د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابود ۵ لکه ډالر او د کرکټ دوه لوبغالو جوړولو جايزې اعلان شوې

کرکټ څانګه 27.02.2010 10:21

پرون په بېلابېلو غونډو کې د کرکټ د ملي لوبډلې هرکلی وشو او جايزې ورته  اعلان شوې.

د کابل بانک مشر خليل الله پېروزي د کرکټ بورډ سره د دوه نيم لکه او د کرکټ د لوبډلې سره د ۵۰ زره ډالرو جايزه اعلان کړه.

د يادونې ده چې د خليل الله پېروزي د کرکټ بورډ غړی هم دی. نوموړي وويل چې هر لوبغاړي ته به د بهر د سفرونو لپاره په حساب کې ۵ زره ډالر هم واچوي. پېروزي دا هم اعلان کړه چې د نړيوال جام پورې به هر لوبغاړي ته زر ډالره تنخوا ورکوي او د صافي هوايي شرکت الوتکو کې دوی اوکورنيو ته د لوبو لپاره د سفرونو مصرف هم کابل بانک په غاړه اخلي.

برسېره پر دې سوداګر عبدالرحمان الوکوزي د لوبډلې سره د ۵۰ زره ډالرو جايزې اعلان کړی دی.

زمري کامګار چې د کرکټ بورډ غړی دی دکام اير د شرکت له خوا لوبغاړو ته د ۲۰ زره امريکايي ډالر مرسته اعلان کړې وه.

په دوبۍ کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر عبيدالله صدرخېل هم لوبډلې ته د یو لک ډالرو جايزې ژمنه ورکړې ده . نوموړي ويلي دي چې په دې موخه به د مارچ په دويمه او يا درېمه په کابل کې نمانځنغونډه جوړوي.

له بله پلوه پرون په کابل کې د امريکا سفير ايکن بيري اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د کرکټ دوه لوبغالي جوړوي.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه روښانه نه ده چې دا پورتهجايزې لوبغاړو او د کرکټ بورډ ته رسېدلې دي او که نه. پخوا هم د ډېرو جايزو او مرستو اعلانونه شوي دي چې بيا وروسته یې ورکونکي په شا شوي او ځانونه یې پټ کړي دي. دا هم روښانه نه ده چې دا جايزې به لوبغاړو ته به په څه ډول ويشل کېږي. په اماراتو کې دافغانانو له خوا په ورکړل شوو جايزو کې د کرکټ بورډ اداري کسانو هم ځانونه شريک ګڼل چې د نړيوالو نورمونو خلاف کار دی.

ځينې لوبغاړي هم له دې خوښ نه دي چې د کرکټ بورډ ټول اداري غړي ورسره په جايزو کې ځانونه شريک بولي.

هغه جايزې چې لوبغاړو ته رسېدلي دي د عزيزي بانک د مشر شېرخان له خوا د شل اورونو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې د برخه اخيستونکې لوبډلې ټولو ۱۴ لوبغاړو او روزونکي کبيرخان ته یو یو نيسان ۲۰۱۰ ماډل ګاډی دی چې کاغذونه یې کرکټ بورډ ته سپارل شوي دي، او په دوبۍ کې د افغانستان کونسل راشدالدين له خوا د  ۱۰ زره ډالرو جايزه ده چې په دوبۍ کې لوبغاړوته ورکړل شوې ده.