د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امارات مېشتو افغانانو د ملي لوبډلې د بري شانداره نمانځنه وکړه

کرکټ څانګه 19.02.2010 20:48

افغان مشرانو، روښانفکرانو، سوداګرو او د سفارت استازو ننۍ غونډې ته ويناوې وکړې.

نن د جمعې په ورځ د عربي متحده اماراتو د العين په ښار کې په دې هېواد کې مېشتو افغانانو او مشرانو یې د کرکټ ملي لوبډله ونازوله. د ملي لوبډلې د برياو په مناسبت ورته د هلټن په پنځه ستوريز هوټل کې غونډه جوړه شوې وه چې بېلابېلو افغاني شخصيتونو په کې لوبغاړو او هېوادوالو ته د مبارکۍ پيغامونه واورول او د کرکټ د پرمختګ لپاره یې وړانديزونه وکړل.

 غونډې ته - چې په اماراتو کې افغانانو د ټولنې د مشر حاجي محمد طيب او ملګرو په هڅه جوړه شوې وه - په سلګونو افغانان وربلل شوي و چې د العين برسېره په کې د دوبۍ، ابوظبي، شارجې او عجمان مېشتي افغانان هم موجود وو.

 په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو مشر حاجي محمد طيب د غونډې برخه والو ته په دې ټينګار وکړ چې په اماراتو کې مېشت افغانان د ملي لوبډلې سره په برياو کې شريک دي ځکه چې په زرګونو افغان ملاتړو ځانونه لوبغالو ته ورورسول او په ډېر شور او جذبه یې د دوی ملاتړ وکړ او د مقابلو لوبډلو مورال یې وواهه. طيب سپارښتنه وکړه چې لوبغاړي بايد د بريا د ساتلو لپاره دينداري هېره نه کړي او ستر څښتن تعالی بايد تل په ياد ولري ځکه چې ټولې برياوې د الله جل جلاله له خوا دي.

 د غونډې د دريځ چارې افغان شاعر قاري احمدشاه حقوقي پر مخ بيولې او په خپل وار یې ويناوال دريځ ته وروغوښتل. په ننۍ غونډه کې د افغانستان د سفارت سرپرست محمد داوود ابراهيم خېل، په اماراتو کې د افغانانو یو شمېر مشرانو چې پاچا خان بابکرخېل، محمد نبي لکڼوال، الله نور سيلاب، د افغان سفارت فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز او یو شمېر نور مشران په کې شامل وو ويناوې وکړې او ټولو د ملي لوبډلې په برياو له وياړ، مبارکۍ او خوښۍ څخه ډکې څرګندونې وکړې.

 د غونډې برخه والو ته د افغانستان د قومونو د پيوستون د شورا مشر غازي نواز تڼي هم –چې دا مهال په اماراتو کې دی – وينا وکړه او ویې ويل چې د انيس په اخبار کې یې ولوستل چې یو امريکايي افسر ويلي و چې امريکا به په نړۍ کې ستر ځواک وي خو افغانستان په کرکټ کې ستر ځواک دی. نوموړي او نورو ويناوالو په هېوادوالو او دولت غږ وکړ چې د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان جنډه په نړۍ کې رپولې، د افغانانو د خوښۍ احساسات یې راپارولي او په کار ده چې دوی اوس ونازوي.

 بابکرخېل او لکڼوال دواړو په خپلو ويناو کې ټینګار وکړ چې افغانان ځکه د کرکټ د ملي لوبډلې په پرمختګ او برياو وياړي چې د افغانانو شمله یې جګه کړې ده. بابکرخېل باربار له غونډې وغوښتل چې ملي لوبډلې ته لاسونه وپړکوي.

 افغان روښانفکر الله نور سيلاب غونډې ته وويل چې د ملي لوبډلې یووالي ورته خورا خوند ورکړی او هيله مند دی چې دوی خپل یووالي ته دوام ورکړي. سيلاب وويل چې د ملي لوبډلې ملاتړ او مرسته سوال يا ګدايي نه بلکه په افغانانو او په ځانګړي ډول په افغان سوداګرو او بډایو فرض دي او د لوبغاړو حق دی.

 په ننۍ غونډه کې د سالنګ د غموونکي پېښې قربانيانو ته د مغفرت او کورنيو ته یې د زړه صبرۍ دعا هم وشوه چې قاري احمدشاه حقوقي ولوستله.

 د افغانستان د کرکټ بورډ په استازيتوب د دې بورډ مرستيال مشر شهزاده مسعود خبرې وکړې، د غونډې د جوړولو او ملي لوبډلې د نازولو مننه یې وکړه او يادونه یې وکړه چې افغان لوبغاړي اوس هم بې وزله دي او سره د دې چې په غريبۍ کې ژوند تېروي، د ګران افغانستان نوم یې لوړ کړی او جنډه یې پورته کړې ده. مسعود ګيله وکړه چې يو شمېر افغان لوبغاړي اوس هم په پاکستان کې د مهاجرت شپې ورځې تېروي او په خپل هېواد کې د سرپناه ځای نه لري چې د دوی په روحياتو او لوبه ډېر منفي اغېزه لري. نوموړي هيله څرګنده کړه چې په دې اړه دې د کرکټ بورډ سره مرسته وشي.

 په دې غونډه کې چې له پيله تر پايه په کې لوبغاړي په چکچکو بدرګه کېدل، د ملي لوبډلې په وياړ شعرونه هم ولوستل شول او د هنرمند خيال د سندرو سره یې په خوښۍ اتڼونه وشول . په دې مناسبت ځانګړې سندرې هم وويل شوې چې د افغان لوبغاړو او د غونډې د برخه والو خوښې شوې.

 په ننۍ غونډه کې د غونډې جوړونکو افغان لوبغاړو ته مډالونه او ډالۍ ورکړې چې لاپ ټاپ کمپيوټرې، ساعتونه او موبايلونه په کې شامل وو.

 یو شمېر افغانانو او رسنيو ته چې په اماراتو کې د کرکټ خدمت کړی و د افغانانو د ټولنې د مشر حاجي محمد طيب له خوا ستاينليکونه هم ورکړل شول چې په اماراتو کې مېشت افغان يارګل، د ټول افغان ټکی کام او ننګرهار تلويزيون ستاينليکونه  د يادولو وړ دي.

د افغانستان سفارت هم د افغانانو مشر حاجي محمد طيب او حاجي محمد نسيم همدرد ته دوه نسخې په ښکلي پوښ کې نغښتل شوي قرانکريم ډالۍ کړل.

 د يادونې ده چې د کرکټ د ملي لوبډلې په وياړ نن په العين کې د افغانانو د فوټبال لوبډلې لوبغاړي هم غونډې ته راغلي وو چې د غونډې په پای کې یې سره پېژندګلو وکړه او ډلييز انځورونه یې سره واخيستل.

 دا لومړی ځل نه دی چې په اماراتو کې مېشت افغانان د کرکټ ملي لوبډله نازوي. تر دې مخکې حاجي محمد نسيم د افغانستان په سفارت کې او سوداګر منصور مجيد د ورته غونډو په ترڅ کې ملي لوبډله نازولې ده او په راتلونکو څو ورځو کې افغانان دا ډول نورې غونډې هم په پام کې لري.

 په اماراتو کې د افغان سوداګرو د ټولنې وياند سيد اسدالله، افغان سوداګر حاجي محمد نسيم، حاجي روحاني او حاجي شهزاده  ټول افغان ته وويل چې دوی هوډ لري چې لوبغاړو ته هر يو په خپل وار په راتلونکو ورځو کې  ميلمستياګانې وکړي او تر خپلې وسې یې ونازوي.

 انځوريز رپوټ:


سلاکار وزير شهزاده مسعود د ;کرکټ بورډ په استازيبتوب د غونډې له جوړونکو مننه وکړه او راغلیو ميلمنو ته یې هر کلی وويلې.

د العين په ښار کې مېشتو افغانانو او د دوی مشرانو افغان لوبغاړو ته د هلټن په پنځه ستوريز هوټل کې ميلمستيا کړې وه.

په ښيښه ليکل شوی ستاينليک د افغانان مشر حاجي محمد طيب د کرکټ بورډ مرستيال مشر ته ورکړ.

لوبغاړو ته لاپ ټاپ کمپيوټرې، ساعتونه، او موبايلونه ډالۍ ورکړل شول. افغان مشرانو، سوداګرو او د کرکټ بورډ مشرانو په خپل وار لوبغاړو ته ډالۍ ورکړې.


مډالونه او ډالۍ ورکول په کپتان نوروز منګل پيل شول. د نورو لوبغاړو د نازونې انځورونه پورته کيڼې خوا ته ليدلای شﺉ.

د ننګرهار تلويزيون ايمل شېرزاد د ننګرهار تلويزيون ستاينليک اخلي.

ټول افغان ته هم په ستايليک ونازول شو چې الهام ياسيني یې په استازيتوب واخيسته.

يارګل و چې په ستاينليک ونازول شو.
بيا خيال محمد خندان په سندرو پيل وکړ 
نوروز، ريس او نور لوبغاړي سندرې ته چې د دوی نومونه په کې ياد شوي وو خاندي.
او اتڼونه وشول
د کرکټ ملي لوبډلې په العين کې د افغانانو د فوټبال لوبډلې سره ډلييز يادګاري انځورونه هم واخيستل.

د نورو انځورو د کتلو لپاره دلته ټک ورکړﺉ.