د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي لوبډله به د يکشنبې په ماښام ويسټ انډيز ته راونېږي

کرکټ څانګه 24.04.2010 10:44

راپور : الهام ياسيني

 سبا د يکشنبې په ماښام به ملي لوبډله د نړیوالو شل اوریزو اتلولیو لپاره غرب الهند ته روانیږي.

د ملي لوبډلې مدیر بشیر ستانکزي ټول افغان ته وویل چې له بده مرغه موږ د غرب الهند د ملي لوبډلې سره تمریني لوبې ته ونه رسیدلو، د کرکټ نړیوالې شورا هغه لوبه لغوه اعلان کړه، د ایریلینډسره د اپریل په ۲۸ شل اوریزه تمریني لوبه لرو.

ښاغلي ستانکزي وویل چې د په ۲۶ نېټه د اماراتو په الوتکه کې انګلستان ته الوتنه کوي، د لږې دمې وروسته د انګلستان څخه د هغې هیواد په الوتکه کې غرب الهند ته روانیږي.

ملي لوبډله په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې لومړۍ سیالي د می په لومړۍ نېټه د هندوستان او دوېمه سیالي د می په ۵ نېټه  د سویلي افریقا سره لري.