د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان به کيمپ په ويسټ انډيز کې او تمريني لوبې ويسټ انډيزاوايرلينډ سره کوي

کرکټ څانګه 28.02.2010 17:22

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د شل اورونو د نړيوال جام له پيله مخکې ويسټ انډيز يا لويديز هند ټاپوګانو ته د تمريني کيمپ په موخه ځي.

درې ورځې وړاندې د لوبډلې روزونکي کبيرخان ټول افغان ته په دوبۍ کې وويل چې لوبډله به له نړيوال جام څخه مخکې په دې هېواد کې لس ورځې کيمپ کوي چې له هوا او د لوبغالو د حالت سره بلد شي.

افغانستان به د تمرين په مهال دوه تمريني لوبې هم کوي چې یوه یې د ويسټ انډيز او بله د ايرلينډ له لوبډلې سره ده. دا دواړه لوبې نړيوالې شل اوريزه لوبې دي.

ايرلينډ ته پخوا هم افغانستان څو ځلې ماته ورکړې ده خو افغانستان به د نړيوال جام څخه مخکې خپل ځواک د ويسټ انډيز سره ازمايي او روښانه کېږي به چې د هندوستان او سويلي افريقا سره به په C ګروپ کې څه ډول لوبه کوي.

په نړيوال جام کې به افغانستان لومړۍ لوبه د مي په لومړۍ نېټه هندوستان او دويمه به د می په پنځمه د سويلي افريقا سره کوي.

سره د دې چې د افغانستان لومړی ځل دی چې په دې سويه نړيوالې سيالۍ کې برخه اخلي، خو د افغان لوبغاړو استعداد ته په کتو، افغان لوبډله کولای شي چې سترې لوبډلې خفه کړي.

دوه ورځې وړاندې د افغان لوبډلې پياوړی توپ وهونکي شهزاد محمدي رسنيو ته ويلي دي چې د لويديز هند هېواد ته د چکر نه بلکه هېواد ته د وياړ راوړنې په موخه ځي.

د يادونې ده چې افغان ملي لوبډله د دې مياشتې په ۱۳مه نېټه وتوانېدله چې د شل اورونو نړيوال جام ته لاره پيدا کړي او د لومړي ځل لپاره د کرکټ د نړيوالې شوراد پوره غړيتوب لرونکو هېوادونو سره ځانونه د لوبې جوګه کړي.