د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کوېت کې د ACC د سيالۍ مهال ويش اعلان شو

کرکټ څانګه 15.03.2010 11:17

د آسيايي شورا د ايليټ کپ د سيالۍ مهال ويش اعلان شوی دی. دا لوبې د مارچ له ۳۱م څخه د اپرېل تر ۹م پورې په کوېت کې ترسره کېږي. په دې لوبو کې لس آسيايي هېوادونه برخه اخلي چې په دوه ګروپونو ويشل شوي دي. افغانستان په B ګروپ کې ځای لري.

د يادونې ده چې افغان کرکټ بورډ لا تر اوسه دې لوبو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې خو غير رسمي سرچينې وايي چې لوبډله د روزونکي حاجي کبيرخان، کپتان نوروز منګل، او مرستيال کپتان محمد نبي عيسی خېل په مشوره غوره کړای شوې ده. امکان لري سياليو ته نږدې مهال د غوره شوې لوبډلې اعلان وشي. دا چې لوبډله ولې اوس نه اعلانېږي وجه یې نه ده معلومه خو امکان لري د هغه لوبغاړو د ناندريو او ګيلو د مخنيوي او د وخت نه ورکولو په موخه به نه اعلانېږي چې په لوبډله کې نه دي غوره شوي.

د ملي لوبډلې تېز توپ ويشتونکي حميد حسن په فيس بوک کې په خپله پاڼه ويلي دي چې له ټپونو جوړ شوی دی او د کويت په سياليو کې به برخه اخلي.

.


 ګروپ A   ګروپ B
هانګ کانګ   افغانستان
نيپال   امارات
سينګاپور   ماليزيا
کويت   بحرين
عمان   بوتان
.
د لوبو مهال ويش په لاندې ډول دی. د افغانستان لوبې په سور ليک ليکل شوي دي:
March 31 Kuwait v Singapore at KEC
Afghanistan v Bahrain at Hubara
Hong Kong v Nepal at Unity
April 1 Bahrain v Malaysia at KEC
Kuwait v Oman at Hubara
Bhutan v UAE at Unity
April 2 Afghanistan v UAE at KEC
Hong Kong v Singapore at Hubara
Nepal v Oman at Unity
April 3 Kuwait v Nepal at KEC
Afghanistan v Malaysia at Hubara
Bahrain v Bhutan at Unity
April 4 Bhutan v Malaysia at KEC
Bahrain v UAE at Hubara
Oman v Singapore at Unity
Kuwait v Hong Kong at Sulaibiya
April 6 Hong Kong v Oman at KEC
Nepal v Singapore at Hubara
Malaysia v UAE at Unity
Afghanistan v Bhutan at Sulaibiya
April 7 7th/8th Place Playoff (A4 v B4) at KEC
SF1 (A1 v B2) at Hubara
SF2 (A2 v B1) at Unity
April 8 9th/10th Place Playoff (A5 v B5) at KEC
5th/6th Place Playoff (A3 v B3) at Unity
April 9 FINAL at Hubara
3rd/4th Place Playoff (Losers SF1 v SF2) at Unity