د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درېمه ورځ، دويمه پاڼۍ: افغانستان د کاناډا د ۴۹۴ هدف د پوره کولو کوښښ کوي

کرکټ څانګه 20.02.2010 00:16

شهزاد له بري وروسته ټولو افغان سيل کونکو سره لاسونه ورکړل او افغان سيل کونکو په نقدي انعامونو ونمانځه

درېمه ورځ، دويمه پاڼۍ:  کاناډا په دويمه پاڼۍ کې له ۱۹۱ منډو کولو څخه وروسته خپل بيټنګ ودراوه او بيایې  بيټنګ افغانستان ته ورکړ. افغانستان ۱۳ اورونه لوبه وکړه او ۴۰ منډې یې جوړې کړې چې په دې ترتيب ورته د لوبې د ګټلو لپاره په داسې حال کې ۴۵۴ منډې پاتې دي چې ټولې لس ويکټې په لاس کې لري. سبا ته که افغانان چټکه لوبه وکړي او په هر اور کې له ۴ ډېرې منډې واخلي نو امکان لري چې افغانان لوبه وګټي او پاتې ۱۴ نمرې خپلې کړي خو سخته برېښي. که چېرته افغانان سبا د لوبې ګټلو ته ډېر هيله مند نه وي نو بله غوره لاره ورته دا ده چې د لوبې تر پايه ټولې ويکټې له لاسه ورنکړي او لوبه ډرا (يا بې پايلې) پای ته ورسوي چې په دې ترتيب به لږ تر لږه ۳ نمرې واخلي او کاناډا به پرېنږدي چې د لوبې ټولې ۲۰ نمرې خپلې کړي.

افغانستان بيټنګ پيل کړی او نور علي ځدراڼ او کريم صادق بيټنګ ته ولاړ دي. ډېره سخته برېښي چې افغانستان دې ۴۹۴ منډې پوره کړای شي. امکان لري چې افغانستان دلوبې د ډرا کولو يا بې پايلې پای ته د رسولو هڅه وکړي. په دې حالت کې به افغانستان د دې لوبې له ۲۰ نمرو څخه ۳ او کاناډا ۹ نمرې واخلي. کاناډا به هڅه کوي چې د هدف له پوره کولو څخه مخکې ټول افغان لوبغاړي وسوځوي او د دې لوبې ټولې ۲۰ نمرې چې دوی ورته خورا زيات اړتيا لري لاس ته راوړي.

- درېمه ورځ: افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې له کاناډا ۳۰۲ منډې وروسته پاتې شو. پرون د درې پياوړو توپ وهونکو (نور علي ځدراڼ، اصغر ستانکزی، او کپتان نوروز منګل) له سوځېدلو وروسته افغانستان نن له کاناډا سره په ۷ ويکټو لرلو ۴۵۶ منډې بايد کړی وای  چې ونه توانېد او پاتې لوبغاړي هم وسوځېدل.

په دې ترتيب کاناډا له دې لوبې څخه په لومړۍ پاڼۍ کې د مخکې کېدو له امله ۶ نمرې واخيستې او په پاتې ۱۴ نمرو به لوبه کېږي. که کاناډا لوبه وګټي نو پاتې ۱۴ نمرې به هم واخلي. که لوبه ډرا يا بې پايلې پای ته ورسي نو کاناډا به ۳ نورې نمرې او افغانستان يواځې ۳ نمرې اخلي.

نن درېمه ورځ ده او دويمه پاڼۍ پيل شوه. کاناډا بيټنګ کوي. د دې لوبې اصول لاندې روښانه شوي دي.

 د دويمې ورځې رپوټ:

- د درې پياوړو توپ وهونکو (نور علي ځدراڼ، اصغر ستانکزی، او کپتان نوروز منګل) له سوځېدلو وروسته افغانستان له کاناډا په ۷ ويکټو لرلو ۴۵۶ منډې وروسته دی.

- د افغانستان شبير نوري او نور علي د افغانستان بيټنګ پرانيست، خو له ۱۶ منډو جوړولو وروسته نور علي ځدراڼ کيچ وسوځېد او د افغانستان لپاره یې چيلنج یې نور هم زيات کړ. دا مهال د افغانستان منډې ۳۰ وې. اصغر ستانکزی یې پر ځای راووت او نوموړی هغه وخت د رضوان چيمه له خوا وسوځول شو چې د افغانستان منډې ۷۰ وې.  پرځای یې کپتان نوروز منګل راووت چې د تمې خلاف یې یواځې ۱۷ منډې جوړې کړې او هغه مهال وسوځېد چې د افغانستان منډې ۱۰۵ وې. په څلورمه ويکټه شبير نوري او محمد شهزاد ولاړ دي.

افغانستان نن ۴۰ اورونه لوبه کړې ده او ۱۱۰ منډې یې کړي دي. لومړۍ پاڼۍ به سبا هم تر هغې دوام لري چې د افغانستان ټول لوبغاړي وسوځي. سره د دې چې لوبغاړي او اداره لا اوس هم د لوبې ګټلو ته هيله مند دي، خو حقيقت دا دی چې د افغانستان درې تکړه لوبغاړي چې حساب پرې کېده سوځېدلي دي او دا مهال یې د کاناډا په پرتله منډې ډېرې کمې او ملي لوبډله د یو چيلنج سره مخ ده. يواځينی شی چې د دوی بری او يا لږ تر لږه په لومړۍ پاڼې کې مخکې والی تضمينولای شي د لوبغاړو په کريز تر ډېره ودرېدل او د ويکټې ساتل دي.

په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې کېدل دا ځانګړی اهميت لري چې مخکې شوې لوبډله به ۹ نمرې لاس ته راوړي.

- د کرکټ د بورډ مرستيال مشر شهزاده مسعود وايي چې د نوموړي او لوبغاړو په اند د کاناډا د لومړۍ پاڼۍ د ۵۶۶ منډو څخه منډې اړولای شي. مسعود وايي چې هلکان باور لري چې د لومړۍ پاڼۍ ۹ نمرې به خپلې کړي.

- کاناډا په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۶۶ منډې وکړې او افغانستان ته یې د افغان کرکټ په تاريخ کې تر ټولو ډېرې منډې هدف وټاکه. د يادونې ده چې دا د څلور ورځنۍ لوبې لومړۍ پاڼۍ ده چې د ګټلو يا بایللو لپاره به یې د دويمې پاڼۍ منډې هم ورسره يوځای کېږي او پايله به یې د دواړو پاڼیو د منډې د شمېر له مخې روښانه کېږي، خو په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې کېدل ځانګړی ارزښت په دې لري چې مخکې شوې لوبډله ۹ نمرې لاس ته وروړي. د دې لوبې اصول لاندې روښانه شوي دي.

- د افغانستان لپاره اخري ويکټه ميرويس اشرف په خپل توپ کيچ ونيولو.

- په لومړۍ پاڼۍ کې د کاناډا اشيش بګي ۹۳ او ډانيرم ۱۳۰ منډې وکړې. افغان لوبغاړو ډېر کوښښ وکړ چې د کاناډا لوبغاړي نن زر زر وسوڅوي خو د کاناډا د لوبغاړو تادي نه وه، ارامه لوبه یې وکړه او مزاج یې د منډو و.

- د انترکانټننټل لوبو په ترڅ کې د افغانستان څلورمه لوبه چې د کاناډا سره یې په شارجه کې کوي د دويمې ورځې لپاره هم دوام لري. د لومړۍ ورځې رپوټ لاندې شته دی.

په دويمه ورځ د کاناډا لومړۍ پاڼۍ پاي ته ورسېده او د منډو کارډ یې په لاندې ډول دی:

Canada 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Jyoti c Shafiqullah b Mohammad Nabi 32 61 5 0 52.46
Bastiampillai c †Mohammad Shahzad b Samiullah Shenwari 55 89 9 0 61.8
Kumar c Samiullah Shenwari b Shapoor Zadran 74 182 7 0 40.66
Bagai* c Samiullah Shenwari b Mirwais Ashraf 93 144 15 0 64.58
David b Samiullah Shenwari 27 41 4 0 65.85
Dhaniram c Noor Ali b Samiullah Shenwari 130 189 17 1 68.78
Hansra lbw Samiullah Shenwari 7 9 0 1 77.78
Bhatti c †Mohammad Shahzad b Mirwais Ashraf 31 53 6 0 58.49
Rizwan Cheema c †Mohammad Shahzad b Mohammad Nabi 21 52 3 0 40.38
Khurram Chohan not out 26 43 3 0 60.47
Patel c & b Mirwais Ashraf 36 51 6 0 70.59
Extras (b 15, lb 6, w 10, nb 3, pen ) 34  
Total 566

د لومړۍ ورځې رپوټ:

نن د  شنبې په ورځ افغانستان او کاناډا څلور ورځنۍ لوبه پيل شوه. لوبه د اماراتو په وخت د سهار په 9:30 بجو پيل شوه او پاتې درې ورځې به هم په همدې وخت پيل کېږي.

په ننۍ لوبه کې کاناډ پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. افغانستان په لومړۍ ورځ د کاناډا شپږ لوبغاړي وسوځول او ۳۵۰ منډې یې ورکړې.

د نن ورځې د منډو کارډ:

Canada 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Jyoti c Shafiqullah b Mohammad Nabi 32 61 5 0 52.46
Bastiampillai c †Mohammad Shahzad b Samiullah Shenwari 55 89 9 0 61.8
Kumar c Samiullah Shenwari b Shapoor Zadran 74 182 7 0 40.66
Bagai* c Samiullah Shenwari b Mirwais Ashraf 93 144 15 0 64.58
David b Samiullah Shenwari 27 41 4 0 65.85
Dhaniram not out 38 58 4 1 65.52
Hansra lbw Samiullah Shenwari 7 9 0 1 77.78
Bhatti not out 1 6 0 0 16.67
Khurram Chohan   0 0 0 0 0
Rizwan Cheema   0 0 0 0 0
Patel   0 0 0 0 0
Extras (b 10, lb 6, w 5, nb 2, pen ) 23  
Total 350

 نن سميع الله شينواري درې، شاهپور او ميرويس او محمد نبي یوه یوه ويکټه واخيسته.

د توپ اچونې کارډ:

Bowling O M R W NB WD E/R
Shapoor Zadran 17.0 2 66 1 0 1 3.88
Mirwais Ashraf 18.0 3 62 1 0 1 3.44
Mohammad Nabi 20.0 3 70 1 0 0 3.5
Samiullah Shenwari 21.0 5 66 3 0 0 3.14
Karim Sadiq 12.0 0 35 0 1 0 2.92
Raees Ahmadzai 3.0 0 20 0 1 0 6.67
Asghar Stanikzai 7.0 2 15 0 0 1 2.14

 

د دې سيالۍ په اړه:

دا لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي چې له افغانستان برسېره په کې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، کينيا، او سکاټلينډ) برخه اخلي. دا شپږواړه هېوادونه د یوې ورځنۍ لوبو حیثیت هم لري.

دانترکانتننټل سيالي په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوې او د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې به پای ته رسي چې پايلوبه به یې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي. 

د دې لوبې اصول:

د دې لوبو اصول داسې دي چې هره لوبډله دوه وارې منډې جوړوي (يانې دوه پاڼۍ لوبه کوي). دواړه سره جمع کيږي او د هرچا چې زياتې وي نو هغه يې ګټي.

د بېلګې په توګه: که کاناډا په لومړی پاڼۍ کې ۱۵ منډې وکړي او افغانستان په لومړۍ کې ۲۰ وکړي. افغانستان د ۵ منډو برتري لري. کاناډا بيا منډې کوي. د بېلګې په توګه که يې په دوهمه پاڼۍ کې ۳۰ وکړي نو مانا دا چې د افغانستان د ۵ منډو قرض يې ورخلاص کړ او ۲۵ +۱ يې د بري لپاره هدفه وټاکه. افغانستان به بيا ۲۶ منډې کوي ترڅو بری تر لاسه کړي. خو دا چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې و نو ۶ پواينټونه یا نمرې اخلي. که په لومړۍ پاڼۍ کې هم مخکي وي او لوبه هم وګټي نو ټولې ۱۴ نمرې اخلي.

موخه مو دا ده چې د لومړۍ پاڼۍ دمنډو زياتوالی او کموالی پر دوهمه پاڼۍ تاثير اچوي خو مانا يې دا نه ده چې که يوه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلې سيالې لوبډلې څخه وړاندې وي، هغې ګټلې ده. د دواړو پاڼيو (يا څلور ورځو) په پای کې به پته لګېږي چې لوبه چا ګټلې ده.

که لوبه مساوي اعلان شي هر ه لوبډله به ۳، ۳ نمرې اخلي. او که څوک په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې و خو لوبه یې بايلوده، ۶ نمرې اخلي.

افغانستان تر دې مهاله په دې سيالۍ کې دزيمبابوی، هالينډ، او ايرلينډ سره لوبې کړي دي او ۴۳ نمرې یې لاس ته راوړي دي. سکاټلينډ تر دې مهال تر ټولو لوبډلو مخکې ده چې ۴۹ نمرې لري. د ټولو هېوادونو دنمرو حال په لاندې ډول دی:

لوبډلېبشپړې لوبېګټلېبايللېمساويډرا یا نامکملېبندېنمرېد منډو اوسط
سکاټلينډ 3 2 0 0 1 0 49 1.106
افغانستان 3 2 0 0 1 0 43 1.170
زيمبابوی XI 2 1 0 0 1 0 23 1.131
کينيا 4 1 2 0 1 0 23 0.984
هالينډ 2 0 1 0 1 0 15 0.850
ايرلینډ 3 0 1 0 2 0 12 0.957
کاناډا 3 0 2 0 1 0 3 0.769