د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولايتونو سيالي په کابل کې د می په ۱۳مه پيل کېږي

کرکټ څانګه 07.05.2010 21:18

د افغانستان د ولايتونو د لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۰ کال سيالي په کابل کې د می په ۱۳مه نېټه پيل کېږي.

 دا خبره ټول افغان ته د افغان کرکټ بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواري وکړه. شينواری وايي چې په دې سيالۍ کې به د ۲۴ ولايتونو لوبډلې برخه اخلي او د کابل د کرکټ په لوبغالي کې به سيالي ترسره کوي.

ايمل شينواری دا ډول سيالي کول د کورني کرکټ د جوړښت لپاره اړين او لومړی ګام وباله. شينواري وويل چې د لوبو سيل ټکټ نه لري او د کرکټ مينه وال کولای شي لوبې په لوبغالي کې په ژوندۍ توګه وګوري.

د ملي لوبډلې لوبغاړي به هم د دې سيالۍ په بېلابېلو لوبډلو کې شامل وي او لوبه به کوي.

د يادونې ده چې تېرکال دا ډول سيالي په جلال اباد کې د ۲۲ ولايتونو ترمنځ ترسره شوې وې چې د کندهار د کرکټ لوبډلې ګټلې وه.