د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لومړي ډويژن لوبو مهال ويش اعلان شو

کرکټ څانګه 24.03.2010 17:28

د کرکټ نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د سيالۍ مهال ويش - چې په هالينډ کې ترسره کېږي او افغانستان په کې برخه اخلي - اعلان کړی دی.

دا لوبې چې د ۲۰۱۰ ز کال د جولاي له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نيټې پورې دوام کوي د کرکټ د نړيوالې شورا د لسو پوره غړيتوب لرونکو هېوادونو څخه وروسته پياوړې سيالي ده. له افغانستان څخه برسېره په دې سياليو کې پنځه نور هېوادونه (ايرلينډ، سکاټلينډ، هالينډ، کينيا او کاناډا) هم برخه اخلي. 

د دې سيالۍ لوبې پنځوس اوريزه دي او رسمي یو ورځنۍ لوبې بلل کېږي.

په دې سيالۍ کې به ټولې ۱۸ لوبې ترسره کېږي چې تر ټولو مخکې دوه لوبډلې به پايلوبې ته او پاتې نورې به په خپل منځ کې بيا په نورو پاتې له ۳ څخه تر ۶م مقام لوبې کوي.

د لوبو مهال ويش په لاندې ډول دی:

نېټه لوبې
پنجشنبه لومړی جولاي افغانستان/ کاناډا، هالينډ/ سکاټلينډ، ايرلينډ/کينيا
خالي دريم جولای افغانستان/ايرلينډ، کاناډا/سکاټلينډ، هالينډ/کينيا
دوشنبه پنځم د جولاي افغانستان/کينيا، هالينډ/کاناډا، ايرلينډ/سکاټلينډ
چارشنبه ۷ جولای افغانستان/هالينډ، کينيا/سکاټلينډ، ايرلينډ/کاناډا
جمعه نهم جولای افغانستان/سکاټلينډ، هالينډ/ايرلينډ، کاناډا/کينيا
خالي لسم جولای پايلوبه، دريم/څلورم، پنځم/ شپږم مقام لوبې