د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان بيټنګ د کاناډا خلاف ونړېد او افغانستان بايلوده. کاناډا له افغانستان څخه په څلورو ويکټو وګټله. انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 18.02.2010 13:02

نن پنجشنبه افغانستان په شارجه کې د کاناډا سره دويمه یوه ورځنۍ لوبه وکړه چې کاناډا ترې وګټله.

د افغانستان بيټنګ د کاناډا خلاف د لوبې په سر کې ونړېد چې بيا وروسته یې افغانستان ډېره ګرانه بيه ورکړه او کاناډا ورڅخه په څلورو ويکټو وګټله. کاناډا وکړای شول چې په ۳۹ اورونو کې ټول افغان لوبغاړي په ۱۷۷ منډو وسوځوي.

په ننۍ لوبه کې پچه کاناډا وګټله او افغانانو ته یې د بيټنګ کولو بلنه ورکړه. شفيق الله شفق او کريم خان صادق د افغانستان پیلونکي وو. شفيق الله په لومړي اور کې هغه مهال کيچ وسوځېد چې افغان لوبډلې یواځې ۴ منډې کړې وې، ورپسې شهزاد محمدي بې له دې چې کومه منډه ورزياته کړي کيچ وسوځېد. کريم صادق هم سمدستې ورپسې توپ ته ګوذار ورکړ او بې له دې چې (( رنز)) جوړ کړي د شهزاد او شفق په رنځ اخته او کيچ وسوځېد.

نن افغان توپ وهونکي  د سختو ګوذارونو په موډ (مزاج) کې وو چې ګټه یې د کاناډا خرم چوهان ته ورسېده.نوموړي نن د افغانستان ۴ کسان وسوځول. نن داسې ښکارېده لکه افغانان چې اوس هم د شل اوريزو لوبو له مزاج څخه نه وي راوتلي.

 کپتان نوروز منګل درې څلوريزې ووهلې چې ( اشيش بګي) او (خرم چوهان) نور فرصت ورنکړ چې د افغانستان منډې ډېرې کړي او داسې مهال یې وسوځاوه چې افغانستان په اتم اور کې ۲۶ منډې کړې وې. ورپسې شبير نوري چې تمه ورته کېده په ۹م اور کې له ۳۸ منډو جوړېدو سره سم وسوځېد.

اصغر ستانکزی او ريس احمدزی یو څه وخت ودرېدل. اصغر هغه مهال وسوځېد چې افغانستان په ۲۸ اورونو کې ۸۹ منډې کړې وې او ریس هغه مهال چې منډې په ۳۳ اورونو کې ۱۱۹ ته رسېدلې وې. سميع الله شينواری هم ورپسې وسوځېد خو محمد نبي منډې یو څه تېزې کړې خو هغه مهال کيچ وسوځېد چې افغان لوبډلې ۱۷۷ منډې جوړې کړې او ۷ اورونه لا ورسره پاتې و. نن تر ټولو ډېرې منډې محمد نبي وکړې چې ۶۲ منډې وې.

د کاناډا نن ښه ورځ وه. په ډېره اسانۍ یې د ۶ کسانو په سوځېدو هدف پوره کړ او افغانستان ته یې ياده کړه چې بيټنګ یې خاميانې لري.

نن کاناډا ته افغان کاناډايي لوبغاړي جواد جعفر داوود ۲۵ منډې وکړې. جواد د افغانستان د دايکندي ولايت دی چې په کويته کې یې لوبه ياده کړې ده او نن یې دويم ځل و چې د کاناډا د هېواد لپاره یې په يوه ورځنۍ لوبه کې برخه واخيسته.

ډېر وخت وشو چې افغانانو یوه داسې لوبه وکړه چې په لاس کې یې ۷ اورونه پاتې و خو ويکټې یې نه لرلې. دا ډول لوبه په پنځم ډويژن او له هغې مخکې د افغان لوبډلې د بيټنګ يادونه راتازه کوي. هغه مهال به افغان لوبډلې نه شو کولای چې ټول ۵۰ اورونه ولوبوي.

په ننۍ لوبه کې افغانانو ښه فيلډنګ هم ونه کړ. له شهزاد محمدي څخه څو توپونه تېر شول او څلوريزې پرې جوړې شوې. همداراز دې لوبې روښانه کړه چې افغان لوبغاړي په یوه هڅه توپ نشي نيولای بلکه د توپ نيونې او ويکټو خواته د ويشتلو لپاره لوبغاړی بايد دوه یا درې ځلې هڅه وکړي، او کله چې توپ کيپر یا ويکټو ته رسېږي نو مخالف لوبغاړي په کريزونو ډکه خوله خندا ولاړ وي.

نن کاناډا د دې مستحقه وه چې لوبه وګټي.

انځوريز رپوټ:


نن افغان لوبډلې له لوبې مخکې تمرين وکړ.

محمدنبي عيسی خېل نن افغانستان ته ۶۲ منډې وکړې خو په يو ګل نه پسرلی کېږي.


پچه واچول شوه او قسمت د کاناډا ښه و

قسمت به یې ښه څنګه نه و چې نن ورسره یو افغان جعفر جواد هم لوبه کوله او کاناډا ته یې ۲۵ منډې جوړې کړې

کريم خان صادق او شفيق الله شفق د افغانستان بيټګ پيل کړ

د افغان بيټنګ یوه بله صحنه

افغان لوبغاړي نن زر زر وسوځېدل
افغانانو توپ اچونه پيل کړه او په بيړه ترې کاناډا منډې جوړې کړې

د سلام وطندار راديو ابراهيم مومند او په انځور کې لرې د ننګرهار تلويزيون کيمره مين نور احمد حبيبي په خپلو دندو مصروف دي. ابراهيم مومند د لوبې په پای کې نوروز منګل ته ورغی او نيوکه یې پرې وکړه چې ګنې نن یې لږ توپ اچونکي په لوبډله کې شامل کړي وو.
بريالی اپيل. يو وخت راغی چې د کاناډا ۶ لوبغاړي وسوځېدل او فشار پرې یو څه ډېر شو

د افغانستان د فيلډنګ يو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ او د سفارت فرهنګي اتشه لوبه په ځير څارله

افغان سيل کونکو نن ډېر شور نه کاوه. تر ډېره یې نن لوبه چوپ چاپ وڅارله

روزونکي کبيرخان هم لوبه څارله. لوبه چې پای ته ورسېده، لوبغاړي یې کېنول او لارښونې یې ورته وکړې

نن هم په ډېر تعداد کې افغانان د لوبې سيل ته راغلي وو.

د افغانانو یو بل انځور
د محمد نبي توپ اچونې ته یو بل خوشاله انځور
لوبې ته خارجيان هم راغلي وو
له ماتې لږ مخکې د افغانانو د مخ تعبيرونه
کاناډا وګټله
اخري منډه هم ورته افغاني الاصله کاناډايي جعفر جواد وکړه. ښي خواته لوبغاړی جواد دی.

جوادټول افغان ته  وويل چې د جلال اباد دی خو افغان لوبغاړو ته یې ويلي و چې د هزاره جاتو د جاغوري ولسوالۍ دی. په کرک انفو کې د نوموړي د زېږدنې ځای د کويټې ښار ښودل شوی. د کرک انفو د معلوماتو له مخې نوموړی کابو ۲۶ کلن دی. جواد وايي چې هيله لري چې د کاناډا لپاره لوبې ته دوام ورکړي او که چېرته یې په ملي لوبډله کې ونه لوبوي نو په کاناډا کې به خپل کلب لپاره لوبو ته دوام ورکړي.

جواد ټول افغان ته وويل چې خوښ دی چې افغانستان د شل اورونو نړيوال جام ته بريالی شوی دی.