د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او ايرليڼډ لوبه ښيي. لوبه به د کابل په وخت ۵ بجې او په سبا تکراري ښودل کېږي.

کرکټ څانګه 21.02.2010 13:25

د ننګرهار تلويزيون، ټول افغان او سلام وطندار پوښښ په نړيوالو رسنيو کې هم انعکاس درلود. دا انځور د کرکټ نړيوالې شورا خپور کړی چې د دې درې رسنيو استازي په کې ښکاري.

د ننګرهار تلويزيون د شل اورونو نړيوال جام د غوراوي پايلوله یا فاينل چې د افغانستان او ايرليڼډ ترمنځه شوې اوه او افغانستان ګټلې وه نن د يکشنبې په ورځ د افغانستان په وخت ۵ بجې ښيي چې د دوشنبې په سهار ۷ بجې او ماښام ۹ بجې به  بيا هم تکرارېږي.

دا لوبې د ننګرهار تلويزيون هغه پلاوي ثبت کړي او چمتو کړي دي چې په همدې موخه دوبۍ ته لېږل شوي وو.

د دې پلاوي مشر ايمل شېرزاد ټول افغان ته له جلال اباد څخه د ټيلي فون په ليکه وويل چې د ننګرهار تلويزيون او مشرتابه یې وياړي چې د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د کرکټ د مينه والو دا تنده یو څه خړوبه کړه. نوموړي وويل چې هوډ لري په ويسټ انډيز کې د نړيوال جام لوبې هم همدارنګه هېوادوالو ته وړاندې کړي.

د ننګرهار تلويزيون دا مهال هڅې کوي چې د مارچ په پای کې د آسيايي شورا د یوې ورځنيو لوبو سيالۍ لپاره ځان چمتو کړي او هېوادوالو ته یې ثبت کړي.

د ننګرهار ملي راديو تلويزيون یواځينی تلويزيون دی چې په افغانستان کې دا لوبې د کرکټ مينه والو ته ښيي.


افغاني رسنیو د خپلې ملي لوبډلې سره هر شېبه لکه د هغوی تېره کړه. دا د کرکټ نړيوالې شورا له خوا یو بل خپور شوی انځور دی چې په نړيوالو رسنيو کې یې انعکاس وموند.