د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ICC: افغان لوبډلې سره بايد تخنيکي کسان سفرونه وکړي

کرکټ څانګه 14.03.2010 20:26

له دوبۍ څخه د الهام الحق رپوټ:

د کرکټ نړيواله شورا نيوکه کوي چې د افغانستان د کرکټ بورډد لوبډلې سره غير تخنيکي کسان سفرونه ته لېږي چې دا د کرکټ د نړيوالې شورا او نړيوالو نورمونو مخالف کار دی او د لوبډلې په لوبه منفي اغېزه کوي.

د کرکټ د نړيوالې شورا چارواکو ټول افغان ته دوه ورځې وړاندې په دوبۍ کې ويلي دي چې د کرکټ نړيوالې شورا افغان کرکټ بورډ ته برېښناليکونه لېږلی دي او غوښتنه یې ترې کړې ده چې يواځې تخنيکي کسان سفرونو ته ولېږي خو په ځواب کې یې ډېره کمه همکاري لېدلې ده او د لوبډلې سره د اداري کسانو لېږل لا دوام لري.

د کرکټ نړيواله شورا وايي چې افغان کرکټ بورډ بايد داسې تخنيکي کسان چې په کرکټ پوه وي او لوبډلې سره په تمرينونو کې مرسته کوي سفر وکړي. د کرکټ نړيواله شورا شکايت کوي چې افغان کرکټ بورډ يواځينی کرکټ بورډ دی چې د لوبډلې سره په دوامداره توګه اداري غړي لېږي.

د نيوزيلانډ په سفر کې هم د لوبډلې سره یو شمير اداري کسان مل وو. هغه مهال ځينو اداري کسانو ټول افغان ته ويلي وو چې د کرکټ د نړيوالې شورا په بلنه نيوزيلانډ ته تللي دي خو وروسته د کرکټ نړيوالې شورا هغه مهال دا خبره رد کړه چې ګنې د کرکټ بورډ اداري چارواکي یې نيوزيلانډ ته غوښتي دي. د کرکټ نړيوالې شورا هغه مهال ويلي و چې دوی يواځې هغه تخنيکي کسان د لوبډلې سره ورغواړي چې په تمرينونو کې ورسره تخنيکي مرسته کوي، د نمونې په توګه یې د لوبډلې ډاکتر، فزيو، او روزونکي ياد کړي وو. د کرکټ نړيوالې شورا ويلي و چې دوی هيڅکله په سفرونو کې د لوبډلو لپاره کسان نه غوره کوي، بلکه دا یې د کرکټ بورډ مسوليت او دنده بللې وه.