خوله څوک نه شي بندولی. خلک د دې مستحق دي چې د کرکټ په اړه سم او ناپييلې معلومات ترلاسه کړي. رسنۍ که نيوکې هم کوي، کرکټ بورډ بايد ورسره همکارۍ ته دوام ورکړي. رسنۍ کرکټ ته هغه څه کولای شي او کړي یې دي چې دا نيمګړی کرکټ بورډ یې نه شي کولای.

کرکټ بورډ دې په څارنواليو کې د کرکټ پيسې، انرژي او وخت نه ضايع کوي. ورته په کار دي چې د رسنيو سره سمدستي سوله وکړي او همکاري ورسره پيل کړي. د رسنيو سره د چلند لپاره خپلو مامورينو ته تګلاره وليکي. له مخې یې لوبغاړي او مامورين پوه شي چې رسنيو سره څه ډول او په څه باب خبرې وکړي، د رسنيو سختو پوښتنو ته څنګه ځواب ووايي. رسنيو ته د لوبغاړو او مامورينو سره د مرکو وخت برابر کړي. شفافيت رامنځ ته کړي او د شهرت د هڅو پر ځای دې په خبرپاڼو کې داسې معلومات وليکي چې ولس یې اورېدل غواړي.