د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي لوبډله غرب الهند ته روانه شوه

کرکټ څانګه 25.04.2010 23:51

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي د الوتکې به بزنس کلاس کې سفر کوي

د الهام یاسیني رپوټ

نن د کرکټ ملي لوبډله دمتحده اماراتو څخه د غرب الهند په لور روانه شوه، د سهار په شپږ نیمو بجو به د انګلستان ګټویک هوايي ډګر ته ورسیږي.

ملي لوبډله به په انګلستان کې ۲۶ ساعته  تم کیږي او بیا له هغه ځایه به د غرب الهند ټاپو ګانو یا ويسټ انډيز په لور حرکت کوي.

  
لوبغاړي سامانونه تحويلوي


د ملي لوبډلې سپانسر اوس اتصلات او سپریم دي، لوبغاړو د اتصلاتو لپاره اعلانونه ډک کړی چې ژر به د تلویزونون پر پردو ښکاره شي